سرکوزى کابل ته راغى
د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزى نن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته ورسېدى.
کابل ته د سرکوزي د راتګ هدف معلوم نه دئ، خو نوموړى په داسي حال کي راځي چي درې ورځي وروسته به د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ او افغان ځواکونو ته د مسئوليت سپارلو لړۍ پيل سي.
ټاکل سوې ده چي ولسمشر سرکوزى نن له ولسمشر کرزي سره وګوري.