د احمدولي کرزي قاتل تر مړيني وروسته په دار وځړول سو
له کندهار څخه تازه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د ولايتي شورا د رئيس احمدولي کرزي د قاتل مړى د شهيدانو په چوک کي راځړول سوى دئ.
راپورونه وايي چي سردارمحمد د احمدولي کرزي د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله چي نوموړى يې نن سهار په خپل کور کي وواژه.
پر احمدولي کرزي تر ټکانو وروسته سردارمحمد هم د نورو ساتونکو له خوا وژل سوى او مړى يې په دار ځړول سوى دئ.