د احمدولي کرزي پر مړېنه د هيوادونو مشرانو خواشيني وښوده

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 12th, 2011


د فرانسې ولسمشر نيکولاى سرکوزى په کابل کي وو، چي د ولسمشر کرزي د ورور احمدولي کرزي د مړيني خبر يې واورېدى او له ولسمشر کرزي سره يې په دې خپګان کي ځان شريک وباله.
د هندوستان صدراعظم من موهن سنګ احمدولي کرزى يو پياوړى مشر وباله او د خپل هيواد په استازيتوب يې له ولسمشر کرزي او افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د پاکستان ولسمشر او صدراعظم هم له ولسمشر کرزي سره په تلېفوني خبرو کي غم شريکي کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024