په مخامخ ډزو کي يو بهرنى ووژل سو

عطاالله محمدي | جولای 13th, 2011


لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د ناټو يو سرتېرى ووژل سو . خبرپاڼي د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى خو دونه يې ويلي چي نوموړى د وسله والو په مخامخ ډزو کي ووژل سو .

Copyright Larawbar 2007-2024