کور / تازه خبرونه / طالبان : په وردګ کی مو زیات امریکایان ووژل

طالبان : په وردګ کی مو زیات امریکایان ووژل

طالبانو رسنیو ته ویلی چی نن سهار ( عبدالله د مولوی نسیم زوی ، د غزنی اوسېدونکی ) خپل ټرک موټر د منفلقه موادو څخه ډک کړ او هغی یې د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د دشتِ ټوپ په سیمه کی د امریکایی پوځ قرارګاه ته وردننه کړ او هلته یې درنه چاودنه رامنځته کړه چی له امله یې تر لسو زیات امریکایان مړه او ټپیان سول او په لسګونو جنګی وسایط له منځه ولاړل .
خبر وایی چی عبدالله مخکی په متحد عربی اماراتو کی خپل کاروبار کاوه او د همدې هدف لپاره وطن ته راغلی و .
نن په کټ مټ پیښه کی په تګاب کی هم پنځه بهرني پوځیان وژل سوي وو .