کور / تازه خبرونه / د مومبى چاودنو ٢١تنه وژلي ١٢٠ ټپيان کړي دي

د مومبى چاودنو ٢١تنه وژلي ١٢٠ ټپيان کړي دي

د مهارشترا ايالت وزيراعلى آشوک چاون د نن ماځيګر په چاودنو کي د ٢١ مړو او ١٢٠ تنو د ټپي کېدو پخلى وکړ.
راپورونه وايي اوله چاودنه د ممبى په جنوبي برخه زېور بازار کي چي د زرګرانو دکانونه دي وسوه او څو تنه يې ټپيان کړل.
د ممبى د پوليسو وياند نثار تمبولي وايي دوهمه چاودنه په يوه ټکسي موټر کي وسوه چي د ممبى ښار په مرکزي سيمه ددر کي ولاړ وو.
دريمه چاودنه د ماښام پر اووه بجې بيا هم د ښار په جنوبي سيمه کي سوې ده.
پوليس وايي درې سره چاودني په تجارتي سيمو کي رامنځته سوي چي د خلګو ګڼه ګوڼه پکښي ډېره وي.
د ممبى ايالتي حکومت دغه چاودني يوه تروريستي هڅه بللې، خو تر اوسه يې د پړې ګوته چا ته نه ده نيولې.
په ٢٠٠٨ کال د ممبى پر تاج هوټل باندي حمله سوې وه چي له امله يې ١٦٦ کسان مړه سوي وو او د هندوستان حکومت يې مسئوليت پر يوې پاکستانۍ مذهبي ډله باندي واچاوه.