کور / راپور / د افریقا په ختیځ کي د وچکالۍ ځانګړی راپور

د افریقا په ختیځ کي د وچکالۍ ځانګړی راپور

وچکاليو افريقا بې ښکره کړه

((د ژباړن یادونه : د افریقا په ختیځ کي د اتیوپیا، صومالیا، إرتريا‎  او جیبوتي هیوادونه د حیوانانو د ښکر په څېر واقع دي، ځکه نو د افریقا د لويي وچي دغه برخه د”افریقا د ښکر” په نوم هم یاديږي . د افریقا د ښکر د لا روښانتیا لپاره د دغه ژباړي په پای کي اړوند ګرافیکي انځور وګورئ !))

((کابينه د مرستي په موخه ۵ مليونه جلا کوي. ))


روتردام – د افریقا ختیځ د شپیتو کلونو راهیسي د ترټولو بدتریني وچکالۍ سره مخ سوئ دئ  . کورني ژوی مري، حاصلات نسته، په لسګونو زرو کسانو کورونه پرې ايښي او د غذايي موادو په لټه کي دي .
ملګري ملتونه د افریقا د ختیځ نــــــــاوړه حالات په نړۍ کي تر ټولو بــــــــدترین بشري ناورین بولي .

ویل کيږي، چي د جیبوتي، کېنیا، اتیوپیا او صومالیا هیوادونه د ترټولو سختو ستونزو او ناوړه حالاتو سره مخ دي . په دغه هیوادونو کي زیات شمېر کوچیان اوسيږي، چي په کورني ژوی ګذاره کوي .
د شپږو میاشتو راهیسي هیڅ او یا ډېـــــــــــــــر کم باران اورېدلئ دئ .
د ملګرو ملتونو د نړیوال غذايي موادو د پروګرام له مخي تر لس میلیونه زیات کسان بېړنۍ مرستي ته ضرورت لري . دغه راز تر دوو میلیونو زیات ماشومان د بدخوراکۍ له امله ډېر کمزوره سوي دي .

– د کورډېډ نومي مرستندویه ټولني کارکوونکي “تون هافرکورت ” وايي :
“حالات بې اندازې زیات خراب دي .
د نوامبر او مې په میاشتو کي به باران کېدﺉ، باراني موسم یې بللائ سو، خو سږ کال یو څاڅکی باران هم نه دئ اورېدلئ .”

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ اخطار ورکړ .
– د مهاجرینو د سازمان (UNHCR) مشر”انټونیو ګوټیریس” د سیمي څخه تر کتني وروسته وویل :
“د افریقا ښکر د نړۍ د ترټولو بدترین بشري ناورین سره مخ دئ .”

د وچکالۍ له امله په لسګونو زره کسه بې ځایه سوي دي، په ځانګړې توګه صومالیایانو د وحشتناکو حالاتو له امله خپل هیواد پرې ايښئ او کډوال سوي دي . زیاتره کسان کېنيا ته ځي او هلته په “دادآب” نومي سیمه کي مېشت کيږي، چي د نړۍ د ترټولو غټ د مهاجرو کمپ بلل کیږي . د دغه سیمي په درو بېلابیلو ځایونو کي تقریباً ۴۰۰۰۰۰ تنه شپې سبا کوي، حال دا چي د ۱۰۰۰۰۰ کسانو ظرفیت لري . د SHO نومي یوځای کارکوونکي مرستندویه ټولنو په هالنډ کي د ۵۵۵ په نوم بانکي اکاونټ پرانیستلئ، ترڅو هالنډیان د بشري ناورین کي راښکېلو کسانو سره د مرستي لپاره پیسې جمع کړي .

د “کورډېډ” مرستندویه ټولني کارکوونکي او د SHO رئیس” تون هافرکورت ” د موجودو ناوړو ستونزو سره – سره د اوس څخه وروسته کېدونکي کومکونه ناوخته نه بولي .
– نوموړی زیاتوي  :
” د اصرار کوونکي وچکالۍ له امله ستونزي اوس رامنځته کیږي . کــــــــــه څـــــــــه هم په هالنډ کي د رخصتۍ  (د اوړي رخصتي – ژباړن) وخت دئ ، خو بیا هم د مرستي لپاره کافي کسان سته . ”

هالنډ د افریقا ښکر ته د مرستي په موخه پنځه ملیونه اضافه ورکوي .

– تېر ماښام په “EenVandaag” نومي ټلوېزیوني پروګرام کي د هالنډ د بهرنیو چارو د وزارت سکرټر “بین کناپن” وویل :
“زه امید لرم، چي د حالاتو نندار چیان د هماغو غریبانو سره په مرسته کي خپل سخاوت وښيي .”
همداراز به د مــــــرســتـــي په نیت ټولي سوي پیسې د هالنډ پر مخکنیو څه نا څه ۱۰ ملیونو یورو اضافه کړل سي .

په اتیوپیا او کېنيا کي د کارکوونکي “هافرکورت” په وینا د SHO لخوا ټولي سوي پیسې د بېړنۍ مرستي لپاره دي او د دې ترڅنګ به د وچکالۍ سره د کوچیانو د مخامخ کېدو په لارو چارو پوري اړوندو زده کړو هم مصرف سي .  

– نوموړی زیاتوي چي  :
“د اقلیم د بدلون له کبله د افریقا په ښکر کي تر عادي وختونو وچکالي اوږد مهاله او تکراري ده . نفوس او اړوند ژوی یې ډیریږي، چي په نتیجه کي پر سیمه او اوبو منفي اغېز کوي او منفي اغېز د اوسېدونکو لپاره د وچکالۍ په وختو کي ژوند ستونزمن کوي . په وچکالي کي د یو شپون د ژغورني لپاره د ځینو نورو کړنو ترڅنګ دا مهمه ده، چي وختي ژوی وپلوري او که باران وي، نو اوبه په صحیح توګه استعمال کړي .”

ذکر سوي خبري اوسمهال مهاجرو ته ګټه نه کوي، د هغوی حالت  ډېر خراب او احساس پاروونکی دئ . برتانوی بي بي سي د ۳۳ – کلني “ویهیلیی عثمان حاجي” په اړه راپور ورکوي، چي درې اوونۍ مخکي یې د خپلو څلورو ماشومانو سره صومالیا پرېښوده . همداراز ویل کيږي، چي د دې د پنځم ماشوم د امېندوارۍ مهمي وختي وې، د لیشا په نوم زوی یې څو ورځي مخکي د یوې اقاقیا (عربي : سنج) تر وني لاندي وزېږېد.
– کله چي “ویهیليی” د کېنیا  لیبوای نومي سیمي ته ورسېده، نو یې وویل :
“د هغه وخت راهیسي مي د اوبو څکه نه ده کړې .”


د صومالیا یوه بله مېرمن پر سړک د خپل ناروغ ماشوم پرېښودو ته مجبوره سوه، ځکه هغه ډېــــــــــــــــــــر کمزوره وو او په کېنیا کي یې د مهاجرو تر کمپ پوری ځان نه سوای رسولای .
– مور یې په اړه وايي :
“د سترګو کاته مي یې تراوسه پر زړه پاته دي .”
 
د الشباب په نوم  صومالیايي ترهګري ډلي مرستندویه ټولني د کومک کولو څخه منع کړي دي، چي له امله یې صومالیا د لا زیاتو ستونزو سره مخ ده  .
ویل کيږي، چي په دغه سیمه کي تېره اوونۍ مرسته کوونکو ته د خپلي وظیفې اجــــــــــــــــــازه ورکول سوه .
– “هافرکورت” یې په اړه وايي :
“ډېــــــــر ناوخته یې خپلي وظیفې ته پرېښودل.”

همدارنګه محمد عبدي هم د خپلي مېرمنی او ماشومانو سره کېنیا ته مهاجر سوئ دئ .
– محمد عبدي د خپلو حالاتو په اړه داسي وايي :
“ټروریسټانو ونیولو، ویل یې چي پخپل هیواد کي مو مرګ ښه دئ، نه د بل په هغې کي .
خو د وچکالۍ دلاسه مو حیوانان مړه سول، هيڅ د خوړلو شی مو نه درلود، نو مو باید حرکت راکړئ وای .
زړه مي چوي، چي خپل کوچنیان په تکلیف ووینم، خو څـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه وکـــــــــــــړم؟”






 

ســرچـــیــــنــه : AD (الخمېنه دخ بلد) هالنډۍ ورځپاڼه – ۲۰۱۱ز کال، د جولای ۱۳مه
سرلیک : Watertekort mergelt de Hoorn van Afrika uit
لــــــــــــیـــک : خېربن فن هیت هوف
ژبــــــــــــــــاړه : مختاراحمد احسان
د ژباړلو نېټه :  ۲۰۱۱ز کال د جولای ۱۳مه، چهارشنبه