کور / سياسي / د غرونو په زړه کښې

د غرونو په زړه کښې

جهاد د اسلامی امت د بقا او پایښت څرګندونه کوی،د تاریخ هغه پاڼې چې د اسلامي امت د لوړتیا په ښکلا ګړېږي د همدغه ولس د جهاد او هڅو څرګندونه کوي او کله چې امت د هڅو هنداره ماته شوې د جهاد سنګر سوړ شوی هلته همدغه لوی امت تر پښو لاندې کړل شویدی ،د همدغه امت کورونه مسجدونه د دوی په وینو رنګول شویدی،د دغه ستر امت د خویندو پړوني څيرې شوی دي ،هو چیرته چې د جهاد کلمه له ‌‌ذهن وتلې وي.
هغه امت چې هر ماشوم به یی د تورې وهلو تمرین کولو او چې میندو د خپلو زامنو لپاره یوه هیله درلوده چې کله د غازیانو نومونه اخستل کېږي نو د دوی سترګې باید د نورو میندو په وړاندې ټيټې نه وي.
هو داسی امت نه ماتېدونکی وو ،داسی روزنه او داسی تلوسه نه پیداکېدونکې وه مګر نن د همدغه امت تلوسه ویده شوې د تورې لاسونه د رباب په خوخولو لګیا دي او زلمیان مو د پردیو فلمونو په تقلید کښې تر هر چا یو ګام وړاندې دي.
تلویزوني شبکې نن خورا ازادانه نشرات لری کوم چې د عفت تر پښو لاندې کولو لپاره لاس په کار دی تاسی د مثال په ډول په کابل کښې د ځنو تلویزونو خپرونې وګوری کومې چې د سندرغاړو د تولید دنده به غاړه لری په حیرت کښې به پاتې شی چې دا څرخېدونکي ځوانان او پيغلې افغانان دی که هندوان؟؟
د ټولنې جهل تر دې کچې لوړتللی مګر مونږ له بلې بدمرغۍ سره هم مخ یو هغه د دغه امت په زړه کښې د راپورته شوو حرکتونو نفاق او د هغوی خودخواهی او په کښې د موجودو جاوسوسو شبکو موجودیت دی.
په دغه حرکتونو او ډلو ټپلو په ټولیزه توګه اعتراض نه لرم خو په دې شرط چې د پردیو په لاس یی د بنسټ ډبره نه وی اېښودل شوي صفونه یی له منافقینو نه وي ډک ،د اسلامي مبارزې او سپېڅلي جهاد په تعریف پوه خلک په کښې راټول وي ،قیادت د داسی چا په لاس کښې وي چې د بصیرت خاوند وي او د قران په وینا د یوه امیر ځانګړنې چې علم پوهه او جسماني قوت به لري او د امت په دردونکو حالاتو باندې د اګاهی توان ولری.
خو له بده مرغه زمونږ په دغه حساسو مورچلونو کښې ناست ځنې قایدین دغه وړتیاوې یا نه لری او یا هم په مستبده توګه ټاکل شوي د انتخاب حق له ملت څخه اخستل شوی او ګڼ شمیر القابو په سیوري نا اهل بې علمه اشخاص د امت د رهبری سنګر ته ختلی له زیاتو سره د قدرت تلوسه هغومره مخکې ده چې خپل مجاهد ورور په خپل څنګ کښې نه شی منلی دا کومه د تعجب وړ خبره نده له هغو مجاهدو ورونو سره چې د سنګر لیوالتیا ورسره وه ،زړونو یی غوښتل چې اشغالګرانو سره وجنګېږی خو ارام ناست وو له هغوی څخه مې وپوښتل چې تاسی د جهاد تلوسه لری تاسی خو د ښو عقیدو خاوندان یی تاسی ولې کرار ناست یی ؟؟د دغو ورونو ځواب خورا دردونکی وو هغوی ما ته وویل:چې ځنې ډلې که زمونږ له قیام زمونږ له جهاد څخه خبرې شی هغه دم به تر هر چا وړاندې زمونږ د وژلو او زمونږ په خلاف د جهاد پرېکړه کوي نو ځکه مونږ غوره بللی چې نه زمونږ لاسونه د دوی په وینو سره شی او نه هم د دوی تږي ارادې زمونږ به وینو خړوبې شی هغه شیبه په یوه ژور سوچ کښې تللی وم هو رښتیا وه هغوی سنګر ته نه شوی تللی له صلیبی اشغالګرانو سره نه شوی جنګیدلی ځکه یوې بل ګروف هغوی ته دا حق نه ورکولو د دوی مخه یی نیوله او د دوی د وژلو او تهدید لپاره لاس په کار وو .
اوس تاسی تصور وکړی یوه ډله د اسلام تر سرلیک لاندې د مجاهد تر نامه لاندې خپل یوه بل مجاهد ورور د وژلو د هغه د تر پښو لاندې کولو لپاره راپورته کېږي دغسی حرکتونه په لومړي قدم کښې له یوه روغ اسلامي قیادت څخه محروم دی په دوهم قدم کښې د دوی صفونه له منافقینو او شر خوښونکو څخه ډک دي دریم دوی د تعصب په ناروغی اخته دی،د دوی مفکوره له ځانه اخوا د بل مسلمان منلو ته هیڅ نده اماده شوې.
یوه بل ټکي ته چې په خاصه توګه زه ورته اشاره کول غواړم هغه د جهاد د مقدسی کلمې پر تعریف نه پوهیدل دي .
امت په داسی یوه جنګ کښې راګیر ده چې د صلیبي وحشی پوځونو تخنیکي او جاوسوسو شبکو سره مقابله کول تر احساساتو ډېر له تدبیر څخه کار اخستل ضروری ګڼل کېږي هسی نه چې په خپلو کړنو د همدغه مظلوم امت نفرت راولاړ کړو مګر له بده مرغه داسې عملیات د اسلامي حرکتونو تر نامه لاندې تر سره شول او یا هم تر سره کېږي چې د امت په زړه کښې یی د نفرت یوه څپه راپورت کړه خو دا بیا د همغو ډلو کار وو چې سالم رهبریت یی نه درلود چې تاسیس یی پردیو کړی وو چې جاوسوسان یی تر مجاهدینو ډېر وو.
نړیوال طاغوتي طاقتونه همداسی کړنې غواړي چې د اسلام او مسلمان تر نامه لاندې تر ټولو بد اعمال تر سره شی او همداسی یی هم وکړل د استشهادي بریدونو نتیجه په ځانمرګو بریدونو بدله شوه ځکه د عامو بې وزله خلکو په لویه کچه وژنه یی له خانه سره درلوده.
په ځنو ځایونو کښې دا بریدونو داسی ډېر شول لکه د لاسی بمونو او یا هم د بوتلونو کارول حتی عام وګړی پر سړکونو لارو او ښارونو کښې هره شیبه د یوه ځانمرګي د راتلو څخه په ویره کښې وو،هسی نه چې نن کوم یو بیا راوتلی وي او زمونږ په وینو خپله تنده ماته کړي.
دې ډلو هم د امت سره او هم د جهاد د مقدسی کلمې سره نه منل کېدونکي خیانتونه وکړل دوی له ښوونکي انجینر ډاکتر ناروغ څخه نیولی تر بې وزله کارکوونکو پورې ډېر ووژل ،عام المنفعه تاسیسات یی وران کړل او جهاد یی په دې ډول خلکو ته تعریف کړ ،د انسانانو د غوږونو او پوزو پرې کول کوم چې مونږ ته په سلهاوو کلونه وړاندې د ځنو تیاره مدنیتونو کړنې راښیی نن ورځ ځنو د اسلامي حرکتو تر نامه لاندې همدغه اعمال تر سره کړل.
په داسې حالاتو کښې د امت لپاره به ډېره سخته وي چې د ښه او بد تر منځ توپیر وکړی خودا چې د دغه حرکتونود لومړي راڅرګندیدلو او د هغوی د لومړنیو اهدافو څخه اود کومو طاغوتي قوتونو له لوري د مرستې اخستلو څخه پرده پورته کړو دا به غوره پایلې ولري خو په دې ډول چې هغوی ته د ګته نیولو طریقه مو ډېره ارامه وي تر څو د بې ځایه حساسیتونو د راپارولو سبب ونه ګرځي.
په دې هیله چې اسلامي امت له منافقینو او د صلیبیانو له مزدورو ډلو وژغورل شی او د اسلام رپانده شین بیرغ ورپېږي.
په درنښت
شاهد شفق وردګ