کور / کیسه / جاسوس

جاسوس

وربوز وهلو وسلوالو د سړې لاسونه شاته وروتړل او د باغ په طرف يې په ديكو روان كړ،سړي ورته منت زارۍ كولي،ژړل يې، خو وسلوالو له دواړو مټو نيولى په ځان پسي كشولو،


سړي ته يې په څادر سترګې ورتړلې وي او په تګ كې به يې كله كله جټكه وخوړه،


باغ ډېر لرې نه و،او اوس ورته دوى نېږدې كېدونكې ول، وسلوال كسان همداسې چوپه خوله روان و چې يوازې د وسلو كړپه او د بندې زارۍ اورېدل كېدې،


ښه شېبه پس دوى باغ ته رسيدلې و،باغ په رنګارنګ ونو پوښلی و او له ونو لاندې سيورې غوړيدلى و په منځ كې يې د رڼو اوبو كوچنۍ وياله بهيده،مرغانو شور ماشور جوړ كړى و،او په ښايسته نغمو يې باغ ته لا رنګينې وربښله،


قومندان ته وخت مالوم و، خو بيا يې هم د خپل عادت له مخې ساعت ته وروكتل،
ساعت د غرمې دوولس بجې ښودلى،فكر يې وكړ چې ناوخته كيږې او له دې سره يې خوله وخوزيده:


– زر كوئ كار يې ورخلاص كری


په لږه شېبه كې چړې راوويستل شوي او وکړنګيدې بندې چيغه كړه


-د خداى لپاره مسلمان يم، په خداى كه ما به هیڅ كړې وي


-چوپ شه د كافر بچيه!


هغه تيره مياشت د خوړ غاړې سره زمونږ ملګرې ستا په جاسوسى شهيدان شول،


-د خداى روى مې دروړې ما دې قران ووهې كه ما به جاسوسې كړې وي


-نور مي مازغه )ماغزه( مه خوره اوس به د خوښ شم


-ما د خداى او قران ووهې كه تر اوسه به مې له كافر سره خبري هم شوې وي


-غلى شه! چا كې چې ګناه وي، هغه ډېر قسمونه كوي


– واړه بچي مې دي په هغو ورحميږئ


د قومندان تندی تريو شو، د بندي په څنګ كې ولاړو وسلوالو ته ېي اشاره وکړه،هغوی د سترګو په رپ كې بندي څملوه،څو کسانو ېې
پښې ور وتړلې او لكه پسه حلالولو ته ېي برابر کړ،
بندې همداسې زارۍ كولې او ژړل يې، خو قومندان يې چاړه ستونې ته ور برابره كړه،په مرۍ ېې د چړې په راتېريدو سره كريغه وكړه،او له دې سره وينو داري وكړې،


د سړې په چيغه له باغه مرغۍ والوتې او خاموشى واكمنه شوه، تر لږ ځنډ وروسته د سړي سر له وجوده جدا شوى و،قومندان ستړی شوی وو او اوږده اوږده ساه ېې اخیسته،پرې شوی سر ېې په دواړو لاسو کې له جګولو وروسته دده په ټټر وركيښود،


ويالې ته د وينو نرۍ لېكې ور روانې وې او اوبه يې سور رنګه كولې،قومندان تر لږې دمې وروسته لاسونه په وياله كې ومينځل، لا ېي دسمال له جيبه نه و راخيستۍ چې په موبايل ېي زنګ راغى، په بيړه يې په جيب لاس ننويست او هلو غږ ېې له خولې پورته شو،
مشر ورور ېې و ،
تر لږې شيبې خبرو وروسته يې وويل: دا يو مې ور وليږه د نورو وار هم را روان دى،


– بيغمه شه لاله ټول تربوران به درته ختموم او له دې سره يې تيليفون قطع کړ


د بندې په طرف يې بد بد ور وكتل او ويې ويل


د سوډر بچيه زمونږ پلار باندې مو ډېرې سختى تېرې كړي اوس مو وار دى همداسې به مو ختموم،هم به مو دنیا ته
شرموم او هم به غچ اخلم.


۲۰۱۱-۰۷-۰۹