کور / هراړخیز / کرزی د کوټي په تشنابي مورچه کي

کرزی د کوټي په تشنابي مورچه کي

ليکونکی: محمد حنيف (د بي بي سي اردو وېبپاڼه)
ژباړونکی: احمدولي اڅکزي


 ټليفون کوؤنکي (د بي بي سي ژورنالست) د مزي پورته کوؤنکي څخه وپوښتل: « ايا د حامد کرزي صاحب سره خبري کولای سم؟»


آ، « ورور خو مي اوس په تشناب کي دی. تاسو د بي بي سي څخه خبري کوی؟»
«هو!»


«  تاسو زما سره خبري وکړئ، زه يې ورور احمدولي کرزی يم. »


« ډېره مننه، زه به يو څه وخت وروسته درته ټليفون وکړم.»


«څنگه چي ستاسو خوښه وي.»


د 2001 مېلادي کال د سپټمبر وروسته پر افغانستان د يرغل چمتو والی نيول کېدی چي د يو شمېر پخواني او متقاعد مجايدينو تر څنگ د يو څو نامشهورو قومونو د ناپېژندل سوؤ مشرانو نومونو د خبرونو په سرټکو کي ځای پيدا کړی. دغو کسانو خپل ځانونه د افغانستان رهبران معرفي کول.


څو ورځي تر مخه لا د يوه پخواني جهادي قومندان په کور کي ټوله رسنۍ جمع سوي وې. عبدالحق د دبئ د متقاعدۍ د ژوند څخه را ايستل سوی ؤ او د امريکا د جاسوسو ادارو لخوا ورته د افغانستان د ژغورنې دنده سپارل سوې وه. کله چي نوموړی د خپلو ملگرو او هغه بکس سره و افغانستان ته ور داخل سو چي پکښي سېټلائټ ټليفون او د ډالرو بستې وې نو طالبانو هغه په ناڅاپه توگه ونيوی او وې وژی.


همدا ؤ چي لوېديځه رسنۍ چي تر هغه وخته يې لا د طالبانو د نوم د سم ادا او تلفظ کونې تمرينونه کول، ورته د طالبانو د بربريت ښکاره کولو لپاره يوه نوې موضوع په لاس ورغلله. هغه پداسي حال کي چي يوه متقاعد کس ته د ډالرو ډک بکس په لاس ورکول او هغه د ظالمو طالبانو و هيواد ته لېږل په ځان کي يو بربريت ؤ.


کله چي پر افغانستان يرغل پېل سو نو د يوه بل نجات دهنده او ژغورونکي نوم واخیستل سو. دغه کس داسي معرفي کړل سو: په کوټه کي اوسېږي، نامتو قبيلوي مشر دی، معروفه قومندان دی. خو د نوموړي دغه پېژندگلوي يوازي د پاکستاني او امريکايي استخباراتي ادارو پوري محدوده ؤ.


د نورو ژورنالستانو په توگه موږ هم د تليفون شمېرې دايري کړې. بيا مو دائر کړې چي په ترځ کي يې د يوه سېټلائټ ټليفون شمېره راکړل سوله. پدې وار پخپله مشر ورور حامد کرزي راسره د ټليفون پر ليکه سو او راته وې فرمايل چي هغه اوس په کندهار کي دی او د يوه نامعلوم غره څخه راسره خبري کوي. هغه وويل « موږ به افغانستان د طالبانو د منگولو څخه آزاد کړو……» وغيره وغيره


ټليفون کوؤنکی (ژورنالست) حیران پاته سو چي دغه قدرمن (حامد کرزی) څنگه پدې وتوانېدی چي د کوټي د توشناب څخه د شلو دقيقو په اوږدو کي د کندهار و غرونو ته ځان ورسوي.


د احمدولي کرزي دغه کيسه زما هغه وخت را پياد سوه کله چي مي په امريکايي اخبارونو کي د هغه د مړيني تعزيتي پېغامونه لوستل.


د هغه امريکايي مينه والو په يوه جمله کي هغه ته د مخدره توکو د قاچاق وړونکي، سخت سري او جنگي سردار او د امريکا د ريښتني ملگري خطاب کړی ؤ. د دوی په وينا د هغه د وژنې وروسته اوس د افغانستان په جنوب کي يوه ستره تشه رامنځ ته سوېده.


يوه ژورنالست په شاعرانه مبالغه سره وويل چي امريکايانو به د احمدولي کرزي سره د لاس د ستړي مه سې وروسته خامخا خپل لاسونه مينځل. نه پوهېږم چي پدغه جمله سره د امریکايانو پاکي خوښېدنه څنگه ثابتېدلای سي. نه يم خبر چي د احمدولي کرزي سره د غاړي د ستړې مه سي وروسته به يې څه کول.


دا هم ممکنه ده چي خدای بخښلي احمدولي کرزي به هم د امريکايانو سره د ستړې مسي وروسته اودس تازه کا وه. خو د دواړو اړخونو لخوا په دوامداره توگه د خپلو لاسونو د مينځلو پدغه کيسه کي بشپړه هيواد غرقېدو ته نژدې سوی دی.



رښتيا خبره خو دا ده چي هغه ژورنالست چي د احمدولي کرزي  مشر ورور حامد کرزي سره  يې پر ټليفون خبري کولې پدې نه ؤ خبر چي هغه (حامد کرزي) د کوټي د يوه توشناب څخه د کندهار د جگړې مورچه نيولې وه. خو پدې ټوله نړۍ خبره ده چي دوې مياشتي وروسته يعني د 2001 مېلادي کال په دسا مبر مياشته کي چي کله د حامد کرزي تاج پوشي کېدله نو هغه د امريکايي پوځيانو په حفاظت کي ؤ او تر ننه پوري د هغوی په حفاظت کي دی.


هيله ده چي اوس چي کله حامد کرزی توشناب ته ځي نو امريکايان به دباندي ورته پيره داري کوي ولي چي د خپل خانداني ساتونکو څخه يې اعتبار ايسته سوی دی.