د امنيتي مسئوليتونو د انتقال پروسه پيل سوه

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 17th, 2011


افغان چارواکي وايي نن عملاً له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواک ته د مسئوليت د انتقال پروسه پيل سوه.
چارواکي وايي باميان لومړنى ولايت دئ چي نن پکښي له نيوزلنډي ځواکونو څخه افغان ځواکونو مسئوليت ترلاسه کړ.
باميان، پنجشير، کابل، هرات او د لښکرګاه ښار هغه سيمي دي چي په نيژدې ورځو کي به يو په بل پسې دغه پروسه پکښي عملي سي.
د باميان ولايت د افغانستان يو له تر ټولو آرامو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چي د طالبانو فعاليتونو پر نست پکښي حساب دي.

Copyright Larawbar 2007-2024