کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې غړى هاشم وطنوال هم وژل سوى دئ

د ولسي جرګې غړى هاشم وطنوال هم وژل سوى دئ

د کابل امنيتي چارواکو تائېد کړه چي د روزګان له پخواني والي سره د ولسي جرګې استازى هاشم وطنوال هم وژل سوى دئ.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي ويلي چي په چاودونکو موادو سمبالو وسله والو نن ماښام پراته بجې په څلورمه کارته کي د جان محمدخان پر کور حمله وکړه، تر اوږده جنګ وروسته يې جان محمدخان، هاشم وطنوال او څو ساتونکي وژلي دي.
د وياند په وينا د نوموړي کور د پوليسو له خوا کلابند دئ، خو داسي ښکاري چي لا وسله وال اوس هم مقاومت کوي.
جان محمدخان د روزګان پخوانى والي، د کرزي سلاکار او قومي مشر وو او هاشم وطنوال د ولسي جرګې په دواړو دورو کي د روزګان وکيل پاته سوى وو، دوى داوړه د ولسمشر حامد کرزي ټينګ ملاتړي بلل کېده.
تر دې شپږ ورځي دمخه په کندهار کي د ولسمشر کرزي ورور او د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزى د هغه د ساتونکي له خوا وژل سوى وو.