کور / تازه خبرونه / وردګ: بهرنيو ځواکونو يوه ډاکټره او درې نور کسان ووژل

وردګ: بهرنيو ځواکونو يوه ډاکټره او درې نور کسان ووژل

بهرنيو ځواکونو په وردګو کې د يوې ډاکټرې په ګډون درې ملکي کسان ووژل.
بهرنيو ځواکونو تېره ورځ په وردګو کې درې ملکي کسان ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل. په وژل شويو کې يوه يې د وردګو ولايت اوسېدونکې او د غزني په روغتون کې ډاکټره عاقله حکمت، د هغې زوى او يوه لېورزۍ شامل دي.
له سيمې څخه يوه عيني شاهد د آغلې د کورنۍ غړو ته وويل چې تېره ورځ ماسپښين مهال د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ اړوند د شنيز درې په زرني سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر بمي چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې له دې چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو د کابل کندهار پر لويه لار تلونکي موټر ودرل او د غچ اخيستو په موخه يې هرې خوا ډزې پيل کړې، چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ درې تنه ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.
ډاکټره عاقله حکمت د غزني ملکي روغتون ډاکټره او پس له وخته د غزني په ښار کې کتنځی لري، چې د شپې او ورځې یې مریضان کتل او په دې توګه یې د وطن خدمت کولو. آغلې ډاکټر تر دې مخکې هم د هلمند او وردګو په ولایتونو کې خپلې دنده ترسره کړې. نوموړی د کابل د رابعه بلخي له لیسې څخه په لوړه درجه فارغ شوه او د کانکور د آزموینې وروسته یې د کابل طبي پوهنتون په کدري نمرو پای ته ورسولو. دا چې د خلکو سره یې مینه درلوده نو د خلکو سره یې مامخ دندې ته ترجیح ورکړه او خپله مقدسه دنده یې تر فراغت وروسته پیل کړه.