کور / طنز / غلبیل کوزې ته ویل سوری

غلبیل کوزې ته ویل سوری

طنز
عجیبه زمانه ده . رښتیاخبره خوبیخي څوک نه کوي ، حق وحق دارته هیڅ نه رسیږي. یوشمیرخلک چې ځانونه سیاسي شنونکي اوکارپوهان بولي ، کری ورځ پرهغه اودي مشر نیوکې کوی . زه نه پوهیږم چې بل کارنه لري اوکه کومه موخه لری ؟ 
ډیري ورځي یې داموضوع رااخیستې ده چې ولې ولسمشرحامدکرزي پاکستان ته څه نه وایې اوخپل فوځ ته امرنه کوي چې دپاکستان دبریدونومخه دافغانستان پرځینوسیموپه ځانګړې ډول دکنړپربې وزلوخلکوونیسي . زماپه اندددغوپه اصطلاح کارپوهانودسرماغزه کارنه کوي او زموږدهیواداصیل دودونه یې هیردي . داځکه چې څوک دچانمک وخوري ترمرګ ترساعته بایدهغه چاته ددرناوی سرټیټ کړي .
راشه چې رښتیاسره ووایو:
اوسني مشران برهان الدین رباني ، عبدالرسول سیاف ، حامدکرزي ، ګیلاني صاحب اونور ډیردچاپردسترخوان لویان شول ؟ چاورته درهبرانومقام وبخښي ؟ که داومنوچې دغه زموږزړه سواندی ګاونډی پاکستان و، نوحق ته موتن ورکړی دي . بله مهمه لاداده چې دشورویانود اشغال په وخت کې یوشمیرقومي مشرانودپخواپه څیرملي پاڅون چې په ولس پوري اړه ولری ، رامنځته کاوه . ولې ددغه پاکستان یې کورودان ځکه هغه دملې پاڅون په نامه مشران یې ورته وځپل . اوزموږدغومهربانومشرانوته یې موقع ورکړل چې دشوروي پرضدجهادوکړي . زموږمشرانوهم دعقل څخه کارواخیست . یوشمیرکسان چې دملي اوولسي پاڅون ډنډوري یې خپري کړي وي ، په خپل سزاورسول . ځکه ملي پاڅون یې بیاڅه شي وه . زموږګاونډي پاکستان ددغومشرانوسره ډیره مرسته وکړه ، ځکه دجهاددلګښت دپوره کولولاري یې ورته وښودلي . یوه مهمه منبع یې لاسته ورکړه ، هغه دنشه ای توکودبازارتودول ول . رښتیاڅومره اړینه وه اودجهاد د پرمختګ سره یې ډیره مرسته وکړه . په دي چاره کې مهمه ګټه داوه چې په هیروینواخته کسان په ډیره اسانۍ سره دجګړې ډګرته تلای شی . چې ددی چارې ګټې تر اوسه زموږهیوادته رسیږي ځکه همدغه اخته کسان دي چې دپردیوسره دجګړې په ډګرونوکې په ځانمرکې واسکټونوځانونه الوزوي . داکسان دکومه کیدل ځکه هوښیاران خوداکارنه کوي . ترټولولوي خدمت یې داوکړ، چې زموږداوسني مشرانوسترګې خودومره په سیاست کې خلاصي نه وی . دوی دنړۍ دڅارګرواداروسره معرفي کړل . دبلیلګې په توګه رباني صاحب اودپنجشیرزمری احمدشاه مسعود دومره په سیاست کې پوخ شوچې دپاکستان ، عربي ، امریکایې اوپه عینې وخت کې دشورویانودڅارګرواداروسره اړیکې جوړي کړي . رباني صاحب برسیره پردغوټولود ایران دڅارګرې ادارې سره هم ښې اړیکې درلودي . دغه هر مشریې د عظمت اوجلال خاوندان کړل . پاکستان خوپه دي چاره کې څه شخصي ګټه نه درلوده ځکه همدغه په سیاست پوه مشران دپاکستان دولس لپاره خوپه چوپړکې نه دي . ټوله تجربې یې چې په پاکستان اویادنوروڅارګرواداروڅخه دپاکستان په مرسته لاسته راوړی دي ، دافغان ولس دارامتیالپاره ګټه ورنه اخلي . که سره ددغوټولومرستوبیاهم زموږمشران دیوڅو سپیروافغانانو پروژنه خوابدي کیږي اواسلحې ته لاس اچوي نوبه یې دافغانانواصیل کلتورهیر کړي وي . 
څوورځي مخکي په کنړ ، جلال اباداونوروسیموکې خلکولاریونونه وکړل . ناري یې وهلي که حکومت داکارنه کوي موږبه ملي پاڅون وکړو. 
زموږدمشرانوغم دي نه وي دغه ملي ، ولسي اونوري بې موډه اصطلاحوي یې داسې دریښي څخه دمنځه وړي دي چې  بیابه دافغانستان په تاریخ کې څوک داکارونه کړای شي . تاسوبه ووایاست چې دافغانانودکلونویاغي توب چې په ملي اوولسي پاڅون به نازیدل ، څنګه یې زموږ هیوادددغه شره څخه خلاص کړي ؟
زموږپخواني کیڼ اړخومشرانودشورویانوپه مرسته ژبنې ـ توکمیزوتوپیرونه دومره ژورکړل چې پښتون ، تاجک ، ازبک ، هزاره اونورتوکمونه دیوبل وینه مځکي ته نه پریږدي . هلته ښه پلمه داول چې دنړی کارګرانوسره یوشي . ولې زموږاوسني مشرانوډیرخدمت وکړځکه هم یې پخوانې توپیرونه ښه ژورکړل اونوي شعاریې وزیږاوه ، دنړۍ بنسټپالوسره یوشي . ددي دو نړیوالوشعارونوڅخه دافغانستان په څیرهیڅ هیوادګټه پورته کړي نه ده. زموږدهیوادګټه څه وه؟
ـ دتوکمونواوبیلوژبوترمینځ دسولې اوورورولي راوستنه چې یوبیځایه اواضافي کارو، ناممکنه شو. ځکه رباني صاحب به دخپل واک په وخت کي ویل چي ټوله هغه کسان چې دروازي ته «ور» وایې ، داخلک به ورک کړم . دا پرځای خبره وه ، ځکه سل ژبې دخلکواوپه ځانګړې ډول دنوی نسل لپاره دزده کړی ستونزې زیاتوي نوښه داده چې ټوله په پاړسووګړیږي . 
ـ ملي ، ولسي اویانوروطني پاڅونونه چې د (۲۱) مي پیړي دبنسټونوسره لوی واټن لري په سټه کې دمنځه یووړه چې په دی چاره کې زموږاوسني مشرانویانې مذهبي ګوندونوډیرچوپړ وکړ. ځکه ګلبدین حکمت یاربه ویل چې زه اول مسلمان یم وروسته افغان یاپښتون یم څومره پرځای خبره ده . دایې هم ویل چې زه واک نه غواړم . کله چې دکابل دښارزاړه اودکاره لویدلي ودانۍ ونړوم اوبې کاره څه وګړي چې دخواري ژوندلري ، ډوډۍ اودژوند نعمتونه نه ورته رسی ، جنت ته ولیږم نوبیاځم په نوروهیوادونوکې غزاکوم ترڅوشهیدشم . بدبختانه تر اوسه دحکمتیارصاحب دشهادت مرتبه په نصیب شوی نه ده . ولي حکمتیارصاحب پرنورو خوشبختو افغانانودغه لورینه تراوسه په پوره اسلامي اخلاص لري .
ـ رباني صاحب ، مارشال صاحب ، احمدشاه مسعود ، سیاف صاحب ، دوستم صاحب اونورومشرانودخپل واک په وخت کې نوري ډیرې کارنامې لري چې تاریخ اوافغان ولس یې بایدهیري نه کړي :
هرپخواني حکومت هڅه کول چې دښځوازادی رامنځته کړي اوزموږدهیوادځوانانوته دلویدیزو هیوادونوپه څیردنجونواوښځوسره دنژدیوالي شرایط برابرکړي . دوي ددي لپاره چې ځوانان وهڅوي چې دهیوادددفاع په خاطرداسلحې استعمال زده کړي اوهم دکارسره عادت پیداکړي چې داینده لپاره څه سرمایه ولري . نوپه عمل کې وښودل چې دتوپک زورپیداکړي اوڅه سرمایه دی دی خوااوها خواته پیداکړي . دهرچاښځه اولورموچې لاسته درغله خپله میله ورسره جوړوي . ویش بیاچارایستلي دي . پخواځیني ناخبرومجاهدینوویل چې په کمونیزم کې هرڅه شریک دی . ولي موږوپوهیدلوچې دشوروي کمونسټانودخپلي ایډیالوژی سره سترخیانت کړی وه ځکه عمل اوتیوری یې سره برابره نه وه . دغومشرانوواقعي کمونیزم رامنځته کړ، د خلکو مالونه ، ښځې اوهرڅه دهغه چاول چې دهیوادڅخه یې دفاع کړی ول اوغزاوی یې کړی وي .
که ددی مشرانوخدمتونه وشمیرم کتابونه په ډک کیږي . ولې غواړم په اوسني وخت کې د مشرانورول ته اشاره وکړم . اول خوبایدووایم چې نمک حرامي بایدونه کړي . کلونه یې دپاکستان پرسترخوان خواړه خوړلي دي . دڅوافغانانوپه وژلوبایدخپل تعهداوکلتورته بې وفا نه شي .
بلې نوې نندارې ته پاملرنه وکړئ :
تیره ورځ په ولسي جرګې کې یوې ښځینه استازې پرمارشال صاحب فهیم باندي نیوکه وکړه . چې ولي مارشال صاحب چې په نړۍ کې فکرنه کوم چې بل مارشال په ژوندواویااوس په دنده کې وي ، شتون ولري . ولې بیاهم پردغومره یوی لوی شخصیت یې نیوکه وکړه اوویې ویل: ولې مارشال صاحب چې دولسمشر مرستیال هم دی دپاکستان دبریدونوپه هکله دخپلې فوځې پوهې څخه په ګټه اخیستنه څه تدابیرنه نیسې ؟ داخورپه هغه چرت کې ده چې په نړۍ کې یوفوځي هغه وخت دغه درجې ته رسیږي چې دهیواددساتني اواستقلال په خاطرپه جګړوکې مهارت اوشجاعت وښیي . ددي خورخبره به پرځای ده ولې دهرمارشال تخصص یوشانتي نه وي .
دمعلوماتوله مخې زموږدهوادمشراوهم ویاړلی مارشال فهیم په لاندي مسلکونوکې پوه او تخصص لري چې زه یې مهم مسلکونه دلته شمیرم :
ـ دسړکانوڅنډوته دبمونواومایننوایښودنه ، پردولتي اوملکې ودانیودبریدونودپلانونوجوړول ، په افغانستان کې دملحدینومرکزونه « دښوونځیواوروغتونوسوځیدنه » ، هغه کسانوته دمرګ سزا ورکول چې بې له دده دډلې څخه دهیوادپه جوړیدنه ګوتې وهي یانې سرکښه ځوانانودغوږپیچ دمرګ په سزا ، دبهرنیو هیوادونودڅارګرواداروسره اړیکې دافغانستان دګټوپه خاطرچې بیلګه یې دطالبانوپه چپه کولوکې دامریکایانودڅارګرې ادارې څخه په هوښیاري په میلیونوډالره د افغانستان دخلکو دهوسایې لپاره واخیستل ، دطالب نمازلمیانووژنه لکه دقندوزپه زندان کې ، په ډوبۍ کې دښکلوودانیوجوړول اونوردی ته ورته دخیرچارې .
ددغه اغلې استازې وړاندیزډیربیځایه وه ځکه دمارشال صاحب دلسوکلودزده کړوپه جریان کې دابوحنیفه د نړیوالې فوځې مدرسې په درسې پروګرام کې داغلې یون غوښتنې شاملې نه وي. بیاهم نورواستازودزغم څخه کارواخیستي ولې یوې بلې استازې ددې وړاندیزملاتړوکړ . تاسې فکروکړي ، هرڅوک چې وی دزغم کاسه یې ډکیږي نوځکه یوې بلې اغلې استازې دتور رنګې یږ په څیربریدوکړاوښه وهل یې ملاتړې استازې ته ورکړه ترڅو چې دهیواد د مارشال ددرناوي په قدروپوهیږي . کیدای شي چې دجمعیت ګوندښځینه غړي دامریکادبد معاشانوپه کوم ګروپ کې روزلي وی . دااړینه هم ده چې نارینه اوښځینه اوپه ځانګړې ډول په ولسي جرګه کې داسې روزل شوی کسان ولري ، ترڅودهیواددنامتومجاهدینواومارشالانوساتنه وکړي 
بل ناورین ته پاملرنه وکړئ :
په هیوادکې داداري فسادلمن دومره پراخه شوی ده چې دکرزي صاحب دکورنیودغړوحوصله یې هم تنګه کړه . دڅوپیسوټولیدل اوذخیره کول یوازې دهغه چاحق دي چې په راتلونکې کې د ولس سره اړیکې په ونیولای شي . البته میلمانه لري ، ولس ورته مراجعه کوي اودخلکونور سل غمونه ورسره دي . نوځکه دولسمشرمشروروراړشوچې ولس ته دفساداوبډواخیستلو شکایت وکړي . محمودکرزي په ډاکه وویل چې هروالي په اونۍ کې دوه میلیونه ډالره عاید لري . ولې محمودکرزي چې دهیواددولسمشروروردی اوترحامدکرزي مشرهم دي . یوازې (۲۰) میلیونه ډالره دبانک څخه پورکړي ول ، دومره ډنډورې یې ورپسي جوړي کړي چې محمودکرزي خولاڅه کوي چې خوابدي دي ولې ټول ولس حیران دي چې ددوی کورنۍ ته (۲۰) میلیونه ډالره څه دي . اټکل به وکړوچې داپیسي یې دبانک څخه اخیستي وی اوبیرته یې ورنه کړي ، حق یې دی . داپیسي خوددوي دکورني دیوی میاشتي چلاونه ورباندی کیږي . بې انصافې هم حدلري .
بل څه چې دډیرتعجب وړدي هغه داچې لوړپوړي چارواکې دومره سپین سترګې شوی دي ، چې دولسمشراودهغه کورنۍ ته درناوي نه کوي . په بډواخیستلویې پیل کړي دي اوغواړي ځان دولسمشردوړنوسره په دارایې کې برابرکړي . دانودقیامت نښانې دي . مشرانورښتیاویلې دي چې په اخره زمانه کې به دمشراوکشر، دملااوامي ، داصل اوکم اصل توپیرنه وي . په رښتیاقیامت رانژدي بوله . تاسي وګورئ چې دکورنۍ مشرورورمحمودکرزۍ ددغوستونزوپه خاطرشوچې ددغونمک حرامو والیانواونورو لوړپوړوچارواکودبډواخیستلوشکایت ولس ته وکړي . ځکه ددغولوپوړوچارواکو سترګې دومره څیري شوی دي چې دچاڅخه حیاء نه کوي اوپه سپینه ورځ دخلکوڅخه بډې اخلي .
ولسمشراوکورنۍ یې ډیره پراخه حوصله لري . مارشال صاحب ، قانونې صاحب اویادده پر شاوخوانورومشرانوچې په صندوقانوپیسې ډوبۍ ته وړي اویاپه شیرچوراونوروسیموکې جګې ودانۍ جوړولې ، ولسمشرهیڅ و نه ویل ځکه پوهیدی چې دغه مشران هم یومقدارپیسوته دولس دارامتیااودمیلمنودعزت دارۍ لپاره اړتیالري . نوځکه یې یوازې داچې څه نه ویل بلکې دفاع یې هم ورنه کول . وګورئ دومره عادل پاچادافغانستان دخلکوپه نصیب شوی دي . 
په دي وروستیووختونوکې بهرنیانودډیپلوماټیکوقوانینوپرخلاف یوه غټه سپین سترګې وکړه . هغه داچې د CNN خبري شبکې دولسمشرسره په مرکه کې داسي وپوښتل : … ستاسوکورنۍ په ادارې فسادکې لوی لاس لري …
بهرنیان ناخبره اوډیرسپین سترګې دي ، ځکه په دغه نه پوهیږي چې ولسمشراوکورنۍ یې چې دقوم اوولس مشران دي ، څنګه ژوند وکړي . بهرنیان غواړي چې زموږمشران شلومبې او ډوډۍ وخوري اوپه یوه کرونده کې ژوندوکړي نوځکه دغسي سپین سترګې پوښتنې کوي .
په پای کې بایدخپل دمشرانولپاره موقع برابره کړوچې داینده لپاره یې دابرومندژوندضمانت وکړل شي ، ترڅووکړای شې چې دولس اوهیواددسوکالۍ اوحاکمیت لپاره سالم فکروکړای شي. پای
یادونه : دولسمشردکشرورور(احمدولي کرزی) نوم که څه هم په طنزکې موجودو. دهغه دمړینې په درناوی مې لیری کړ.