دافغانستان-امریکا ستراتیژیک تړون د سیاست او شریعت له نظره
بسم الله، والحمدلله، والصلات و السلام علی رسول الله
دطالبانو د واکمنۍ د را پرځولو یو لامل دا ښودل کیږي چې دوی د امریکایانو هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړ چې هغوی په افغانستان کې د پنځو هډو غوښتنه کړې وه. که دا خبره سمه وي، نو ویلای شو چې امریکایان د طالبانو د دورې را پدېخوا پدې لټه کې و چې په افغانستان کې دایمي پوځي هډې ولري. له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا او ملګرو یې پرافغانستان هړاړخیز بریدونه پیل کړل، بیا د ۲۰۰۶ کال تر وروستیو پورې ډیرخلک پدې نه پوهیدل چې امریکا او ملګري به له دې روانې جګړې څخه څه موخې او هدفونه ولري. امریکا او ملګرو به یې کله ناکله دا خبرې کولې چې غواړي هغه مسلمانان له منځه یوسي چې د اسلامي خلافت د رامنځ ته کولو خوبونه ویني، د مسلمانانو د برم او عزت د دوران د را ژوندي کولو احساس ورسره دی او د نړۍ پرمخ د اشغال شویواسلامي خاورو د آزادۍ لپاره لیوالتیا لري، ددې پرځای باید په افغانستان اوسیمه کې دیموکراسي راشي، افغانستان په اصطلاح ودان او د سوله ایز ژوند خاوند شي او مظلوم اقلیتونه له ظلم څخه خلاص شي. اوس اوس چې لدې جګړې پوره لس کاله تیریږي، یو شمیر خلک پدې آند شویدي چې امریکایان له یادو شویو موخو برسیره د ځان لپاره نورې موخې هم لري. خلک فکر کوي چې امریکا غواړي په سیمه کې دایمي برلاسي ولري او نه یوازې بنسټ پالي مسلمانان سرونه را پورته نکړي، بلکه دیموکراسي ترهغه حده رشد وکړي چې د مسلمان او غیرمسلمان هیواد ترمنځ په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي چارو کې کوم توپیر پاتې نشي، د سیمې او په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا سیاسي او اقتصادي چارې د امریکا او ددې د ملګرو د خوښې سره سمې پرمخ ولاړې شي او طبعا ددوی په اصطلاح له مظلومو اقلیتونو سره دومره خواخوږي وشي چې هغوی د خپل ژوند بقا په خانم امریکا پورې وتړي. پدې خو هرڅوک پوهیږي چې جنګ او سیاست د اقتصادي موخو لپاره کیږي او له اقتصاد برته جنګ او سیاست هم نشي کیداي. له همدې امله دامریکا او ددې د ملګرو پوځي حضور د سیاسي او اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره دوی ته اړین ښکاري. همدې فلسفې ته په پام سره، امریکا غواړي چې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې پوځي هډې ولري. اوس لومړۍ پوښتنه داده چې ولې په پاکستان او افغانستان کې؟ ولې د منځنۍ آسیا په کوم هیواد کې هډې نه غواړي؟ ځکه چې د امریکا د سیاسي او اقتصادی موخو اصلي محراق خو منځنۍ آسیا ده.
شاید ډیر علتونه ولري، خو لاندې هم له امکانه لیرې ندي:
په پاکستان او افغانستان کې دوی ته بهانه په لاس ورغلې او له همدې امله دوی دلته په فعال ډول پوځي هډې نه، بلکه پوځي حضور او تسلط لري او لکه چې وايي په مرګ یې ونیسه او تبې ته یې راضي کړه، نو چې بشپړ هیواد یې اشغال کړي وي، هډو ته خو به خلک اتڼ کوي.
پاکستان او افغانستان هغه ستراتیژیک ملکونه او لارې دي چې له همدې دواړو هیوادو څخه د منځنۍ آسیا او دسیمې د نورو هیوادونو د سیاسي او اقتصادي استثمار لپاره ډیره ښه ګټه اخیستل کیدای شي. ایران هم همداسې موقعیت لري، مګر د امریکایانو تجربه هلته ناکامه وه، نوځکه یې پاکستان او افغانستان انتخاب کړل چې لومړنۍ هغه یې له تقدیره په برخه وو، او له دې دویم سره یې په بن کې نکاح وتړله.
پاکستان او افغانستان هغه هیوادونه دي چې دلته اسلامي روحیه د نړۍ او سیمې تربل هرځای ډیره پیاوړې ده او همدا هغه ځایونه دي چې د اسلامي خلافت او رښتیني اسلامي نظام د رامنځ ته کیدو خطر ترې محسوسیدای شي. د یادولو وړده چې مهدي علیه السلام به هم د همدې سیمې څخه پیدا کیږي چې په احادیثو کې د خراسان په نامه یاده شوېده.
د پاکستان او افغانستان سیاسي او نظامي مشران په مستقیم ډول د امریکا او ملګرو له خوا ټاکل شوي او رامنځ ته کیږي، نو له همدې امله د امریکا اوددې د ملګرو د موخو او اهدافو لپاره ښه کار کولای شي. افغانستان او پاکستان دواړه خپل داسې ملي مشران نه لري چې دخپلو هیوادونو او خپلو خلکو، دیني، سیاسي اواقتصادي ژمنو ته متعهد وي. په بل عبارت دا دواړه ملکونه په حقیقت کې بې خاونده دي او دنړۍ هر ټګمار او داړه مار چې وغواړي پدې دوو هیوادونو کې خپل آس وځغلوي، نو ځغلولای یې شي. پدې برخه کې د پاکستان او افغانستان توپیر دومره دی چې د پاکستان لاسپوڅي مشران د یرغلګرد آس واګې په لاس کې ساتي او له همدې امله ډیره وراني نه ترې پیښیږي، خو د افغانستان لاسپوڅي مشران بیا د یرغلګر آس ته یوه متروکه هم ورکوي ترڅو د یرغلګر آس ښه په خرپ پکې وځغلي او هرڅه ترپښو لاندې دل کړي.
دالله پاک له طرفه دا یو امتحان هم بلل کیدای شی ترڅو پدې سره د حق او باطل ترمنځ مبارزه همېشه ژوندۍ وساتي او رښتینۍ مسلمان له مذبذب او منافق انسان څخه جلاکړي. هرڅوک چې د ایمان دعوه وکړي نو امتحان به پرې راځي ترڅو ثابته شي چې آیا دا شخص د آزموینې پرمهال خپل ایمان ساتي او که یې له لاسه ورکوي. په نړۍ کې خو تش په نامه مسلمانان ملیارد ته رسیږي، خو داسې مسلمانان چې په اسلامي اصولو او اساساتو ولاړ وي، دوستي او دوښمني، معاملات، مواقف، د عبادت طریقې او د اسلام او مسلمانانو په وړاندې دمسولیت او رسالت احساسات یې سوچه اسلامي وي، ډیرکم ترسترګو کیږي. ډیر کم شمیر مسلمانان داسې شته چې د بش د ۲۰۰۱ کال له فرمان څخه سرغړونه وکړای شي، هماغه دي چې له هغې نېټې څخه بیا ترننه پورې د نړۍ د مسلمانانو او خصوصا د اسلامي امت د پوهانو، استادان، پروفیسورانو، جهادي او سیاسي رهبرانو او عامو مسلمانانو په خولو کې د تروریزم او تروریستانو ژابلې پرتې دي، ډیرکم شمیر مسلمانان داسې شته چې د مسلمان او کافر ترمنځ په مبارزه کې یې مسلمان ته ترجیح ورکړې وي، ډیرکم شمیر مسلمانان داسې شته چې د اسلامي امت د وحدت او واحد اسلامي زعامت او موقف لپاره یې قرباني ورکړي وي، ډیرکم شمیر مسلمانان داسې شته چې د مال، واک او شهرت لپاره یې د بل مسلمان سره دښمني نه وي کړې. دا او دېته ورته نور معیارونه چې کله مطالعه کوو، نو بیا پدې پوهیږو چې رښتینې مسلمانان په ملیونو او میلیاردونو نه، بلکه چې ډیره مبالغه هم پکې وکړو، نو شاید په سلګونو یا په زرګونو وي او دانور په نامه مسلمانان هغه دي چې کفر یې لکه په توره شپه کې، په توره تیږه باندې د تور میږي لیدلو ته پاتې کیږي.
د استعماري ځواکونواو په ځانګړي ډول د امریکا دا عادت دی چې د یوه هیواد تراشغالولو وروسته، د استعمار د تلپاتې کولو لپاره په هغه هیواد کې تلپاتې پوځي هډې جوړوي، مثالونه یې په جاپان او جرمني کې وګورﺉ. همداراز استعمارګر د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره داسې توطیې او دسیسې جوړوي چې پرمټ یې هیوادونه یاخو اشغال او یا لږ ترلږه هلته خپلې هډې ترلاسه کړي، مثالونه یې په سعودي عربستان ا و کویټ کې وګورﺉ.
د امریکا په مشرﺉ د اسلام دښمنانو او د استعمارشایقینوهوډ درلود چې افغانستان او عراق هم لومړی اشغال کړي او بیا د اشغال د دوام په موخه پدې دواړو هیوادونو کې تلپاتې پوځي هډې ولري. همدې موخو ته د رسیدو لپاره دوی خپلې ټولې هلې ځلې په کار اچولې دي او پدې سلسله کې یې خپل لاسپوڅي پدې هیوادونو کې مسلط کړیدي.
افغانستان که له یوې خوا دلسوزه او د ولس ګټو ته وفادار ملي زعامت نلري، خو له بله پلوه ددې هیواد وګړي د تاریخ په اوږدو کې د پاک الله له لوري د یوه عظیم رسالت، د جهاد د ژوندي ساتلو او نړۍ ته د آزادۍ د پیغام د رسولو لپاره غوره شویدي. د الله پاک له لوري همدا انتخاب ددې سبب شویدی چې نن یو بل یرغلګردلته راشي او خپلو شومو هدفونو ته درسیدلو لپاره خپل بخت و آزمايي. اوس یرغلګرو ته دا معلومه شوېده چې دا ملت دوی نشي زغملای له همدې امله یې خپل د پیړیو پیړیو پلان را لنډ کړیدی، خو لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو لږترلږه د اشغال هغه شکل وساتي چې د عامو خلکو له سترګو پټ پاتې کیږي او هغه په یوه اشغال شوي هیواد کې دتلپاتو پوځي هډو ترلاسه کول دي. که دوی دا هدف ترلاسه نکړي نو لږ ترلږه به دا کوښښ وکړي چې پدې هیواد کې داسې ناورینونه او خپلمنځي جګړې رامنځ ته کړي چې خلک یوځل بیا دېته مجبور کړي چې ددوی دربارونو او غیږو ته پناه ور وړي.
ددې لپاره چې اشغالي هدفونه ترلاسه شي، اشغالګران نه یوازې له خپلو لاسپوڅو څخه کاراخلي، ورسره ورسره داسې صحنې رامنځ ته کوي چې د یو ولس د زیات شمیر وګړو ذهنیتونه بدل او دخپلو اهدافو د پلي کولو لپاره تیار کړي. د مثال په توګه کله چې اشغالګرو غوښتل په سعودي عربستان کې خپلې هډې جوړې کړي، نو صدام ته یې شین څراغ ورکړ ترڅو کویټ لاندې کړي او د سعودي پولو ته ځان ورسوي. عربستان پدې وویرید چې شاید صدام پردوی هم حمله وکړي نو همدا ووچې امریکا ته یې پخپله خاوره کې دایمې پوځي هډې ورکړې. دا هم باید له یاده ونه باسو چې د سعودي چارواکي هم د امریکا او غرب لاسپوڅي دي کنه، د ټولې اسلامي نړۍ ځوانان دېته تیار وو چې له حرمینوڅخه دفاع وکړي، مګر امریکا ورته صحنه سازي وکړه او د سعودي لاسپوڅو چارواکوهم ددوی پلان ورسره عملي کړ. دلته باید هغه احادیث هم په یاد راوړو چې دا وړاندوینه پکې راغلې ده چې په حرم شریف باندې به چې مهدي علیه السلام به پکې پناه اخلي، له همدې پوځي هډې څخه بمباري کیږي.
نن په افغانستان کې هم د امریکا د دایمي هډو لپاره صحنه سازي کیږي. پاکستان ته اشاره ورکړل شوېده چې پرافغانستان حمله وکړي. د پاکستان لخوا پرافغانستان حمله د امریکا لپاره هم دوه هدفونه ترشا لري او د پاکستان لپاره هم. امریکا غواړي چې له یوې خوا افغانستان وویروي او له افغانستان څخه دایمي پوځي هډې ترلاسه کړي او له بلې خوا پاکستان پداسې یوه حالت کې را ګیرکړي چې له زیاتو ستونزو او داخلي ګډوډیو سره مخ شي او په پایله کې د امریکا لپاره مطلوب خدمات عرضه کړي. پاکستان بیا له یوې خوا غواړي چې پدې حملو سره د افغانستان څخه د ډیورنډ کرښې د رسمیت لاسلیک ترلاسه کړي او له بلې خوا په نړیواله ټولنه فشار راولي چې پاکستان ته په مادي او معنوي امتیازاتو قایل شي.
له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کول چې په هغه کې امریکا ته دایمي پوځي هډې ورکول هم شامل دي د افغانستان له پاره له مادي پلوه ګټې هم لري او تاوانونه هم. په ګټو کې یې دا راځي چې امریکا به له افغانستان سره د خپلو انجیو ګانو له لارې مرستې کوي او پدې توګه به د افغانستان د کار خلک په انجیو ګانو کې پداسې چارو مصروف وساتي چې نه به دوی پخپل کار پوهیږي چې څه کوي او نه به ملت ته ددوی د کار پایلې روښانه وي. د یادولو ده چې امریکا دا سیاست لري چې د یوه هیواد متفکر مغزونه یا امریکا ته انتقالوي او یا یې په همداسې بې مفهومه کارونو کې مصروف ساتي. له امریکا سره د ستراتیژیک تړون بله احتمالي ګټه داده چې په افغانستان کې به سوله او ثبات راولي. لکه څرنګه چې په تیرو کلونو کې په هیواد کې سوله حاکمه ده، همداسې به سوله حاکمه وساتل شي او د هیواد هغه برخې چې ترسولې محرومې دي، هغوي به د تاریخ کندو ته ورټیل وهل شي. له امریکا سره د ستراتیژیک تړون بله ګټه داده چې په افغانستان کې به د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې مخنیوی وکړي. لکه په تیرو لسو کلونو کې چې پاکستان او ایران له افغانستان سره دوستي کړېده، هغوی به خپلې دوستۍ ته نوره هم پراختیا ورکړي او پدې توګه به افغانستان نیم د پاکستان تن اووجود شي او نیم به د ایران تن او وجود. له دې سره ترڅنګ دا ستراتیژیک تړون، په فرهنګي او دیني برخو کې هم ډیرې ګټې لري، افغانان به له بیلابیلو فرهنګونو سره بلد شي، ځینې ښه فرهنګونه به خپل او ځینې متحجر فرهنګونه به له لاسه ورکړي لکه روشنفکري، شیک پوشي، انعطاف پذیري، د جندر توازن، د اقلیتونو ترمنځ مساوات، د افراطي مفکورو پریښودل، د بشر د حقوقو مراعات، او داسې نور.
ځینې خلک فکر کوي چې امریکا به د افغانستان څخه د ګاونډیو د مداخلې په وړاندې دفاع وکړي، پداسې حال کې چې امریکا تراوسه پخپل تاریخ کې داسې کار ندی کړی او ترڅو چې ددوی د ګټو خبره مطرح نه وي، دوی له هیڅ مسلې سره علاقه نلري. ثبوتونه یې د پاکستان او هند جنګونه دي چې په هغه وخت کې د پاکستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون هم موجود وو، خو د پاکستان څخه یې ننګه ونکړه او ژوندۍ مثال یې په افغانستان کې د پاکستان او ایران مداخلې او په وړاندې یې د امریکا چوپتیا ده.
دا فغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون او په مشخص ډول امریکا ته پوځي هډې ورکول که د امریکا د لاسپوڅو د واک او ځواک د دایمي کولو په معنی دي، خو عامو خلکو ته ډیر تاوانونه لري. عام افغانان به د تیرو لسو کلونو په څیر له سولې او نیکمرغۍ څخه محروم وي، هرچیرې چې یوڅوک د امریکا او اسرایلو پرضد کومه خبره کوي، هغوی به د امریکا د بې پیلوټه طیارو ښکار کیږي. په ولس به هغه مافیایي کړۍ حاکمې وي چې د تیرو لسو کلونو راپدېخوا د ښامارانو په څیر د افغان ولس د بدن وینی څښي. که تردې شف شف تیرشو، نو د افغانستان حالت به کټ مټ د اشغال شوي فلسطین په څیر وي. له بله پلوه تراوسه هیڅ رسنۍ او دافغانستان هیڅ جهادي او دیني مشر پدې برخه کې تبصره نده کړې چې د اسلام له نظره امریکا ته په اسلامي افغانستان کې د پوځي هډو ورکول شرعي جواز لري او کنه؟! او که دا شرعي جواز موجود وي نو کوم شرایط باید و لري او که موجود نه وي، نو دوی خپل مسولیت ولې نه اداء کوي؟! له جهادي رهبرانو او پروفیسورانو څخه خو مو ډیر آوریدلي وو چې ولی او برا یعنې دوستي او دوښمني له غیر مسلمانو سره خپل اصول لري او دا په اسلام کې یوه مهمه مسله ده، نو له همدې امله زما هیله داده چې هرڅوک چې ځان ته مجاهد یا عالم وایي، پدې مسله باندې دې خپل نظر ورکړي او دا مسله چې د افغانستان ددنیا او آخرت سرنوشت ورسره تړلی دی، له هراړخیز تحلیل څخه بیرون ونه ساتي، که دا نه کوي، نو الله پاک او ددې لیکنې لوستونکي دې شاهدان وي چې دوی خپل مسولیت ندی رفع کړی او په دنیا او آخرت به زمونږ لاس او ددوی ګریوان وي.
په درنښت