کور / تازه خبرونه / ناروې : د رامنځته سوو پيښو قاتل ځانګړې ډله او هدف لري

ناروې : د رامنځته سوو پيښو قاتل ځانګړې ډله او هدف لري

د روان کال د جولای په ۲۲مه د ناروې په مرکز اوسلو کي د رامنځته سوو پيښو له امله د وژل سوو کسانو شمېره تر ۹۳ تنو پوري رسېدلې او د اوټویا نومي جزیرې په شاوخوا کي اوس هم د له منځه تللو کسانو جسدونو پسي پلټني رواني دي .

د ذکر سوو پيښو قاتل باید نن محکمې ته حاضر سي .
د ۳۲-کلن “اندړس بېهرینګ برایفیک” وکیل قاتل د سزا وړ نه بولي .
نوموړی یې په اړه داسي وايي : “برایفیک خپله د جمعې پيښي غمجني او دردناکه بولي، خو زیاتوي چي دغه پيښو ته ضرورت وو .”


۳۲-کلن "اندړس بېهزینګ برایفیک" - لراوبر

۳۲-کلن “اندړس بېهرینګ برایفیک”


که برایفیک ته د محکمې لخوا سزا ورکول کیږي، نو وروستی حد به یې ۲۱ کاله زندان وي . د یادوني وړ ده، چي په ناروې کي د ژوند تر پایه د زندان سزا منع ده .

د برایفیک په “۲۰۸۳ : د اروپا د آزادی بیانیه” نومي خپور سوي راپور کي قاتل د پيښي د رامنځته کېدو ترمخه د هري ورځي د چمتو کېدو حال لیکلئ او دغه راز یې د بمونو جوړولو په اړه لارښووني هم وراظافه کړي دي .ده ددې ترڅنګ د هالنډي خېرت ویلدرز (د اسلام پر ضد د فتنه نومي فلم جوړونکی) د کړنو په اړه خپله حیرانتیا هم څرګنده کړې ده . 

برایفیک د ځان په اړه وايي چي د یوې وړوکي ډلي غړی دئ او ددې ډلي هدف په غربي هیوادونو کي د سیاسي او فوځي قوت ترلاسه کول دي . نوموړي ددغه ډلي د نورو غړو په اړه څه نه دي ویلي، خو پولیس به یې بېله شکه د نیولو په موخه څېړني پېل کړي .

همدارنګه باید یاده سي، چي برایفیک د ۲۰۰۲ز کال په اپریل کي په یوه ځانګړې ناسته کي د نورو هیوادونو څخه د ذکر سوي ډلي د استازو سره ګډون هم کړئ وو .