کور / رسنۍ / د مرڅلې مجلې پرله پسې دوولسمه ګڼه تازه چاپ شوې ده

د مرڅلې مجلې پرله پسې دوولسمه ګڼه تازه چاپ شوې ده

له لرغوني غزني څخه د مرڅلې مجلې د څلورم  کال لومړۍ ګڼه او پرله پسې دوو لسمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې ، په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د  اشرف غيرت په زيار ، او مسول مديريت تازه له چاپه را وتې ده. د مرڅلې مجلې پر له پسې دوولسمه ګڼه د (د څلورم كال لومړۍ ګڼه، 1390)  چې په ۵۶ مخونو كې چاپ شوې ده، د ادارې له خوا پر خپرې شوې سرليكنې سربېره د استاد اسدالله غضنفر، ومان نيازي، عصمت څاروان، شېراحمد حيدر، اسدالله جلالزي، نصيراحمد احمدي، اشرف غيرت، ذاکرجلالي، نسيم پسرلي، وحيد ګيلانوال، صديق الله بدر، دادمحمد ناوک،محمد يونس برهان، متين شيلګري او ګڼو نورو ليكوالو او شاعرانو تاريخي، ادبي، فرهنګي او علمي ليكنې، ژباړې او شعرونه پكې چاپ شوي دي.په مرڅله کې په پورتنيو موضوعګانو سربېره د ادارې د همکارانو په مټ د غزني او شاوخوا سيمو په هکله بېلابېل ګذارشونه او مرکې هم چاپ شوي دي.
له ټولو درنو ليکوالو او شاعرانو څخه په ډېر ادب هيله کېږي چې له موږ سره د مرڅلې مجلې په چلولو کې پوره مرسته وکړئ او په خپلو ښکليو ليکنو او مطلبونو سره مرڅله ښکلې کړئ.
د مرڅلې مينه وال او درانه لوستونکي کولاى شي د مرڅلې د ترلاسه کولو، او مرڅلې ته دښکليو مضامينو د ورکولو لپاره په لاندي شمېره اړيکې ټينګې کړي.
Call and Sms:
0707672277
 
Email:
Mursala_gh@yahoo.com
aghairat@gmail.com
په خپلو مادي او مانيزو مرستو د مرڅلې له لاري په غزني کې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړئ!


 
په درنښت
د مرڅلې مجلې اداره