کور / کیسه / بدکاره

بدکاره

كريم جان د غلام سخي د دوكان مخې ته پر وړه څوكۍ ناست و. د چايو ډكه پياله په لاس نرم نرم ورسره ږغېده، چې مخامخ ښځې يې پام ځان ته ورواړاوه. ښځه له كيڼ لاس ته پرتې كوڅې راوتلې وه. پيكه شنه بوغره (چادري) پر سر، نرۍ جګه ښځه وه. هماغلته وړاندې پاخه سړك ته پر وروتلې لار ودرېده. تلولى غوندې يې شا و خوا وكتل چې پر ده يې سترګې ولګېدې، خدازده ولې لږ پرې راتاو شانتې شوه، څو شېبې يې نېغ نېغ وروكتل. دې كار د كريم جان پر تندي د حيرانتيا ګونځې جوړې كړې، څو ګډوډ فكرونه سر ته ورغلل. لا سر ته د ورغليو فكرونو په سره سمولو لګيا و چې ښځې بېرته مخ ترې واړاوه، وړاندې د بازار په منځ كې د تېر شوي پاخه سړك پر لوري وخوځېده. خو څو ګامه پس بېرته ودرېده، بيا يې ده ته تر شا وروكتل. بيا بېرته يو څو ګامه وړاندې لاړه، بيا بېرته ودرېده، ده ته يې تر شا وروكتل او چې كريم جان يې بيا هم هماغسې خوا ته وركتونكى وموند، دا هم راتاو شوه، دغسې ورو ورو او زړه نازړه پرې رارهي شوه. د كريم جان زړه دربا پيل كړه، وارخطا يې يو دوه ګړندي غوړپه له چايو وكړل، يو ګونګ شانته ګومان ورپيدا شوه. ښځې هماغسې ده ته كتل، وار په وار دوكان ته رانيږدې كېده. چې ور ورسېده، پرې ورتاوه شوه، د ده مخې ته غلام سخي ته مخامخ ودرېده. كريم جان، وچ حلق، ښځه له نيږدې، له نظره تېره كړه. دلته له نژدې دومره جګه ورته ونه اېسېده، خو نرۍ او ډنګره اوس هم وه. بوغره يې ښايسته ډېره زړه وه، څو ځايه يې شلېدلې وو، چې په بېلابېلو تارونو بدرنګه ګنډل شوي وو. نورې جامې يې هم خواري، خو پاكې وې. ښځې داسې وښوده لكه له دوكانه چې يې كوم شى په كار وي. د بېلابېلو شيانو پوښتنې يې له غلام سخي څخه وكړې او چې هر وار به د هغه پام د شيانو په پلټلو پسې پر بله شو، دى به بيا كريم جان ته په څنګ وروكتل. كريم جان هم شرمندوكې موسكا پر شونډو څو ځله سترګې ورسره وجنګولې او هر وار يې خواږه خوندور شوقونه وركې حس كړل.
ښځې اخر هېڅ شى هم ونه پېرل. بېرته رهي شوه. او چې له لږ وړاندې ځايه يې بيا هم ده ته تر شا وروكتل، نو د كريم جان ګومان هم په يقين بدل شو. زياتي نو دلته كښېناستو ارام نه وركاوه، ژر يې تشه پياله پر خپل ځاى كښېښوده، غلام سخي ته يې وويل:
_ زه دستي بېرته راځم.
او پاڅېد. ښځه د پاخه سړك پر خوا روانه وه. دى هم پسې رهي شو. ښځه د سړك پر غاړه ښي لاس ته تاو شوه. دى هم بازار ته له وررسېدو سره ښي لاس ته پسې تا شو. خو د خلكو په ګڼه ګوڼه كې يې ښځه ونه ليدلاى شوه. وارخطا د ګوتو پر سر ودرېد، غاړه يې د هغې د موندلو په تمه اوږده كړه، چې بيا يې هم ونه ليده، لا يې ګام پسې چابك كړ، تلولى رهي شو. له ښه مرغه يې څو ګامه پس بېرته سترګې پرې ولګېدې. د يوه پلورنځي مخې ته ولاړه وه. ځان يې د هغې د لويو ښيښه يي كړكيو شا ته د ايښو توكو په ننداره اخته كړى و. كريم جان خوشاله وموسل، په زړه كې يې وويل: “شاباس د نور لورې. ماسكه ويل رانه وركه شوې، خو ته دلته راته ماتل وې…او پرې وررهي شو، چې شېبه پس هغې هم وليد، ننداره يې پرېښوده، بېرته رهي شوه. كريم جان ځان ورورساوه، څو ګامه دغسې چوپه خوله څنګ په څنګ ورسره لاړ، چې لږ سره يوازې غوندې شول، هماغسې په تلو تلو كې يې ورته وويل:
_ سلام، چېرته داسې له خيره روانه يې؟
ښځې بې له دې چې وروګوري، وويل:
_هېچېرته نه، كورته ځم.
پسې وې پوښتل:
_او ته؟
كريم جان لنډ وخندل:
_زه؟… نه پوهېږم، هرځاى چې ته وايې.
دى غلى په څنګ وروكتل، څه يې ونه ويل. خو كريم جان وړاندې لاړ:
_ څنګه؟ ما هم درسره بيايې؟
ښځې ځان ناګومانه واچاوه:
_چېرته؟
_ ستا كور ته كنه.
ښځې بيا په څنګ وروكتل، ماناداره يې وويل:
_ هلته به نو څه وكو؟
او چې كريم جان په خندا وويل:
_ هېڅ، يو سات به سره كېنو.
دې هم لنډ وخندل، وې پوښتل:
_پيسې لرې؟
_ هو كنه.
_څومره؟
كريم جان وياړلي وويل:
_ دغومره خو شته چې ستا چاره پې وشي.
او مخكې له دې چې ښځه څه ووايي، ترې وې پوښتل:
_ وايه، څو روپۍ غواړې؟
ښځې ورغبرګه كړه:
_ يو نيم سل.
كريم جان بې اختياره تكرار كړه:
_ يونيم سل اوغانۍ؟
ښځې وويل:
_ هو. يونيم سل اوغانۍ، لرې يې كه نه؟
كريم جان ناارامه څټ وګراوه، وچونګېد:
_ خود يې لرم… خو دا پيسې لږ ډېرې نه دي؟
_ نه. پې ارزم.
كريم جان څه ونه ويل، دغسې چورتي څو ګامه ورسره لاړ، ښځې وپوښتل:
_ څنګه، خوښه دې ده كه نه؟
كريم جان ناراضه څه وګوڼېد، خبر يې واړوله:
_ نوم دې څه شى دى؟
_ څې كيې؟
_ هېڅ دغسې،
ښځې وويل:
_ مهمه نه ده.
پسې وې پوښتل:
_ څنګه. يونيم سل اوغانۍ. سمه ده؟
_ كريم جان بيا خبر واړوله، په اعتراض يې وويل:
_ نو لږ تر لږه دې دا عمر خو راته ووايه كنه چې درګرده همدا يونيم سل، يو نيم سل اوغانۍ كيې… ځوانه يې؟
_ هو.
_ څوكلنه؟
شپږويشت.
_ ښايسته يې؟
_ هو!
كريم جان په خندا وويل:
_ته كوم چې مخ دې وګورم؟
ښځې ته قار ورغى، وغورېده:
_ دلته نه، په كور كې.
او چې كريم جان بيا هم سرګردانه تكرار كړه:
_ يونيم سل اوغانۍ.
د ښځې خلق هم ورته تنګ شو. بې حوصلې يې ورغبرګه كړه:
_ ډېرو خبرو ته حاجت نه شته. يو نيم سل اوغانۍ، ځې كه نه؟
كريم جان پوه شو، چې ښځه له خپلې خبرې نه اوړي. كه خبر ډېره ورسره وشني، دغسې به يې پر خپل ځاى پرېږدي. ځكه يې ويړه خوله په خوشامند ورته وويل:
_ دا دومره بې حوصله كېږې ولې؟ … خود به درسره لاړ شم خو په يوه شرط، كه مې خوښه نه شوې، بېرته درنه ځم. سمه ده؟
ښځې وويل:
_ سمه ده.
پسې زياته يې كړه:
_ زه اوس درنه مخكې كېږم. ته تر شا راپسې راځي… چې ورك نه شې. ښه؟
كريم جان د سر په خوځولو ورته “ښه” كړه. خو ښځه لا نه وه ترې رهي شوې، چې وې پوښتل:
_ ګوره، څوك مېړه، مېړه خو به نه لرې، چې بتره به په جنجال ورسره ككړ يو.
ښځې وويل:
_ چې مېړه مې ژوندى واى، اوس به تا سره تلم؟
او ګامونه يې پسې چټك كړل. كريم جان هم يو مناسب واټن ترمنځ تر شا ورپسې رهي شو. ښځه ښايسته ډېره لار دغسې مخامخ وړاندې لاړه، چې دوكانونه لږ سره رنګړي شول، ښي لاس ته يوه تنګ سړك ته ورتاو شوه. هلته لا ډېره لاره نه وه تللې، چې بيا ښي لاس ته يوې نرۍ كوڅې ته وروګرځېده. ښځې د كوڅې په خوله كې پښه ونيوله. په ده پسې يې وكتل او چې دى يې له ليرې د دې خوا ته راروان وليد، سر يې كښته واچاوه، سيخه په كوڅه ننوته. كريم جان هم ګام ورچټك كړ. وچ حلق او دربېدونكي زړه يې كوڅې ته ځان ورورساوه، نېغ ورننوت. څو ګامه وړاندې يې ښځه وليده چې دغسې ځوړند سر ورو ورو په تنګه باريكه كوڅه كې وړاندې ځي. كوڅه تشه وه. مازې خال خال به څوك په كې راڅرګند شو، چې خدازده په كومو چورتونو كې ورك يې خپله لار وهله. كريم جان همداسې په تلو تلو كې د كوڅې دواړو غاړو ته ولاړ كورونه له نظره تېر كړل، ټول بې ډوله په يو بل پورې نښتي، كاږه واږه او خواره بشكي وو. بيا يې د هغې په منځ كې نرۍ بهېدونكې بيالې ته وروكتل، چې د شا و خوا كورونو خاورو خځلو په كې لامبل. ترې راپاڅېدونكى خوسا بوى يې زړه وروهسكاوه. بېرته يې ښځې ته سترګې ترې واړولې، هماغسې ځوړند سر وړاندې تله. ښځه له څو نورو كورونو هم تېره شوه. اخر كيڼ لاس ته د يوه واړه كور په خړ وره ورننوته. كريم جان هم په بيړه ځان ورورساوه، چې وره ته ورورسېد، ژر يې شا و خوا وكتل، سيخ پرې ورننوت. د وره شا ته يې په يوه نسبتاً تياره دالان كې ځان وموند چې ابل سره يې سراى ته ورووت. دى لا دغسې پكر پر خپل ځاى ولاړ و او له تيارې سره يې د خپلو سترګو د اشنا كولو هڅه كوله چې څنګ ته لږ وړاندې يې د ښځې غلى ږغ واورېد:
_ راځه كنه.
ده ژر د ږغ لور ته وروكتل. هلته يې ښځه وليده چې كيڼ لاس ته د يوې كوټې وره ته ولاړه وه. ښځې ور پرانيست پسې زياته يې كړه:
_راځه دلته، دې كوټې ته.
دى وړاندې ورغى، كوټې ته ورننوت. وړه كوټه وه يوه زړه توشكه يې په يوه ګوټ كې اواره وه يو وړوكي بالښت هم ورباندې ايښى و. نور ډېر څه نه وو په كې. خو په ښه سليقه جوړه او پاكه ستره مالومېده. د دالان غوندې تياره هم نه وه، سراى ته ورخلاصې يوې وړې كړكۍ د تېر مازديګر پسته رڼا په كې خوروله، ده لا دغسې په كې كتل، چې ښځې وويل:
_ هلته په توشكه كېنه!.
كريم جان بې له دې چې څه ووايي، بوټونه وويستل، پر توشكه كښېناست. او چې له هغه ځايه يې بېرته دې ته وروكتل نو د لومړي ځل لپاره يې سترګې د ښځې پر لوڅ مخ ولګېدې. د كريم جان سترګې دغسې وچې كلكې پكې پاتې شوې، ښځه رښتيا هم ځوانه وه، د همدې پنځه ويشت شپږ ويشت كالو. په څېره هم بده نه وه. غټې تورې سترګې، ښايستوكې نرۍ پزه او راكښونكې خوله او شونډې. مازې ډنګر مخ او غومبورو يې لږ ژېړه لمبه كوله. خو نور يې هرڅه ښه وو، كريم جان خپله پرېكړه كړې وه، خوشاله يې سترګې وځلېدې، نرۍ موسكا يې پر شونډو وغوړېده. او چې ښځې وپوښتل:
_ څنګه، ځې كه پاتې كېږې؟
هماغسې موسكى شونډې يې وويل:
_ پاتې كېږم.
دا ځواب يې پر ښځې هم ښه ولګېد. ويړه خوله پرې راوړاندې شوه وې ويل:
_ سمه ده. نو راكه، اول پيسې راكه.
كريم جان لاس كړ، يو سلګون او يو پنځوس ګون يې ښځې ته وركړ. بيا يې څنګ ته د هغې كښېناستو ته ځاى خوشې كړ. خو ښځې هماغسې پر خپل ځاى ولاړ وويل:
_ دستي. زه اوس مازې ابلې كوټې ته ځم، دستي بېرته راځم. ښه؟
او څو كريم جان څه ويلو ته خوله راسموله، ښځه بيا له كوټې وتلې وه. ښځه په بيړه د سراى په ابل سر كې پرتې كوټې ته ورغله، چې يوه وړه نجلۍ په كې ويده وه. يو زوړ بوډا يې څنګ ته ناست و. بوډا خواشينى او ناارامه مالومېده. د دې په ورننوتو يې اندېښمن پاس وروكتل، ښځې په ځاى كې د پرتې نجلۍ پر تندي لاس كښېښود، وې ويل:
_ څنګه ده نجلۍ؟ تبه يې لا نه ده شلېدلې؟
بوډا سر وڅانډه:
_ نه لورې، هماغسې سره تبۍ ده.
ښځې د نجلۍ پر خولې جن سر لاس راوكيښ، غلى يې پر تاوده غومبوري مچ كړه. بيا يې بوډا ته كړه:
_هه، دا پيسې واخله، دستي بازار ته لاړ شه… څه دوا موا ورته واخله.. كه پيسې پاتې شوې، لږ خواړه هم درسره راوړه، ښه؟
بوډا د سر په ورته خوځولو پيسې ترې واخيستې. بيا يې زړه كلوشه په پښه كړه، لرګينه خيرنه لكړه يې تخرګ ته واچوله، په احتياط له كوټې ووت. ښځې څو ځلې نور هم د نجلۍ پر مخ او سر لاس راوكيښ، پر مخ او تندي يې مچ كړه. وروسته له هغه پاڅېده، لمدې سترګې يې په ورغويو پاكې كړې، آبلې كوټې ته ورغله.
كابل ۱۷-۷-۱۳۵۶ ل