کور / کیسه / رښتینې شهزادګۍ

رښتینې شهزادګۍ

• لیکوال : هنس کریسټیین انډرسن
• د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۰ز، د اګسټ دوهمه، دوشنبه، هارلېم – هالنډ

وو، نـه وو، یو شـهـزاده وو.
شهزاده غوښتل له یوې شهزادګۍ سره واده وکړي، له یوې رښتيني شهزادګۍ سره.
شهزاده د ذکر سوي ښځي د لټون په خاطر د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي سفرونه وکړل، خو هر چيري چي به یې شهزادګۍ پیدا کړه، د ده په اند به يې یوه نیمګړتیا درلوده.

شهزاده ډیري شهزاده ګياني وليدې، که به څه هم په هغوی کي رښتینې شهزادګۍ وه، خو ده يې په هکله صحیح پرېکړه نسوائ کولائ . یو ځل به یې یوه شي ته پام سو، بل ځل به یې بل داسي شي ته پام واوښت چي پر طبیعت به یې بـرابـر نه وو، لنډه دا چي هر وار به يې جلا – جلا شيانو ته فکر کېدئ، چي له امله به یې شهزادګۍ خوښه نه سوه .
د رښتيني شهزادګۍ موندل د شهزاده ارمان وو، خــــــــو په پای کي ډېـــــــــــــــــر مـــــــــــایــــــــوســـه بیرته د خپلي مـاڼـۍ پـر خوا رارهي سو.

یو ماښام ډېر بېروونکی توپان رامنځته سو، د تالندي دربى، د برېښنا رڼاوي وې، شدید باران و اورېـدئ . په عیني وخت کي دومره تیـاره سوه، چي د لاس ګوتي نه معلومېدې . په دې حال کي ناڅاپه یو چا په زوره – زوره دروازه وټکول . د شهزاده پلار، زوړ پاچا دباندي ورغئ او دروازه یې ور خلاصه کړه.

که ګوري د دروازې مخته یوه نجلۍ ولاړه ده، له یوې خوا باران اور ېدئ او توند باد هم چلېدئ، له بلي خوا نجلۍ په یوه ډېر غمجن حالت کي وه. له ورېښتانو څخه یې څاڅکي – څاڅکي اوبه تویېدې او کالي یې په بدن پوري نښتي وه، نجلۍ ويل دا شهزادګۍ ده.

– د شهزاده مور:” ښـه! ډېـر ژر به معلومه سي، چي ته رښتینې شهزادګۍ یې که یا! ”
سپين سري ملکې نور هیڅ ږغ ونه کړ، په خاموشي سره د خوب خوني ته ولاړه، له کـټ څخه یې ټولي روجایاني او نور شیان ایسته کړل او د خوب پر تخت یې درې دانې نـخـود کښېښودل، پر نخودو يې نالۍ یو پر بل سربېره هواري کړې او پر دې یې بیا نوري شل د خوب کوربچې ته ورته هواري کړې .

شهزادګۍ باید نن پر دې کـټ بیده سـي.

سبا سهار له شهزادګۍ څخه پوښتنه وسوه، چي د شپې خوب يې څنګه وو؟
– شهزادګۍ : ” چـي رښتیا سي ډېره خرابه وم. ټوله شپه مي سمي سترګي نه دي پټي کړي او آرام خوب مي نه دئ کړئ . ”
زه نه پوهېږم چي زما د کټ پر تخت څه شي پراته وه، خو یو کلک شی تر ما لاندي پروت وو. د دې شي له وجي اوس ټوله توره او شنه یم، زه یې ډېره خوږ کړم .”
دا چي شهزادګۍ ددې توان درلودئ، چي تر شلو نیالیو او تر شلو نورو کوربچو لاندي د نخودو درې وړوکي دانې حس کړي، نو دوى ومنله چي نجلۍ یوه رښتینې شهزادګۍ ده .
هيڅ څوک یو داسي شی نه سي حسولائ، خو د رښتیني شهزادګۍ په حسونو کي یو لطیف، نازک او تنکی احساس واقع وو.

شهزاده تـه چي د شهزادګۍ رښتینولي په ثبوت ورسېده، دستي يې د ځـان مېرمن کړه.
وروسته هغه درې وړوکي د نخود دانې د بېتابۍ او لېوالتیا په کابینه کي کښېښودل سوې، چیري چي تر اوسه پوري د لیدلو وړ دي او ورکي سوي نه دي.

آیا دغه مېرمن یو نازک زړه نه درلودئ ؟
آیا د هغې زړه او احساس له نازک والي او مهربانۍ څخه برخمن نه وو او نوموړې مینه ناکه نه وه؟

پــــــــــای