طالبان:تجاران دي بهرنيانو ته موټر په کريه نه ورکوي
طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کی ټولو هغو موټر لرونکو ته خبردارﺉ ورکړی چی خپل مړټرونه د بهرنیو پوځیانو ، پی آر ټی او یا هم افغان حکومت په انتقالاتی خدمتونو کی داخلوي . اعلامیه وایی چی د هغوی دغسی موټرونه به له منځه یووړل سی او مالکان او موټر چلوونکي به یې د سختو مجازاتو سره مخامخ سی . اعلامیه زیاتوی چی قابض بهرنیان غواړی چی افغانان یو د بل سره دښمنان کړی او یو په بل یې ووژنی ، نو ځکه افغانان باید د دغسی قراردادونو څخه ډډه وکړی .
پر افغانستان د امريکې د بريد راهيسي ناټو او ايتلاف د خپلو اکمالاتو لپاره د سپرليو او لوجستيک لېږد رالېږد لپاره له لويو او وړو شرکتونو څخه بېلابېل ډول موټرونه په کرايه اخلي چي زياتره دغسي موټرونه د طالبانو په مخامخ بريدونو يا سړک غاړي بمونو کي له منځه وړل کېږي .
دا لومړی ځل دی چي طالبانو پر ټولو دغسي موټرلرونکو ږغ وکړ چي خپل موټرونه د بهرنيانو په خدماتو کي داخل نکړي ، بله خوا په ټول افغانستان کي په سلګونو زره کسان په دغسي خدماتو کي په کار بوخت دي او له دې لاري خپله ډوډۍ پيدا کوي .
د افغانستان دولت او بهرنيانو تر اوسه د طالبانو ددې ګواښ په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .