کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغان ملت ګوند په اړه “يو وجداني دريځ ! “

د افغان ملت ګوند په اړه “يو وجداني دريځ ! “


   د چنګاښ ۷مه ۱۳۹۰ كابل افغانستان


دافغان ټولنپال ولسواك ګوندمشرتابه او  داجرائيه شورا درنو غړو ته !


درنښت او سلامونه  درته  ډالۍ كوم٬ 


ښاغلو :


  د افغان ټولنپال ولسواك ګوند سره زما ژمنه او د تګلارې او كړنلارې منل د هغې ورځې څخه پيل شول چې ښاغلي ستانه ګل شېرزاد په هالند كې د يوه نړۍ وال كنفرانس په ترڅ كې راته بلنه راكړه او زما د يوې وجداني او ايماني ملي او نړۍ والې  مبارزې چې د افغان ولس د ژغورلو لپاره مې پېل كړې وه٬  ملاتړ يې وكړ٠ په هغه نړۍ وال كنفرانس كې ما د دغې مبارزې يوه نندارېزه ليكنه وړاندې كړه چې د ټولو ګډون كوونكو لخوا يې تود هر كلی وشو٠ زما دمبارزې او ليكنې ملاتړ په برېتانيې كې ډېرو افغانانو كړی ؤ٠  زموږ د مبارزې لنډېز همدا ؤ چې د خپل كړېدلې او ځورېدلي ولس غږ په كورني او بهرني ډګرونو او سټېژونو باندې اوچت كړوو او هر چا چې زموږ په  كړېدلي ولس او هېواد باندې جنايت تر سره كړی وي دا جنايت او جنايت كوونكي په كلكه وغندو او  په يوه نړۍ واله مهكمه كې د دوی د مهاكمې غوښتنه وكړوو٠ او ستانه ګل شېرزاد سېب دا ډاډګېرنه  راكړه چې دا د افغان ملت ګوند درېځ دی٠او د همدې  رسمي ملاتړ او منل پايله دا شوه چې موږ د افغان ملت ګوند د برېتانيې جرګه جوړه كړه او دا ملي او وجداني درېځ د افغان ملت د كړنلارې سره سم د برېتانيې جرګې په وېب پاڼه او نورو ټولو د نړۍ والې او كورنۍ مبارزې په خپرونو كې خپاره كړل ٠ چې لنډيز يې دا دی:


موږ غواړوو چې:


—       موږ په پاکستان او اېران کې د هغو ترهګرو او ځان وژونکيو جوړونو، ځالو، روزن ځايونو او پټنځايونو ړنګول غواړوو٠ د دوى سمبالوونکي، مرستندويان، پيسې ورکوونکي، او لارښوونکي بايده چې د مهکمې مېز ته راوکاږل شي او د دوى څخه موږ خپل پور غواړو چې دا پور زموږ ځورېدلو او کړېدلو ته په نړۍ واله کچه ورکړل شي٠


—       موږ د هغه  ډله ايزو وژونكو ، جنايت کارانو ، د سړيتوب تېريکوونکو  او ټوپکيانو او جنګي جنايت کارانو سملاسي نيونه او بيا په هېګ كې او يا هم په كومه بله نړۍ واله مهاكمه كې يې مهاکمه غواړو چې پدې تېرو ۳۰ کلو کې يې تېري کړي دي٠ دوى پېژندل شوې څېرې دي چې افغان کړېدلي او نړۍ وال د سړيتوب د ساتنې بنسټونه  يې پېژني٠ د دغو جنايت كارانو پانګې ا و شتمنۍ بايده چې ونيول او واخيستل شې چې تر څو دا بيا  په كړېدلو او ځوريدلو ووېشل شې د پور په ډول٠


—       موږ بايده چې د جنايت کارانو او سياسي ګوندونو تر مينځ تو پير وکړو٠ جنايت کاران هغه کسان دي چې افغانان يې په ډله اېزه توګه وژلي دي او خاوره يې هم ورانه کړې ده او هم خرڅه کړې ده٠ جنايت کاران هغه کسان دي چې افغانان يې د بېل آندۍ په سر وژلي دي٠


—        دغه جنايت کارانو زموږ دغه ښکيل سياسي ګوندونه هم بد نامه کړل ٠ نو او س د دې وخت رارسېدلى دى چې ټول په ګډه دغه جنايت کاران هم وغندو او هم يې مهاکمې مېز ته راکش کړو٠


—       موږ په پرمختيايې پروژو کې د افغانستان د بيا ودانولو لپاره سمه ډېرېدنه غواړو٠


—       دا د سړيتوب او انسانيت هغه خبره او پيغام دى چې  پر مخ تلونکى او د ټولې نړۍ د ساتلو لپاره او د ترهګرۍ ، ځان مرګي بريد او د انسانيت زد او جنايت د مخ نيوي لپاره دى!


—       امريكې او ناټو ملګرو ته يې زموږ غړ٠


—       كه زموږ خبرو ته غوږ نه نيسئ نو ستاسو كړه وړه د يوه نېواك ګر او يرغلګر  ته په اوښتون دي٠


—       ستاسو او د نېواكګرو او جنايت كوونكو څه توپير دی؟


او د دغو پاسنيو د مبارزې كرښو پخلی د ښاغلي ستانه ګل شېرزادلخوا په هغه تاريخي غونډه كې وشو چې د افغان ملت ګوند برېتانيې جرګې لخواپه لندن كې  په  ۸ م  اپرېل ۲۰۱۰جوړه شوې وه٠


او بيا وروسته ددې مبارزې  پخلی دښاغلې ډاكټر محمد امين واكمن لخوا    په هغه تاريخي غونډه كې وشو چې د افغان ملت ګوند برېتانيې جرګې لخواپه لندن كې  په  ۲۱ م  جون  ۲۰۱۰جوړه شوې وه٠


اودا زموږ د  اېماني او وجداني مبارزې سره د افغان ملت ګوند سياسي مبارزې او ملاتړ زموږ په اند زموږ د پياوړې مبارزې مورچل ټينګ كړ٠ موږ په ډېره ولس او هېواد پاله  مينه او وجداني اخلاس سره د افغان ملت ګوند په مورچل كې دا مبارزه پر مخ بېوله٠ ما چې څومره د خپل كړېدلي ولس او هېواد لپاره مبارزه وكړه چې د هغې په بركت سره افغان ملت ګوند نوم يو ځل بيا په نړۍ واله كچه په مېډيا كې را ژوندی شو٠ او ډېريو ګوندي ملګرو دا په وياړ سره ستايلي او منلې ده٠ خو:


موږ له ډېرو داسې پوښتنو سره مخامخ شوو چې تاسو مشرانو ته مو په خپل وخت سره خپلې غوښتنې ٬  پوښتنې او نيوكې دروړاندې كړي دي چې يوه بېلګه يې د دې ليك په ترڅ كې تاسوته د يادونې په ډول سره تړل شوې ده٠


او څو څو ځله مو دا خبرې د تېلېپون او برېښناليكونو له لارې تاسو سره شرېكې كړي دي٠ خو هېڅ كله مو زموږ د جرګې غړيو او نورو هېواد والو ان يوې پوښتنې ته ځواب ندی وركړئ٠


او دا څلور مياشتې چې زه په كابل كې له تاسو سره له نېژدې په اړيكو كې شوم نو ډېريو ګوندې ملګرو او غير ګوندې هېوادپالو هېوادوالو ستاسو د كړو وړو په اړه زښت ډېر شكايتونه كول٠ زما ټولو ته همدا پيغام ؤ چې موږ به دا ټول د خپلو مشرانو په مرسته سم كړوو او د ګوند او ولس ملاتړ به تر لاسه كړوو٠


خو له بده مرغه چې ما په تاسو كې دا سياسي مېړانه او متره ونه ليدله چې يا خپلې ماتې ومنئ او ګوند او ولس ته يوه درنه تجربه پر ځای پرېږدئ او يا هم ځوان نسل د ګوند د مشرۍ لپاره وروزئ او وده وركړئ٠


تر ټولو لويه تجربه ماته د تګلارې د بيا كتنې لپاره چې د ګوند په انګړ كې د كنفرانس غونډه جوړه شوې وه تر لاسه شوه٠ په دې كنفرانس كې دا ماته په ډاګه شوه چې تاسو مشران هېڅ د دغه ولس او هېوادپروا نه لرئ ٬ چې پدې ولس څه ناتار روان دی٠ دا هم راته په ډاګه شوه چې تاسو زموږ د هېواد او ولس د ژغورلو مخالف ياست٠ تاسو زموږ هغه برحقې مبارزې ته په سپكه وكتل او دا مو يوه اشتباه وګڼله چې د جنايت او جنايت كوونكو غندنه او مهاكمه يې موږ غوښتله٠


او دا هم راته جوته شوله چې تاسو هېڅ ګوندې ملګرو ته غوږ نه نيسئ٠ او ډېری مشرانو  خپلې هغه خبرې چې د مېزونو تر شا يې  زده كړي دي هغه پر موږ ځوانانو تپلې٠ د ګوند په تګلارې كې د مشرانو د مسوليت لپاره هېڅ كوم برېد او سټه ونه ټاكل شوه او زما دا وړانديز په ډېره بې پروايۍ سره وتوګل شو چې ما په پای كې خپل غږ اوچت هم كړ٠


د جنوبي افريقې مبارزينود خپل ولس او هېواد چې دجنايت كاره اپارټايدلخوا يرغمل نيول شوی ؤ اوټول غرب هم د دغه جنايت كاره اپارټايد  ملاتړ كولو د ژغورلو او خپلواكۍ لپاره يې څومره په مېړانه مبارزې وكړلې٠


په يوولسم د جون ۱۹۶۴ كله چې د افريقې ملي كانګرس غړو هر يو نلسن منډېلا ٬ والټر٬  رېمنډ٬ احمد كټرادا٬ ګو ون٬  انډروو٬  الياس  او ډېنس چې دوی ته سزا اورول كېدله نو په هماغه ماښام د دوی وكيلان راغلل چې دوی سره په دې خبره سلا مشورې وكړي چې ددوی د سزا پر وړاندې د اپيل يا عريضې كول له كومه ځايه او څه رنګ پيل كړي٠ دا ځكه چې دا خبره نيژدې پخه غوندې وه چې دوی ټولو ته به د مرګ سزا اورول كېږي٠ نووكيلانو د اپيل په سر د دې مبارزينو سره د خبرو لپاره راغلي ول٠ چې په دې هكله نېلسن منډېلا وايي:


«په هغه شپه وروسته له هغې چې ما (نېلسن منډېلا) والټر سيسولو او ګو ون مونږه خپلو مينځونو كې سره سلامشورې وكړلې نو خپلو مدافع وكيلانو ته په ډاګه كړل چې كه موږ ته هره سزا راكړل شي ان كه په دار كول هم وي (مرګ سزا) موږ به يې پر وړاندې اپيل او د بدلون لپاره يې عريضه ونكړوو٠ زموږ پرېكړې زموږ وكيلان هك پك اريان كړل٠ والټر ٬ ګو ون او زه په دې ګروهه وو چې   اپيل او عريضه كول به زموږ  وجداني دريځ ړنګ كړي٠ »


  نو موږ ته دا جوته شوه چې موږ تاسو ته نه قناعت دركولای شو او نه هم ستاسو فكر بدلولای شو دا ځكه چې نه تاسو غوږ نيسئ او نه مو هم په دې ولس او هېواد زړه خوږېږي٠ او نه هم د دغه روان ناتار او جنايت لكه د شيشكې چې د ينې په خوړلو اخته وي همداسې چې زموږ د  ولس په مرۍ يې ګونډې وهلي او وينه يې زبېښي ٬  نه پروا لرئ او نه يې هم پر وړاندې كوم درېځ نيسئ٠ 


نو اوس موږ د يوې وجدانې پوښتنې سره مخامخ يو چې پرېكړه يې ډېره ګرانه ده٠


۱–         يا به موږه خپله وجداني مبارزه د خپلو ارزښتونو پرېږدو او د څو پيسو او څوكيو لپاره خپل وجدان تر پښو لاندې كوو او د تاسو تر مشرۍ لاندې دا ټول جينجړتوب او بې درېځه سياست ته ادامه وركوو٠ او ستاسو تر څنګ به د لويو لويو جنايت كونكو او غدارانو تر وزر او سياسي  سوټك  لاندې د څو ماموريتونو او ټنګو لپاره كار كوو٠


۲–         يا هم وسلې ته لاس اچووچې مشران يې بې سياسته او بې درېځه د پاكستان او اېران او ځينو نورو استخباراتي كړي په ولكو كې لوبلول كېږي ٠ چې د ۱۹۹۰مو كلونو د ترخې تجربې تكرار يې سل په سله كېدونكی دی٠


۳–       يا به د سياست او مبارزې ميدان پرېږدواو سياسي ملنګي به كوو٠


۴–        او ياهم د خپل وجدان او د كړېدلي ٬ ځورېدلې٬  جنايت او جنايت كوونكو ته يرغمل ولس او هېواد  د ځګېروي غږ  اوروو او د ژغورنې لپاره مټې رانغاړوو٠


موږ د وجدان په امر دې څلورم بديل ته يې په يوه بل ملي ٬ هېواد او ولس پاله مورچل كې ادامه وركوو٠ او د خپل هېواد او ولس د ژغورلو لپاره هرې قربانۍ ته ځان لكه چې چمتو ؤ همداسې به يې نور هم چمتو كوو او د دغو تجروبو څخه به زده كړه كوو٠


نو اوس افغان ملت ګوند د تاسو تر مشرۍ لاندی زموږ لپاره د مبارزې مورچل نه بلكې د جينجړتوب او شخصي ګټې پلټنې (آپرچونيزم) په زولنو بدل شوی دی٠


نو له دې كبله په دې زولنو كې زموږ لپاره پاتې كېدل زموږ ولس او هېواد نور هم د كړكېچ  او بربادۍ كندې ته كېباسي او زموږ وجدان به هېڅ كله هم په كرار پاتې نه شي او نه به لوی او غيرتي خدای راته بخښنه وكړي٠


ټول هېواد او ولس پاله او باوجدانه افغان مليتان زما وروڼه دي او تر پايه ورته درنښت لرم٠


نو له دې  امله چې دا زولنې مو ماتې كړې وي نور په دې ګوند كې نه پاتې كېږم او د دې ګوند د مشرتابه له ډلې څخه چې ګوند يې يرغمل كړی دی د وتلو پرېكړه كړي ده٠ او په ګوند كې زما مبارزه ناشونې ده نو د ګوند څخه د مشرانو د مجبوريته په ډېره نازړه توګه او په خپګان د وتلو پرېكړه كوم٠


په درنښت
 انجينير فهيم پښتون وردګ






29-11-2010
دافغان ټولنپال ولسواك ګوندمشرتابه او  داجرائيه شورا درنو غړو ته
درنښت او سلامونه  درته  ډالۍ كوو٬ 
ښاغلو :


 لكه څنګه چې تاسو پوهيږئ دهېواد اوسني سياسي اړدوړ  ته په پام سره دافغان ملت ګوند دريځ نه ګوندي غړوته اونه هم دافغانستان دخلكو لپاره دمنلو وړدی .افغان ټولنپال ولسواك  ګوند چې دارزښتونو او كړنلارې له مخې يوملي اوټولنپاله ګوند دی ،په كاروه چې دهغو سياسي پېښو اوبدلونونو په اړه يې چې دافغانستان له ملي ګټو سره سمون نه لري خپل پياوړی او غيرتي ملي دريځ څرګند كړى وای  خوپه خواشينۍ سره ،چې د ګوندمشرتابه او تاسو نه يوازې خپل درېځ نه  دی په ډاګه كړی  بلكې له حكومت سره د تاسو د ړوند٬ بې نرخه او پرته له كومې ليكلې ژمنې  ائتلاف  مو افغان ملت ګوند د دغو څو پر له پسې سياسي څپېړو او ګوزارونو او ان سپكاويو ته تړلی پرېښود ٠ د لويو لويو جنايت كارانو تر څنګ ودرېدی او نه يواځې دا چې د دوی د بشريت ٬ سړيتوب او افغانيت زد جنايتونه هېڅ كله ونه غندل بلكې د دوی په ستايلو او ملګرتيا مو ټول ولس له ځانه خپه او پردی كړ٠


دا نهه كاله  زموږ په ګران هېواد او كړېدلي ولس څه ناتار روان دی؟


د  كورنيو او بهرنيو لخوا چې زموږ په ولس او خاوره دا لوی لوی جنايتونه تر سره كېږي تاسې د ولس او هېواد د ژغورنې او ولس سره د خواخوږۍ ٬ او د جنايتونو د غندنې لپاره هېڅ هم ونه كړل؟ ٠ زموږ وياړنې او د وياړ څلي د غدارانو لخوا د ملنډو وړ ګرځي بيا هم تاسو ورته ګورئ٠ ان د يوه لوی جنايت غنده مو هم ونه كړله٠ زموږ ولس او د ګوند غړي چې د جنايت كارانو لخوا په شهادت رسېږي تاسې نه يواځې دا چې رسمي دوا مو وانخيستله بلكې د دې جنايتونو غندنه مو په رسمي توګه هم ونه كړله٠ زموږ ګوندي ملګرو چې د خپل ولس لپاره په بهر او كور دننه كې چې كوم غږ اوچت كړی تاسو د هغوی نه هم  ستاينه وكړله او نه مو هم ورته ارزښت وركړ٠ او ددې پر ځای پښتون افغان دوښمنه كسمي غدارانو ته د شهېدانو او اتلانونومونه او څلي وربخښئ٠ دا ټول څه دي؟ دا ولې؟ دا تر كله؟ په كومه پښتونواله او افغانيت او نړۍ وال نرخ؟ او كومه تګلاره؟


او په دې ټولو پاتې راتلو او مړځونګا درېځ سره زموږ ټول د مبارزې وسايل او ارزښتونه مو نه يواځې داچې د جنايتكارانو تر پښو لاندې كړل بلكې له خاورو سره مو خاورې كړل٠ موږ چې هر هېواد او ولس پاله افغان ته كه مشر وي او كه كشر مخ ورواړوو چې ګوند ته يې راوبولو نو دوی پر مونږ ملنډې وهي او همدا پېغورونه راكوي او دا د هر افغان ملتي ستونځه ده چې موږه سره يې  شريكه كړې ده٠ زموږ دګوندي ملګرو سياسي جرت او مېړانه  مو دومره كمزوره كړي دي  چې هېڅوك چا ته د ګوند د غړيتوب او ګډې سياسي مبارزې بلنه نه شي وركولای٠


له بلې خوا لكه څنګه چې تاسو په وار وار  هم په دې اعتراف كړی چې  ګوند نه يوازې داچې دخپلې ايډيالوژۍ له مخې سياست نه كوي ،يوشميرلويې سازماني اوتشكيلاتي ستونزې هم  شته چې ګوندي فعاليتونه يې په ټپه درولي ،دمركزاوولايتي جرګواو ان نړۍ والو جرګو ترمنځ اړيكې سمې نه دي اوصفوفو ته دوامداره لارښوونې نه رسيږي اوهمدا سبب دئ چې په هرولايت كې ګوندي غړي په خپل سرپه ټاكنو كې كانديد شوي او دا ګډوډي په ټول افغانستان كې افغان ټولنپال ولسواك ګوند په ټاكنوكې له ماتې سره مخ كړ اوزموږ ملي حيثيت يې په ملي اونړيواله كچه له پوښتنې سره مخامخ كړ . او افغان ملت ګوندچې دا سياسي ګوزار  وخوړ تاسو هېڅ د ځواب او ژغورنې مورچل نه و تيار كړی چې په كومه سټراټيژۍ به د دې درغليو او سياسي جنايتونو مقابله كوئ٠


زموږ ګوند لا  تر اوسه د يوه تل پاتې كلا او كور څښتن نه شو په داسې حال كې چې د ګوند تر سياسي نامه او ملاتړ په بركت اوسياسي ګټې  ډېری مشران د خورا پراخو پانګو څښتن شوي دي او هېڅ روڼتيا يې ګوند ته نه ده وركړې٠


له بله پلوه چې موږ په رسمي ډول د ګوند د ښه كېدو لپاره تاسوته  ليكونه در استولي دي په ډېره بې پروايۍ ورسره چلند شوی چې دا په خپله د تګلارې څخه ډېره ټيټه سر غړونه او د ګوندي ملګرو سپكاوی دی٠


د ډېرو پر له پسې د ګوندي غړو او غير ګوندي ولسي خلكو  غوښتنو سره سره د  ګوند غړو اوملت ته  روښانه منطق اودلايل نه دي وړاندې كړي٠   


موږ نور د  د ې سياسي څپېړو ٬ ګوزارونو او سپكاويو نه هم زغم لروو او نه  پټه خوله پاتې كېدای شو٠


موږ خو تر اوسه د تاسو ټولو پرېكړو درنښت د تګلارې په رڼاكې  په دې كولو چې ګواګي ستاسو پرېكړې د ګوند او ولس په ګټه وي٠ او س خو نو په څو ځله په تجربه  په ډاګه او جوته شوه چې ستاسو پرېكړې افغان ټولنپال ولسواك  ګوند ٬ افغان ولس او ګران هېواد افغانستان نور هم د ناورين كندې ته په ګړندېتوب ور ټېل وهي٠


موږ نور ستاسو په سياسي پرېكړو هېڅ ډاډمنتيا نه لروو!


له دې كبله تاسو  مشرانو څخه په درنښـت غوښتنه كوو چې ددې ستونزې د اواري لپاره د خپلو پاتې راتلو مسوليت ومنئ  او د ګوند ګنګره ژر تر ژره راوبولئ چې په هغه كې ددې ناخوالو يو لوی سياسي درس او تجربه  پر ځای پرېږدئ چې پړ او اتل  په كې ګوند او ولس  ته په ګوته شي ٠  تر څو زموږ راتلونكی سياسي نسل د دغه تجروبو په رڼا كې له   دې شهادتونو٬ سياسي څپېړو ٬ ګوزارونو او سپكاويو  څخه وژغورل شي او هم ګوند د راتلونكې ټولواكۍ په لور د سمو تجربواو د وخت سره سمو سياسي پرېكړو  په رڼا كې وخوځېږي او په ګډه يې پيا وړی كړوو٠


كه زموږ غږ  دې ځل ته له پامه غورځول كېږي او نه اورېدل كېږي نو موږ به د تګلارې په رڼا كې او د خپل پور چې ولس او هېواد راباندې دی نو نور زغرده ګامونه به واخلو٠  راځئ چې خپل  ازمويل شوی او د مېړانې  او سياسي كړنې خاوند ځوان نسل ددې ازمېښت لپاره غوره كړوو تر څو زموږ خپل سياسي مورچل ٬  افغان ټولنپال ولسواك ګوند٬ د هېواد د ټولواكۍ لپاره جوګه کړي.


په درنښت


انجينير فهيم پښتون وردګ
د افغان ټولنپال ولسواك  ګوند بريتانيې جرګې مشر
د برېتانيې جرګې او مركو دمشرتابه د ډېريو په ملاتړ
لندن ٫ برېتانيا