د کندهار ښاروال سره ٥ تنه نور هم وژل سوي

عطاالله محمدي | جولای 27th, 2011


څه ګړى مخکي په کندهار ښار کي د يوې بمي چاودني په پايله کي د کندهار ښار وال ووژل سو.
يوه باوري سرچينه وايي چي د نوموړي سره په دې بريد کي د ښاروالۍ پنځه تنه مامورين هم وژل سوي .
نوموړى په داسي وخت کي وژل کېږي چي تېره ورځ يې د کوتل مورچې په سيمه کي هغه ټول غير قانوني سرايونه چي بې نخشې او يا د زورواکانو له خوا نيول سوي ول ، نړول .

Copyright Larawbar 2007-2024