روزګان: د بي بي سي خبريال په جګړه کي ووژل سو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 28th, 2011



په روزګان کي د نننۍ ډله ايزي حمله له وجي د بي بي سي راډيو خبريال احمداميد خپلواک هم وژل سوى دئ. اميد خپلواک چي د پژواک له خبري آژانس سره يې هم کار کاوه، د نوموړي آژانس د رئيس دانش کړوخېل په وينا د پېښي ځاى ته د راپور جوړولو دپاره تللى وو چي وژل سوى دئ د احمد اميد خپلواک ورور وايي چي نوموړی  د حملې پر مهال د تلويزيون په دفتر کي په کار بوخت و ، تر لومړنۍ حملې وروسته يې کورنۍ ته د خپلي روغتيا حال ورکړﺉ و ، په يوه بل پيغام کي يې ورورته ليکلي وو ( که مړ سم دعاوي راته وکړﺉ ) .


د نوموړي ورور وايي چي د نوموړي پر وجود د چاودنو پرزې او يوولس مرمۍ لګېدلي دي ، دا معلومه نه ده چي خپلواک په قصدي ډول ويشتل سوی او که د جګړې په مرميو لګېدلی .


بلي خوا ته د روزګان چارواکي وايي په ولايت مقام، امنيه قومنداني، راډيو تلويزون وداني باندي تر ډېره جګړه روانه وه ، په دې پېښو کي ۲۱ کسان مړه او تر څلوېښتو زيات ټپيان سول . جاوید خپلواک :په اروزګان کې شهید خبریال امید خپلواک امریکا یانو وژلی دی



 د خپلواک تر وژل کېدو درې ورځي وروسته د پنج شنبې په ورځ په روزګان ولایت کې دشهید خبریال ورورجاوید خپلواک وايي چې ورور احمد امید خپلواک یې امریکا يي سرتېرو وژلی دی . نوموړي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې هغه داسي شواهد په لاس کې لري چې دورور قاتلان یې امریکا یان دي .ښاغلي جاوید په ټینګار سره وویل چې ۹ کسه شاهدان لري چې پر ورور یې امریکا يي سرتېرو ډزي کړي . 


نوموړي بي بي سي راډیو او یو شمېر نوري رسنۍ په دې تورني کړې چې دامریکا یانو ملاتړ کوي او دوروردوژلو پړه یې طالبانو ته په غاړه وراچوي . ده خبریال ویبپاڼې ته وویل چې په بي بي سي راډیو کې له (………) خبري کړي دي چې دده په وینا دبي بي سي غبرګون سم نه وو. له بله لوري  دبي بي سي راډیو دچارواکو له لوري دپیښي په ورځ دامید خپلواک وژنه غندل شوې او ویلي یې وو چې دپیښي پلټنې به وشي . د۲۰۰۷ کال دجون میاشتي پر ۷ نېټه په هلمند کې دبي بي سي یوبل تکړه خبریال صمد روحاني هم تر تښتولو وروسته شهید کړل شو چې دبي بي سي چارواکو یې دپلټنو غږ کړی وو خو دڅلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم دپلټنو پایلي څرګندي نشوې .

داروزګان ولایت یوه اوسېدونکيو چې دپیښي عیني شاهد  هم دی خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دشهید امید خپلواک دوژنې په اړه قوي اسناد په لاس کې لري چې دده په خبره وروسته بې راڅرګند کړي ، هغه له خبریال ویبپاڼې وغوښتل چې نوم او داسنادو نوعیت افشانه کړي .

دامید خپلواک ورور جاوید خپلواک  داروزکان دروغتیا دریس خان اغا میاخیل هغه خبره رد کړه چې پراحمد امید خپلواک چرې هم لګېدلي دي . دی وايي چې ډاکتر میاخیل یوازي شل دقیقې دهغوی کورته دفاتحې لپاره ورغلی وو. خپلواک وايي، کله چې هغه د راډيو ټلويزيون ودانۍ ته د خپل ورور د مړي د انتقال لپاه ولاړ، نو د بهرنيو سرتېرو ژباړونکو په خپلو منځونو کې ويل، چې څېره يې عرب ته ورته ده، بل يې ويل، چې نه پاکستاني ته ورته ده.

دی وايي ماورته وویل چې دا زما نازولی ورورو امید خپلواک دی چې خبریال وو. دده په خبره دورور دمړي تر لیدلو وروسته زه بې هوښه شوم.

نوموړی وايي چې زما ورور په ځانمرګي برید کې نه دی وژل شوی ،دی دا خبره پر دغه اساس کوي، چې ورور يې تر ١٢ بجو او ٤١ دقيقو پورې، چې هغه ته يې وروستى ټيلېفوني پيغام لېږلى، ژوندى و، په داسې حال کې، چې بريدونه شاوخوا ١٢بجې پيل شوي وو. همداراز دده په وینا ۹ کسانو شاهدي ورکړې ده چې پر ورور یې ګولي امریکا یانو چلولوې دي . 

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل دپیښي په روځ وویل  چې د احمد اميد خپلواک پر جسد د چرو او هم د مرميو ټپونه وو.

ښاغلي میاخیل وویل چې : ((د هغه پر سر او راسته اوږه شاوخوا ١١ مرمۍ لګېدلې وې، خو د دې ترڅنګ يې پر مخ او وجود د چرو ټپونه هم وو، خو دا نه څرګندېږي، چې هغه د بهرنيو سرتېرو، پوليسو او يا که د بريد کوونکو پر ډزو لګېدلى دى.))

پژواک خبري آژانس  دشهید خبریال دیوه پخواني استاد له قوله وايي چې احمد اميد خپلواک وروستۍ ټيلېفوني اړيکه د خپل يوه دوست دل اغا خياط سره نيولې وه، چې هغه ورسره په ماشومتوب کې د خياطۍ د زده کړې لپاره شاګردي کړې وه.

دل اغا خياط ویلي چې  ((زه په همدې ورځ په کندهار کې وم، يو دوست مې راته وويل، چې په اروزګان کې سخته جګړه پيل شوې ده، له خپل پخواني عادت سره سم مې د معلوماتو لپاره خپل شاګرد احمد اميد خپلواک ته زنګ وواهه.))

دى وايي، اميد تر څو زنګونو وروسته د هغه ټيلېفون ځواب کړ او په ډېره بېړه يې ورته ويل، چې زه په ډېر سخت حالت کې يم، دعاوې راته کوه او له دې خبرې سره يې ټيلېفون بند کړاوما په پرله پسې توګه يې د اميد خپلواک شمېرې ته زنګ وواهه، چې کله کله به يې بوخته ښودله او کله به يې زنګ تېراوه، خو نه ځوابېده.

د هغه په وينا، تر پر له پسې زنګونو وروسته خپلواک يو ځل بيا خپل ټيلېفون ځواب کړ او دا ځل يې وويل: ((زه په راډيو ټلويزون کې په کار بوخت وم، چې اول ډېره سخته چاودنه وشوه او وروسته ډزې پيل شوې، زه اوس په يوه کوټه کې پټ شوى يم، هليکوپټر هم ګرځي او له هوا ډزې کوي، دعا راته کوه…))

دل اغا وايي، له دې خبرو سره يو ځل بيا ټيلېفون بند شو او وروسته چې مې هر څومره زنګونه ورته وهل، ګټه يې نه کوله.

خبریال ویبپاڼې سره دخبرو پر مهال ددامید خپلواک ورورو جاوید خپلواک دافغانستان له عدليي چارواکو ،ولسمشر کرزي او ټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې دده درورو دشهادت قضیه دي په بې پرې توګه وڅېړل شي او دپیښي عاملین دي دعدالت میدان ته راکش کړل شي . نوموړی وايي چې ورور یې دآزادي خبریالي ښکار شو. 

طالبان وايي چې  امید خپلواک دوی نه دی وژلی خو داروزګان بریدونه دوی کړي دي . داروزګان  چارواکو دا خبره کړې چې تر اوسه لا دقیقأ نه ده روښانه چې شهید خپلواک په ځانمرګي برید او که په ډزو وژل شوی دی .

دبي بي سي پښتو او پژواک اژانس خبریال او دخبریال ویبپاڼې همکار امید خپلواک دپانج شنبې په ورځ دجولای میاشتي پر ۲۹ نېټه داروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې په هغو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شو چې شل نور کسان ورکي وژل شوي او او ۳۶ ټپیان دي .

ارواښاد احمد اميد خپلواک د غلام نبي زوى او د عبدالحميد لمسى و چې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې د اروزګان ولايت د دهراود په تنګي کلي کې زيږېدلى و.


ده په اروزګان کې تر شپږمه ښوونځى لوستى و، چې د کمونیست پلوه حکومت پر مهال يې کورنۍ کابل ته ولېږدېده او له اووم تر نهم ټولګي يې ښوونځى په کابل کې ولوست.


خو چې په کابل کې کورنۍ جګړې پيل شوې احمد امید خپلواک له خپلې کورنۍ سره اروزګان ته ولېږدېد او د سيدال شا لېسه يې ولوستله.


احمد اميد خپلواک له څو کلونو راهيسې د خبريالۍ دنده ترسره کوله، نوموړي د مطبوعاتي خدمتونو تر څنګ سږ کال د اروزګان له عالي دار المعلمين نه فارغ شوى و.


ده له دريو کلونو راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه او د ژوندانه د هر اړخ په اړه يې بې پرې راپورونه ورکول سربېره پر بي بي سي يې له پژواک خبري اژانس او يوې سيمه ييزې راډيو سره هم د خبريال په توګه کار کاوه.


ارواښاد احمد اميد خپلواک يو ورور لري، دوه کاله مخکې يې واده کړی و او يوه لورکۍ ترې پاتې ده چې لا د ۴۰ ورځو نه ده شوې.


د لراوبر اداره د خپل هر يوه هيوادوال په درد او غم خواشينې کيږي خو د ځوان ژورناليست احمدخپلواک قتل د هيوادوالو د ړندولو او کڼولو په معنا تعبيروي ، په سختو تورو يې غندي او د ارواښاد کورنۍ ، همکارانو او انډيوالانو ته د زړه له کومي د تسليت مراتب وړاندي کوي .


د ارواښاد روح دي ښاد وي ، ياد به يې انشاالله تل د افغانستان او نړۍ د ژورناليستانو سره تازه اوسي .

Copyright Larawbar 2007-2024