دسړک غاړي ماين دښځواو کوچنيانوپه ګډون ۱۸کسان ووژل

د لراوبر اداره | جولای 29th, 2011


نن غرمه په هلمندکي د سړک د غاړي بم د ملکي خلکو پر يوه Minibus موټر وچاودېد او د ښځو او کوچنيانو په ګډون يې ډرېور او ۱۸ کسه سپرلي ځای پر ځای ووژل ، د سپرليو دا موټر د نهرسراج ولسوالۍ څخه د لښکرګا خواته روان و چي د پېښي سره مخامخ سو . ددې پېښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې ، تېرو پېښو ته په کتو سره د سړک غاړي ماينونه د طالبانو لخوا اېښوول کېږي چي زياتره وخت يې ملکي کسان هم قرباني کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024