کور / تازه خبرونه / سعودي عربستان: د دوشنبې ورځ د روژې اوله ده

سعودي عربستان: د دوشنبې ورځ د روژې اوله ده

د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چي سبا د دوشنبې ورځ چي د اګست له اولي نېټې سره برابره ده، د روژې لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان ستره محکمه هم معمولاً د سعودي عربستان سره په يوه ورځ د روژې د شروع او اخترونو د راتګ اعلان کوي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو ږغ کړى چي د روژې د مبارکي مياشتي په درناوي په دې مياشت کي جنګ او جګړه ونکړي.
همدا راز د افغانستان د علماوو سراسري شورا د يوه پيغام په خپرولو سره پر طالبانو د اوربند ږغ کړى دئ.

د لراو بر ويبپاڼه د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب ټولو مسلمانانو ته د روژې د مبارکي مياشتي د راتګ مبارکي او له خداى (ج) څخه ټولو مسلمانانو ته د نيولو توفيق غواړي.