محمدنسيم رضايي د کندهار سرپرست ښاروال په توګه کار پيل کړ
kandahartv-gov.com
د کندهار ښاروالۍ اوسني مرستيال محمد نسيم رضائي د سرپرست په توګه وټاکل سو او نن د کندهار والي توريالي ويسا لخوا د يوې غونډي په ترڅ کي د يادي اداري غړو ته ور وپيژندل سو او د ولايت مقام د لوري يي ور سره د هر راز همكاريو ډاډ وركړ .
والي وويل اوس وخت ددي رارسيدلي دي چي د كندهار ښار لپاره په جوړو سويو پلانونو پسي عملي ګامونه واخلو كوم چي شهيد غلام حيدر حميدي د خپل ژوندانه په اوږدو كي يي ددي ښار د پراختيا او ښائيست لپاره ليڅي رانغښتي وي او د هر ډول غير قانونيو كارونو د ترسركولواو قبضو مخه يي ډب كړي وه ښاغلي ويسا زياته كړه د مرحوم ښاروال د ارمانونو پوره كول دا زموږ د ټولو ګډ هدف دي چي انشا الله ډير ژر به يي ترلاسه كړو .
دغه رنګه د والي تر خبرو وروسته د ښاروالۍ د ټولو كاركونكو په استازيتوب نوي سرپرست ښاروال كندهار والي ته ډاډ وركړ چي دوي به د خپل نژدي همكار او غښتلي مشر شهيد حميدي پر پله قدم ږدي او د ټاكل سوي ماسټر پلان مطابق به مخ په وړاندي ځي او ښاريانو ته يي اتمينان وركړ چي ستاسي قانوني كارونه به د پخوا په شان بيله رشوت اخيستلو ياوركولو څخه په ښه توګه تر سره كيږي او هر څوك چي قانون ماتوي هغه به د قانون پنجو ته سپاري .