کور / تازه خبرونه / غزني: خصوصي پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني: خصوصي پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني ولايت كي دخصوصي امنيتي كمپنيولس ساتونكي او دري تنه وسله وال طالبانو ووژل شول.
دغزني ولايت مقر ولسوالي دلړمي په سيمه كي تيره ورځ ناوخته دامنيتي كمپنيودساتونكواودوسله والو طالبانوترمنځ نښته رامنځته شوي.دمقر ولسوالي ولسوال صاحب خان ددي پيښي دي پخلي تر څنګ كليد راديو ته وويل په دي نښته كي دامنيتي كپمنيو لس ساتونكي وژل شوي نوموړي همداراز وويل په ياده نښته كي دري تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دري تنه نور ټپيان شوي دي.اودامنيتي كمپني دري عرادي موټرتري تم شوي دي
دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ويناپه ياده نښته كي يي دامنيتي كمپنيو اته تنه ساتونكي وژلي او دولس تنه نور يي ټپيان كړي دي،او اوه ميله وسله هم لاس ته ورغلي ده
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي هم دغزني په اندړو ولسوالي كي دوسله والوطالبانواو دخصوصي امنيتي كمپنيو دساتونكوترمنځ په نښته كي څلور تنه دكمپنيو ساتونكي ووژل شول.