کور / رسنۍ / دپښتونخوا له زړه پېښوره د ( مينه ) په نوم مجله په ليکه شوې

دپښتونخوا له زړه پېښوره د ( مينه ) په نوم مجله په ليکه شوې

(( مينه )) په ليکه شوه !


د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د ښاغليو پښتنو مينه والو له ډېرو غوښتنو سره سم له پېښور نه خپرېدونکې د مينې مجلې چلوونکې ادارې يو وېبلاګ په ليکه کړو چې پکښې به هغه قدرمن مينه وال چې غواړي د انټر نېټ له لارې (( مينه )) ولولي نو اوس به هره مياشت دغه مجله هم لوستې شي او هم به د دغې پاڼې  له لارې خپلې ليکنې او په مخلتفو ليکنو خپلې تبصرې او نظرونه رالېږلې شي.


له ګلونو مينه والو نه په ډېر احترام سره غواړو چې په مجله کښې د خپرېدو لپاره خپلې نثري او نظمي ليکنې ، تبصرې، پېغامونه او نېکې مشورې زر تر زره مونږ ته راولېږي چې (( مينه )) پرې لا ښکلې او سينګار کړو.


همدا رنګ کۀ کوم دوستان د پښتو ژبې او کلتور د پرمختګ لپاره له ادارې سره خپلې مرستې کول غواړي نو مونږ به يې په ډېرې مينې سره مرستې قبولې کړو.
د مينې وېبپاڼې پته:  http://meenapukhto.blogfa.com


دفتري پته: دفتر مينه مجله کوڅه نمبر2   غريب آباد روډ شاهين ټاؤن پېښور


برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com


ټيلفون: ټيلفون: 7114566    ګرځنده: 3459047584


د بېنک کاته: اکاؤنټ نمبر 809-5  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټېنډ برانچ پېښور






دپښتونخوا له زړه پېښوره د ( مينه ) په نوم مجله چاپ سوه


نیټه 2008-03-17  م 


د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه ازاده، خپلواکه، مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري او اجتماعي مياشتنۍ (( مينه )) مجله د وړومبي کال (١٣٨٧ هجري نمريز کال ) وړومبۍ د وري د مياشتې ګڼه په خپلې ښکلا او مينې سره له چاپه راووته . کوم مينه وال چې غواړي دا مجله هره مياشت د پوسټ په ذريعه ترلاسه کړي کولې شي لاندې ورکړے شوے فارم په بشپړه توګه ډک کړي چې د نړۍ په هره سيمه کښې وي مونږ به ورته (( مينه )) په مينې او درناوي سره رسوو. کوم قدرمن مينه وال که غواړي په نظم او نثر کښې خپلې ليکنې يا تبليغات ، اشتهارات، خبرونه ، خبرتياوې او رپوټونه په راتلونکې ګڼه کښې چاپ کړي نو مونږ ته دې راوليږي


د مينې د يوې ګڼې بيه: 25 روپۍ يا 20 افغانۍ      په بهرنيو هېوادونو کښې:5 يورو يا د هغو معادل      د کلني ګډون بيه: ٢٥٠ روپۍ يا ١٨٠ افغانۍ  په بهرنيو هېوادونو کښې ٦٠ يورو يا دهغو معادل  د مجلې د پوسټ خرچه به د ادارې په غاړه وي 


زېری : له دې ګڼې سره د نوي هجري نمريز ١٣٨٧ کال رنګين کليزوړيا حاصل کړئ


   


ګډونپاڼه


د فارم ډکولو او پېسې ادا کولو نېټه:– —————————————————-


نوم:———————–پلار نوم:——————– عمر———- شغل—————-                                                      


د ډاک پته:———————————————————–————————


برېښناليک:—————————  ټېلفون:—————-ګرځنده:——————–


ژمنه


زۀ غواړم چې د مينې مجلې د کال/ شپږومياشتو لپاره د دې مجلې ګډون کوونکی  شم چې د دې لپاره د دغې مودې ونډه————— روپۍ/ افغانۍ/ يورو وغېره


په نغده /  مني آرډر/ بېنک چېک په توګه ادا کوم. مهرباني وکړئ او ما ته د دغې مودې لپاره مجله جاري کړئ.— د مني آرډر يا بېنک د رسيد يوه فوټو کاپي د ډاک په ذريعه يا يې نمبر د برېښناليک په ذريعه درلېږم  لاس ليک: (د برېښناليک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې لاس ليک لازم نۀ دی) 


د مجلې د لا ښکلا او ودې لپاره خپل وړانديزونه، انتقادونه، مشورې او تبصرې دلته وليکئ:——————————————-


پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي غريب اباد روډ شاهين ټاؤن پېښور ( پښتونخوا)       برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com 


ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584


اکاؤنټ نمبر: 809-5  الائيډ بېنک ميونسپل بس سټينډ برانچ پېښور


يادونه: د ډاک په ذريعه د رالېږلو په صورت کښې د دې فارم فوټو کاپي هم قبوله ده