طالبانو پنځه بنګله دیشی اتباع خوشی کړل
طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کی چی رسنیو ته یې لیږلې ، ویلی چی هغه پنحه کسه بنګله دیشی اتباع یې د روژې د رارسېدو په مناسبت خوشی کړل چی څو میاشتی وړاندی یې په بلخ ولایت کی د یوې ترکۍ کمپنۍ سره د کار کولو په دلیل په بلخ کی نیولي وو .
اعلامیه وایی چی هغوی پر خپلو کړنو پښیمانی وښودله او د راتلونکي لپاره یې تعهد وکړ چی بیا به په افغانستان کی د اشغالګرو قواوو سره هیڅ ډول کار او همکاري نه کوی .
اعلامیه پر افغانانو هم ږغ کوی چی د بهرنیو اشغالګرانو سره کار او همکاري د اشغال او ظلمونو د دوام معنا لری او باید ډډه ترې وکړی .