کندهار : لس وسله وال نيول سوي

عطاالله محمدي | اگست 3rd, 2011


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په اړونده سيمو کي يې لس تنه وسله وال چي ګومان کېږي يو قوماندان هم پکښي شامل دئ نيولي .
چارواکي وايي چي نيول سوي قوماندان د حکومت ضد کارونه په غزني ولايت کي ترسره کول او د يوې پنځوس کسيزي ډلي مشر و .
چارواکي وايي چي په نيول سوو کسانو کي يو تن ځانمرګى هم دئ چي د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى دئ .
د يادوني وړ ده چي دحکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024