کور / اسلامي / دروژې دماتولوآداب

دروژې دماتولوآداب

بسم الله الرحمان الرحيم


الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:


بايدموږټول دالله پاک شکراداکړوچي موږته يې دروژې دنيولوتوفيق راکړواوبل بايددروژې دماتولوپه وخت کي دغه لاندينۍ خبري که په پام کي ونيسو،نوانشاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مودخيرپه کاروکي ونډه دپام وړوي هغه دادي :


(1)


په حديث شريف کي راغلي دي


أن للصائم فرحتان فرحة حين يفطر و فرحة حين يلقى ربه.
دروژاتي لپاره دوه خوشحالۍ دي،يوه دروژه مات په وخت کي اوبله دخپل رب سره دملاقات په وخت کي .


دروژې دماتولودوخت خوشحالي خوموپه برخه کيږي،دهغي بلي خوشحالۍ لپاره بايدداسي هڅه وکړوچي روژه موداسي شي چي دهغې هم مستحق شو.


نوبايددداسي روژې نيولوهڅه وکړوچي دبدن دټولوموروژه وي .


(2)دروژې دماتولوپه وخت کي دُعاءنه رديږي يعني هرومروقبليږي نوپه دې وخت کي ډېري دُعاګاني کول پکاردي،خوله بده مرغه چي موږاکثره خلګ په دې وخت کي هم له خبرونه وزګارېږو.


په حديث کي راغلي دي:ددريودُعاءنه رديږي:يودروژاتي دعاءدروژې دماتولوپه وخت کي،دعادل اچادعاءاودمظلوم دُعاء چي هغه الله پاک ترورېځوپورته کوي،داسمان دروازې ورته خلاصوي اوالله پاک فرمايي:زمادي په خپل عزت قسم وي چي زه به هرومروستامرسته کوم،که څه هم(دمصلحت له کبله)وروسته شي(مسنداحمد،ترمذي،ابن خزيمه،ابن حبان)


(۳)دروژې دماتولوپه وخت کي هغه دعاګاني لوستل کومي به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستلې .


دوه يې دلته ذکرکوو:


اَلحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ


(بيهقي شعب الايمان 3\408)


ژباړه:ټول دکمال صفات دهغه  الله لپاره خاص دي چي زمامرسته يې وکړه،نوماروژه ونيوله اوماته يې روزي راکړه،نوروژه مي ماته کړه؛


بله دعاءداده :


ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی


(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات1\175)


{تنده لاړه،رګونه لانده شول اوانشاءالله تعالی اجرثابت شو}


(۴)دډوډۍ دخوړلوځانګړي اداب شته،لکه په راسته لاس خوراک کول،بسم الله دخوراک په پيل کي لوستل اوداسي نور..


دهغوآدابوپه دې مبارکه مياشت کي په ځانګړي توګه مراعت کول پکاردي .


(۵)دالله پاک شکراداکول ځکه هغه موږته هدايت کړی،داسلام مبارک دين يې راپه برخه کړی،دروژې اونوروعباداتوتوفيق يې راکړی اودروژې دماتولولپاره يې روزي راکړې ده .


(۶)هڅه کول چي يوه روژه نيوونکي ته دروژه مات لپاره څه ورکړوځکه داهم يوډېرمهم عمل دی،تردې چي دهغه دثواب په اندازه الله پاک تاته هم ستادخوراک دورکولو له کبله درکوي .


که نورنه وي يوګيلاس اوبه ورکړو.


(۷)په دې مياشت کي ډېري صدقې کول پکاردي اوبايددروژې دماتولوپه وخت کي دهغوبې وزلواوغريبانوحالت له پامه ونه غورزووچي دخوراک لپاره په کورکي څه نه لري .


(۸)دروژې دماتولوپه وخت کي دځان اونورومسلمانانولپاره له الله پاک څخه دمغفرت اوبښني دعاوي کول .


(۹)داسلام دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم اودهغه دملګرو(رضي الله عنهم)حالت هم بايدپه پام کي ونيسوچي پرهغوی به څوڅوشپې دلوږي په حالت کي تېرېدلې،تردې چي دلوږي له امله به يې ډبري په نسونوپوري تړلې .


(۱۰)بايدله ډېرخوراکه ډډه وکړو،نه بايددروژې دماتولوپه وخت کي ډېرخوراک وکړواونه هم  دپېشنمي په وخت کي ځکه دروژې دنيولويوحکمت اوغرض دادی چي مالدارخلګ دلوږوله حالته خبرشي،دهغوی دلوږي اودتکليف احساس دوی ته وشي،که خوراک ډېروکړل شي،چي په روژه کي وږی نشي نوبيادروژې دغه سترمقصدانسان ته نه حاصليږي .


(۱۱)دوژې په ماتولوکي بيړه کول .


په حديث کي راغلي دي: ما زالت أمتي بخير ما أخرت السحور وعجلت الفطور{زماامت به ترهغه پرخيرباندي وي،ترڅوچي دوی پېشنمی ځنډوي اوروژه مات په تلوارسره کوي}


مطلب دادی چي لومړی بايدروژه ماته کړل شي اوبياوروسته لمونځ وکړل شي.


داتقوی نه ده چي څوک روژه ناوخته ماتوي،بلکي داګناه اوبدعت دی.


که څوک داسي وکړي چي روژه ماته کړي،لمونځ وکړي ځان وروسته موړکړي داصورت صحيح دی.


(۱۲)روژه بايدپه خورما(کجورو)باندي ماته کړل شي.


ځکه داسنت طريقه ده اوپه دې کي روغتيايې لويې ګټي هم شته،که خورمانه وه نوبيادي په اوبوسره ماته کړل شي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .


(۱۳)دروژې دماتولوپه وخت کي بايدخپل هغه مؤمنان اومجاهدين  وروڼه هم له ياده ونه باسوچي دډول ډول کړاوونوسره لاس اوګرېوان دي،په ځانګړي توګه زموږپه جګړه ځپلي هيوادافغانستان کي .


هغوی ته بايددُعاوي وکړواوڅه ډول مرسته موچي ورسره په وس پوره وي،هغه بايدترې ونه سپموو.


وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين