د ماین چاودنی حملې ۲۵٪ زیاتی سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 3rd, 2011


د امریکا نیشنل ژورنال خپرونه د امریکایی پوځ په حواله راپور ورکوی چی پر امریکایی او نورو بهرنیو پوځیانو باندی په افغانستان کی د ماین چاودنو حملې خورا زیاتی سوي او تلفات یې هم ډیر کړي دي . د ماین خنثی کولو د قواوو لوی قوماندان ( جنرال مایکل بربېرو ) ورته وویل چی په جون کی د ماین چاودنو حملې تر ۱۶۰۰ هم واوښتې حال دا چی د تیر کال په جون کی هغه ۱۲۵۰ ته رسېدلي وې چی دا ۲۵٪ زیاتوالی دی .
دغه جنرال وایی چی سږ کال د ۲۸۳ بهرنیو پوځیانو د تلفاتو څخه ۱۵۸ یې د همدې ماینونو له درکه دي چی طالبان هغه اکثرأ د کلسیم امونیم نایټرایټ کیمیاوی کود څخه جوړوی چی د پاکستان څخه په پټه راوړل کیږی .
ده وویل چی طالبان اوس د خورا حساسو او غټو ماینونو جوړولو ته هم لاس اچولی چی موږ یې ډیر په عذاب کړي یو .
ده زیاته کړه چی امریکایی پوځ سږ کال د ماینونو د مقابلې لپاره ۳۵۱ ملیونه ډالره مصرف کړل تر څو ۵۰۰ د ماین ضد وسایل او څه باندی ۶۰۰ ماین میندونکي سپیان افغانستان ته راوړی خو دې کار بیا هم خورا لږ ګټه رسولې ده .
ده خبردارﺉ ورکړ چی زموږ دښمن ډیر هوښیار او ځیرک دی ، هغوی موږ تعقیبوی او زموږ د تاکتیکونو په بدلون سره هغوی هم ځانونه هماغسی راسره عیاروی .

Copyright Larawbar 2007-2024