کور / اسلامي / د روژې پنځم سوغات

د روژې پنځم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړۍ چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅېدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
نو دا دی د پنځمی روژې لپاره پنځم سوغات لطفأ مطالعه کړﺉ ، ( ن . صمد )

د قرآن سره مرکه ( پنځمه برخه ) :

پوښتنه : آیا ته د علم ښېګڼی ته تسلیم یې ، یعنی هغه منې ؟ ځکه بعضی کسان ګمراه کونکي ادعاګانی کوی .
ځواب : زما په نظر د علم ښېګڼه ثابته او غوڅه ده او زه پر علم ډیر ټینګار کوم . ما علم روڼا او عالم اصلی لیدونکی بللی دی ، د عالمانو درجې خدای لوړوی ، علم د انسان پوهه ، ایمان ، ادب او مدنیت پیاوړی کوی . نو آیا دا هر څه د علم سره زما علاقه او رابطه نه ثابتوی ؟ (۱) .

پوښتنه : هو باالکل همداسی ده . آیا کولای سم چی وپوښتم ستا د تلاوت آداب کوم دي ؟
ځواب : ډیر ښه ، زما د تلاوت څو مهم آداب په دې ډول دي :
لومړی ـ پاک او صاف والی (۲) ؛
دوهم ـ تر هر څه مخکی تعوذ ( یعنی اعوذ باالله من الشیطن رجیم ) ویل (۳) ؛
درېیم ـ وروسته تسمیه ( یعنی بسم الله الرحمن الرحیم ) ویل (۴) ؛
څلورم ـ سَوکه سَوکه او په سړه سینه تلاوت کول (۵) ؛
پنځم ـ په تلاوت کی له تلواره کار نه اخیستل (۶) ؛
شپږم ـ په خشوع او خضوع سره تلاوت کول (۷) ؛
اووم ـ پر هغه باندی غور او تدبُر کول (۸) ؛
اتم ـ د نورو لخوا په چوپتیا او ډیره توجه سره زما تلاوت اورېدل (۹) ؛
نهم ـ د سجده آیتونو په لوستلو یا اورېدلو سره سجده ادا کول (۱۰) ؛

پوښتنه : ستا فضایل یا ښېګڼی څه دي ؟
ځواب : زما ښېګڼی ډیری دي چی څو مختصری بیلګې به یې داسی در وپیژنم :
لومړی ـ زه د الله کلام یم (۱۱) ؛
دوهم ـ زما غوندی بل کلام نسته او زه بهترین کلام یم (۱۲) ؛
درېیم ـ زما کار دا دی چی انسانان د ګمراهۍ د تیارې څخه راوباسم او د هدایت رڼا ته یې راوبولم (۱۳) ؛
څلورم ـ زه زړونو ته حوصله بخښم او ذهن او فکر ته ټینګښت عطأ کوم ( ۱۴) ؛
پنځم ـ زه د ټولو انسانانو د روحی ناروغیو لپاره د شفا پیغام یم (۱۵) ؛
شپږم ـ زه ایمان والاوو ته بشارت یا زیری یم (۱۶) ؛
اووم ـ زما اغېزه ثابته او مُسَلمه ده (۱۷) ؛
اتم ـ زما تلاوت یو ډیر لوی عبادت دی (۱۸) ؛

پوښتنه : ډیره مننه ، آیا راته ویلای سې چی پر تا باندی مخالفینو اعتراضونه کړي دي که یا ؟ که وی لطفأ یې څو بیلګې راته ووایه .
ځواب : هو ، پر ما مخالفینو یو څه اعتراضات او نیوکي کړي دي چی ځینی یې دا دي :
لومړی ـ وایی چی زه د رسول الله (ص) لخوا جوړ سوی یم او ګواکی الله تعالی نه یم نازل کړی (۱۹) ؛
دوهم ـ وایی که موږ دا ومنو چی ته د الله لخوا نازل سوی یې ، نو بیا سوال دا دی چی ولی په یو ځایی توګه نه یې نازل سوی او ولی لږ لږ نازل سوی یې (۲۰) ؛
درېیم ـ وایی چی رسول الله (ص) زه د یو عجمی شخص ( غیر عرب ) په مرسته جوړ کړی یم (۲۱) ؛
څلورم ـ وایی چی زه باید د هغو دوو مشهورو کسانو څخه پر یوه نازل سوی وای چی د عربو د دوو مشهورو ښارونو ( یعنی مکې او طایف ) مشران وو (۲۲) ؛
پنځم ـ وایی چی زما پر ځای کوم بل [ نرم دریځه ] قرآن باید نازل سوی وای تر څو د دوی لپاره د منلو وړ وای (۲۳) ؛
شپږم ـ وایی چی زه باید د دوی د هیلو مطابق بدل سم (۲۴) ؛
اووم ـ زه یې شعر او شاعري بللی یم (۲۵) ؛
اتم ـ زه یې د پخوانیو خلکو بې سر او بې پښو داستانونه ګڼلی یم (۲۶) ؛
نهم ـ زه یې د خوب او خیال پاشلی بیان بللی یم (۲۷) ؛
لسم ـ زه یې جادو بللی یم (۲۸) ؛

پوښتنه : هغوی ولی داسی کول یا یې اوس کوی ؟ یعنی ستا مخالفت ولی سوی دی ؟
ځواب : د بیلا بیلو خلکو لخوا زما سره مخالفت سوی دی چی د علتونو څو مثالونه یې دا دي :
لومړی ـ د نفسانی غوښتنو پیروی (۲۹) ؛
دوهم ـ د لاس تنګۍ او بدحالۍ خطر (۳۰) ؛
درېیم ـ د ظلم او زیادتیو ناوړه عادت (۳۱) ؛
څلورم ـ د پلرونو او نیکونو په پټو سترګو تقلید (۳۲) ؛
پنځم ـ خپل منځي تعصب او ډلی ډلی والی (۳۳) ؛
شپږم ـ مجرمانه ذهنیت او تفکر (۳۴) ؛
اووم ـ ضدیت او سپین سترګي (۳۵) ؛

پوښتنه : هغوی دی الله اصلاح یا تباه کړی چی بې دلیله او چټی دغسی ضدیت درسره لری . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی د دې دنیا په باره کی څه فکر کوې ؟
ځواب : دا دنیا د انسانانو ازمویَنځی دی (۳۶) ، دا یو مؤقتی او فانی ځای دی او تر دې وروسته به قیامت راځی او یو بل مستقل او تلپاته جهان به شتون ولری (۳۷) . دا دنیا د لوبو ځای دی (۳۸) ، د خطا ایستلو ځای دی (۳۹) ، د ښکلاوو او ویاړ ښودلو نوم دی (۴۰) ، د آخرت په پرتله دا ډیر محدود او کوچنی دی (۴۱) .

پوښتنه : ستا په نظر د انسان د ژوند څخه مقصد څه دی ؟
ځواب : زما په نظر د انسان د ژوندانه مقصد د الله بشپړ اطاعت ، عبادت او بندګي ده (۴۲) .

پوښتنه : آیا دا به لازمه وی چی در څخه وپوښتم چی لوی خدای ټوله کایًینات په څومره موده کی جوړ کړل ؟
ځواب : هو ، هر سوال چی لرې ، آزادانه یې مطرح کولای سې . ستا د دې پوښتنی په ځواب کی به درته ووایم چی لوی الله ټول کاینات په شپږو ورځو کی بېله هیڅ ډول ستړیا څخه جوړ کړي دي (۴۳) . خو دا می هم ویلی دي چی ښه غور او تدبر وکړه (۴۴) .

پوښتنه : داسی ادعا کیږی چی د ساینس له مخی د کایًنات هر شی جوړه جوړه پیدا سوی دی . خو داسی هم اورېدل کیږی چی کله ساینس د خالپوڅو په حال کی و ، تا ویلی وو چی الله هر شی جوړه جوړه خلق کړی دی . آیا په دې هکله څه راته ویلای سې ؟
ځواب : هو ، په دې کی هیڅ شک نسته چی ما واضحأ ویلی دي چی الله هر شی جوړه جوړه پیدا کړی دی (۴۵) . آن دا چی زما یو نوم پخپله هم مثانی ( یعنی جوړه جوړه ) دی (۴۶) .

(۱) : الزمر : ۹ ؛ الرعد : ۱۶ ؛ المجادله : ۱۱ ؛ الکهف : ۱۱۴ ؛ الحجرات : ۱۳ . (۲) : الواقعه : ۷۹ . (۳) : النحل : ۹۸ . (۴) : العلق : ۱ . (۵) : المزمل : ۴ . (۶) : القیامه : ۱۶ ؛ طه : ۱۱۴ . (۷) : الاسرأ : ۱۰۹ . (۸) : النسأ : ۸۲ ؛ ص : ۲۹ . (۹) : الاعراف : ۲۰۴ . (۱۰) : مریم : ۵۸ ؛ الاسرأ : ۱۰۷ ؛ السجده : ۱۵ . (۱۱) : التوبه : ۶ ؛ الفتح : ۱۵ ؛ یونس : ۳۷ . (۱۲) : الاسرأ : ۸۸ ؛ یونس : ۳۸ ؛ البقره : ۲۳ ـ ۲۴ ؛ هود : ۱۳ ـ ۱۴ . (۱۳) : ابراهیم : ۱ ؛ الاسرأ : ۹ . (۱۴) : النحل : ۱۰۲ . (۱۵) : یونس : ۵۷ ؛ الاسرأ : ۸۲ ؛ حم سجده : ۴۴ . (۱۶) : البقره : ۹۷ ؛ النحل : ۸۹ ، ۱۰۲ ؛ النمل : ۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ . (۱۷) : الزمر : ۲۳ ؛ الاسرأ : ۱۰۷ ، ۱۰۹ ؛ الحشر : ۲۱ . (۱۸) : فاطر : ۲۹ ؛ البقره : ۱۲۱ ؛ الاحزاب : ۳۴ . (۱۹) : یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ ؛ الانبیأ : ۵ ؛ الفرقان : ۴ ؛ السجده : ۳ . (۲۰) : الفرقان : ۳۲ ؛ الاسرأ : ۱۰۶ ؛ التوبه : ۸۶ ، ۱۲۴ ، ۱۲۷ ؛ محمد : ۲۰ . (۲۱) : النحل : ۱۰۳ ؛ الفرقان : ۴ . (۲۲) : الزخرف : ۳۱ . (۲۳) : یونس : ۱۵ . (۲۴) : یونس : ۱۵ . (۲۵) : یس : ۶۹ ؛ انبیأ : ۵ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ . (۲۶) : الانعام : ۲۵ ؛ الانفال : ۳۱ ؛ النحل : ۲۴ ؛ الفرقان : ۵ ؛ المطففین : ۱۳ . (۲۷) : الانبیأ : ۵ . (۲۸) : السبا : ۴۳ ؛ الزخرف : ۲۰ ؛ الانبیأ : ۳ ؛ الاحقاف : ۱۷ ؛ المدثر : ۲۴ . (۲۹) : القمر : ۳ . (۳۰) : القصص : ۵۷ . (۳۱) : العنکبوت : ۴۹ . (۳۲) : البقره : ۱۷۰ ؛ المایًده : ۱۰۴. (۳۳) : ص : ۱ ـ ۲ ؛ الفتح : ۲۶ . (۳۴) : المطففین : ۱۲ . (۳۵) : البقره : ۸۹ ـ ۹۰ ؛ العنکبوت : ۴۷ . (۳۶) : الملک : ۲ ؛ هود : ۷ ؛ المایًده : ۴۸ ؛ الانعام : ۱۶۵ ؛ الکهف : ۷ . (۳۷) : یونس : ۲۴ ؛ الکهف : ۴۵ . (۳۸) : الانعام : ۳۲ ؛ العنکبوت : ۶۴ ؛ محمد : ۳۶ ؛ الحدید : ۲۰ . (۳۹) : آل عمران : ۸۵ : الانعام : ۷۰ ، ۱۳۰ ؛ الاعراف : ۵۱ ؛ لقمان : ۳۳ ؛ فاطر : ۵ . (۴۰) : الحدید : ۲۰ . (۴۱) : النسأ : ۷۷ ؛ التوبه : ۳۸ ؛ الرعد : ۲۶ ؛ یونس : ۲۴ . (۴۲) : الذاریات : ۵۶ ؛ البقره : ۲۱ ؛ یونس : ۳ ؛ النحل : ۳۶ ؛ الانبیأ : ۲۵ . (۴۳) : الاعراف : ۵۴ ؛ یونس : ۳ ؛ هود : ۷ ؛ الفرقان : ۵۹ ؛ ق : ۳۸ . (۴۴ ) : النسأ ۸۲ ؛ ص : ۲۹ ؛ محمد : ۲۴ . (۴۵) : الذاریات : ۴۹ ؛ الزمر : ۶۶ ؛ یس : ۳۶ ؛ الرعد : ۳ ؛ الزخرف : ۱۲ . (۴۶) : الحجر :۸۷ ؛ الزمر : ۲۳ .