کابل: ناټو نن د خپل دريم پوځي د وژل کېدو خبر ورکړ

د لراوبر اداره | اگست 5th, 2011


کابل : د ناټو لخوا د روژي د پنځمي په ماخستن په دريم ځل د یوه پوځي دوژل کېدو خبر خپور کړ ، نن د ورځي په اوږدو کي هم ناټو د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره د دوو نورو پوځيانو دوژل کېدو خبرونه خپاره کړي وه .


ناټو د تل غوندي ددغو دريو وژل سوو پوځيانو هويت او دقيق ځای نه دی ښوولی خو دا يې تاييد کړې ده چي نن يې درې واړه سرتيري د افغانستان په جنوب کي د وسله والو د حملو په ترڅ کي وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024