کور / تازه خبرونه / د دوو نورو امریکایی پوځیانو د وژلو اعلان هم وسو

د دوو نورو امریکایی پوځیانو د وژلو اعلان هم وسو

پنتاګون لیکی چی طالبانو پرون د جلا جلا حملو په ترڅ کی دوه امریکایی پوځیان ووژل . لومړنی چی مرین کوماندو پوځي و ، په هلمند ولایت کی ووژل سو او دوهم په کنړ ولایت کی ووژل سو .
په دې سره د اګسټ په ۶ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۴۰ ته ورسېدل چی سارﺉ نه لری .
بلخوا ، اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی په وردګ ولایت کی د پروني ویشتل سوي هلیکوپتر په تلفاتو کی چی کوم ۳۱ خورا تکړه امریکایی کوماندوګان ووژل سول ۲۰ یې په هغه خاص ځواک پوری تعلق درلود چی په ایبټ آباد کی یې اسامه بن لادن له منځه وړی و ، خو دغه مقتولین په هماغه حمله کی شامل نه وو .