کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې دافغان پښتون انسان وینه وړیا ده؟

ولې دافغان پښتون انسان وینه وړیا ده؟

مونږ هره ورځ مختلفې لیکنې، مقالې په اخبارونو،مجلو او د انټرنیټ په پاڼو ګورو چیرته چې د پښتون افغان وینې د ارزنۍ او په وړیا توګه پیدا کیدلو په باره کې بحثونه ګرم روان وي، همیشه به په دغو بحثونو کې نورو ته ګوته نیول کیږې او هغوي پدی تورنوو چې فلانې زمونږ وینه تویوی، او فلانې مو وژنې. خو مونږ کله هم ددی په باره کې لږ سوچ او فکر څخه هم کار ونه اخستلو او نه مو هم کله کوم تحقیق او ریسرچ وکړو چې پدغه وینه تویول په مفته توګه کې مونږ کوم رول لوبوو؟ مونږ څومره ملامت یو؟ اخر ولې دا زمونږ ګاونډیان او ټوله بشری نړې زمونږ وینو ته تږی ناسته ده؟ تر کومه به دا وینه تویول روان وي؟ ایا د انسان او انسانیت قدر مونږ سره هم شته او که نه؟ که شته نو کومه دی؟ او که نشته نو ولې؟
د تاریخ په اوږدو کې مونږ هیشه ډزی کړیدي، جنګ مو کړیدی، توره وهل مو زده کړی دي، خپل ورور ته مو کنده کنستلې ده، ددروغو او ناوړه رواجونه مو پر مخه کړیدي، د حیا، پت او عزت د ساتلو په نوم مو همیشه قتل وقتال کړیدی، پښتو په نوم مو فکرونه وژلې دی، د خپل ورور سره په مرورتوب کې مو خپل دورور، او وطن دښمن ته په کور کې ځای ورکړیدی، دښمن همیشه د خپلو مقاصدو پوره کیدو لپاره د خپلې خاورې په مقابل کې استعمال کړي یو. دا په کومو دلایلو؟
 په پښتو کې یو متل دی چې وائې دومره چا ته مه خوږیږه چې دی ډیر خوږوالې له امله دی تیر نکړی، او دومره چاته مه ترخیږه چې دی مرچک په شان د خولې ځنې ګوزار نکړي. زمونږ د ټولو پښتنو ورونو د ټولو نه بعد عادت هم دغه دی چې متلونه او نصیحتونه ورته ښه ډیر دی خو عمل پری هیڅ هم نکوي، او دا هم پدی دلیل چې هر شې چې دخپل حد ځنې ډیر زیات شې نو د هغه شې ماهیت او ارزښت د منځه ځي. مونږ همیشه یو چا ته دومره ور خوږیږو چې مو د شیرینې په څیر مو خولې ته کوي او ټولو مو تیروي، او یاهم دومره چاته ترخیږو چې د ډیر تریخوالې له امله مو د ځان څخه لری ګوزاروي، مونږ کله چې هم په چا کې زره قدر عیب ووینو نو د هغه شخص هغه کوچنې عیب له امله ئې د اسمان څخه په زمکه راختا کړو، او دهغه عزت او اخترام ټول پیمال کړو، هغه قدر ته بیا په سپک نظر ګورو، مګر خپلو عیبونو ته مو شاه وي لکه چې وائې خپل عیب د ولو منځ دی! عبدالرحمن بابا مونږ ته بیا څو پیړۍ وړاندی وړاندوینه هم کړی ده چې:
که دی خپله ګناه لویه لکه غروي  په ایله ایله به غر د مچ وزر کړی
همدارنګه سید جمال الدین افغان هم مونږ ته په نصیحت کې پریښې دی چې پښتون هغه قوم دی چې د ژوندې قدرونو اخترام ورسره نشته مګر کله چې مړ شې بیا دهماغه مړو قدرونو څخه شخصیتونه جوړوي او سر به ئې تړلې وي چې دا زما بابا ؤ، دا داسې تورزن او تورباز ؤ.
تر هرڅه د مخه مونږ ترخپله وسه ملامت یو لکه چې وائې هر سړی تر خپله وسه ملامت دی، مونږ همیشه په جرګانو غیرت کړیدی، مونږ همیشه په داسې شیانو غیرت کړیدی چې که قضاوت ماشوم ته هم په لاس ورکړو نو دهغه فیصله او قضاوت به زمونږ په خلاف وي. مونږ همیشه بیا خپلې توی شوی وینو څخه د ځان د نفعې په خاطر ګټه اخلو، او هغه مو خرڅې کړیدی. څو ورځې د مخه مې په يوټیوب باندی په هلمند کې یوجوړ شوی (دستاویزی) فلم کتلو د Taking on the Taliban په کوم کې چې دبرطانیوی سرتیري په هلمند کې عملیات ترسره کوي، په همدغه فلم په یوځاې کې برطانیوي سرتیري په یو کور بمباري کوي چې پکې د یو کور ټول وګړې د منځه ځې او یو سپین ږیری سړی چې هغه ژوندې پاتې شوی دي هغه بیا د مړو دسرونو تاوان غواړي چې روپې ورته ورکړي، او هغه له ځانه سره سپین ږیري راغونډ کړیدی او د برطانویانو قرارګاه ته ورځې او هغوي هم ورته تاوان ورکوي، په همدغه ځاې کې یو برطانیوې فوځې بیا خبرې کوي او وائې چې دا دافغانانو رواج او کلتور دی چې کله هم ددوی کوم شخص زمونږ دخوا مړ شې دهغه دسر تاوان بیا په پيسو کې غواړي. ددغه نوموړی فوځې خبرې زمونږ غیرت را څرګندوي او مونږ ته اشاره کوي چې تاسې خو پخپله خپلې وینې خرڅې کړیدی نو بیا ولې یو او بل ته د قاتل ګوته نیسې؟ تاسې اصل قاتلان یاست که مونږه؟ مونږ خو بیا هم پردی یو، مونږ که یو هم وژنو خو زمونږ یو دښمن کمیږي، نو تاسې ولې د خپلو مړود شهادت سره  بیا جفا کوي او  په پيسو  ئې پلورې؟
ددی نه مونږ ته دا پته لګیږي چې پښتون سره هیڅ دانسانیت دهمدردې احساس نشته دی، هیڅ انسانې کرامت ته دوي قائیله نه دی.که مونږ سره احساس وای نو لومړی به مو هم پنجاب مولا د ګریوانه نیولې وای او بیا به موهم برطانیاوې، امریکنې او فرانسوې چې کاکا زما وینه تراوسه په روپیو نه خرڅیږي، مونږ تراوسه د وینو سوداګران نه یو، مونږ نه طالب منو، او نه هم ستاسې شتون زغملې شو.
مونږ همیشه یوه ګیله کوو، چې مونږ جنګ ته اړ باسل شوي یو، په مونږ همیشه جنګ راتپل شوی، مونږ همیشه په جنګ په دایره کې ګیر یو، مونږ همیشه استعمال شوی یو.
دا سوالونه خو مونږ لټوو مګر دځواب پيداکیدو هڅه مو کله هم نده کړې. او ځواب هم دادی چې غل غلا کوي نو د غل راپور والا به همیشه ستا دخپله کوره وي، یو غل ته کله هم پته نه لګیږې چې فلانې کور کې څه دي، چيرته دي، په څومره مقدار کې دي. ما مخکې هم عرض کړیدی چې د خپل ورور سره په مرورتوب کې مونږ خپل او د خپل وطن دښمن ته په کور کې ځای ورکړیدی، همیشه مو خپل ورور د راپرزولو لپاره نور ندی استعمال کړی بلکه خپله مونږ ځان استعمال کړیدی او کله چې ځانته خبریږو نو بیا د ورخ ځنې اوبه تیرې شوې وي. چې ددی هم ډیر ښه مثال تیر حکومتونه دی، کچېرې داود خانه ته په ریښتنې توګه ډیموکراسې اصولو ته قائېل ئې نو بیا ولې ټول حزبونه لغوه کوي او دملي غورځنګ په نوم ځانته خپل ګوند جوړوی، ددی نه بعد ټول د خلق ډیموکراتیک ګوند هغه په زندان کې اچوې او پخپله دی دځان نه اخوان المسلمین راټولوې،همدارنګه که خلق ډیموکراتیک حکومت غلط ؤ نو مجاهدینو صاحبانو ضرورت د څه خبرې ؤ چې د خپل وطن په بله اړولو په خاطر مو ګاونډیانو، امریکایانو، عربانو او نورو ته مخه کړله؟ او همدغه شان پرچمیانوتاسې هم ولې د خلق ډیموکراتیک حکومت د ړنګولو او چوکې لاسته راوړلو لپاره د روسانو په نفع ځان استعمال کړو؟
ددی نه دا پته لګیږې چې په دی کې یو هم افغانستان ته وفادار نه ؤ مګر ټول دخپلو خواهشاتو طابع ؤ، همدارنګه کمونستان کمونیزم ته وفاداره نه ؤ او نه هغه نظریه چې د کمونیزم وه په عملې توګه عملې شوه په افغانستان کې، او نه اسلامپاله چې د اسلام پتنګان ؤ وفاداره ؤ، او اسلامې نظام ئې په افغانستان کې راوست،
نن مونږ ته هر څه د ائينې په څیر څرګند دی، د اسلام پتنګانو چې کوم فتوی د خلقیانو په باره کې ورکولې هغه هم ټولې دروغ ثاتیږې ولې چې نن پرونې کمونستان مسلمانان دی اود پرون جهاد پرسته پاټکیان او اسلامپاله نن بیا ډیموکراتان دی او د ډیموکراسې چغې وهي، د جامو، واسکټ په ځاې ئې پتلون او نیکټائې اچولې، دخولې او پټکې په ځای سرتور ګرځې، ږیرې ئې خریلې دی. پرون ئې په یوه سپږه پسې ټول استین ته اور وراچولې ؤ او نن چې ټول استین د سپږو څخه ډک دی نو ټول هیڅ هم نه وائې. د دې ټولو خبرو یوازینی حل سیکولر ملتپالنه ده، ملتپالنه هم هغه افغانې الاصله چې افغاني نیشنلزم دی چي غازي امان الله خان او باچا خان پیل کړی ؤ.