کور / تازه خبرونه / کندهار: چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار: چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

دکندهار ښار ښکارپر دروازې ته نېژدې په يوه چاودنه کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي . يوه افغان امنيتي چارواکي وويل چې چاودنه ديوه ټريکټور سره نېژدې وشوه . پېښه تېره ورځ شوې خو چارواکو يې پخلى هم دانن وکړ . چارواکي وايي چې په چاودنه کې کارول شوي توکي پخواني وو او دټريکټور دچلوونکي دغپلت له کبله پېښه شوې ده .