کور / تازه خبرونه / ناټو يوې چورلکي مو بېړنۍ ناسته کړې

ناټو يوې چورلکي مو بېړنۍ ناسته کړې

لراوبر ته د آيساف ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ يې يوې چورلکي بېړنۍ ناسته کړې . خبرپاڼه ليکي چي يادي چورلکه په ختيځ کي ناسته کړې خو څرګند ځاى يې نه دئ په ډاګه کړى .
بل اړخ ته وسله وال طالبان ادعا کوي چي يوه چورلکه يې په پکتيا کي ويشتلې او پکښي ناست بهرنيان يې وژلي . خو بهرنيان د وسله والو طالبانو دا ادعا ردوي او وايي چي الوتکي يې د تخنيکي پلوه بېړنۍ ناسته کړې او پکښي ناستو کسانو ته کوم زيان نه دئ اوښتى .