کندهار : دلوى احمد شابا با يادغونډه روانه ده

34 | مارچ 18th, 2008


دکندهار ښار په نارنج ماڼۍ کې دسترلارښود احمدشا ابدالي ياد غونډه هم دا اوس روانه ده . غونډه نن تر غرمه مخ کې پېل شوه او په لومړي سر کې دکندهار دولايتي شورا ريس احمدولي خان کرزي پرانستله او وروسته دکندهار ولايتي مرستيال دافغان ولس مشر حامد کرزي پيغام ولوست او تر هغه وروسته دکندهار داطلاعاتو اوکلتور ريس عبدالمجيد بابي داطلاعاتو اوکلتور دوزير عبدالکريم خورم پيغام ولوست تر دې وروسته ديولړ مقالو لړۍ پېل شوه ، په غونډه کې ليکوالانو ، شاعرانو، خبريالانو ، روڼ اندو او دکندهار په سلګونو اوسېدونکو ګډون کړى وو.


نورجوزيات به وروسته پرليکه شي

Copyright Larawbar 2007-2024