کور / علمي / د قطبي سيمو اوسېدونکي لوی دماغ لري

د قطبي سيمو اوسېدونکي لوی دماغ لري

سرچینه : NU ویبپاڼه
ژباړن : مختار احمد احسان
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۱ز ، د جولای ۳۱مه، یکشنبه


امستردام –  د برتانوي څېړونکو په وینا د جغرافیايي عرض د لوړو درجو اوسېدونکي د نړۍ د نورو لویو وچو تر وګړو عموماً لوی دماغونه لري.


برتانوۍ ورځپاڼه (The Guardian) د اکسفورډ د پوهنتون د یوې څېړني پر اساس لیکي چي د استوا د کرښي څخه لیري اوسېدونکو د لمر د رڼا د کمښت په ترڅ کي د خپلي شاوخوا د دَرک کولو لپاره د تدریجي ودي په جریان کي لوی دماغ او غټو سترګو ته ترقي ورکړې ده .


رڼا :
– د څېړني مشره “آیلونډ پیړس” ذکر سوي مسئلې ته داسي وضاحت ورکوي :
“څومره چي د استوا د کرښي څخه لیري کېږې، هغومره د رڼا او روښنايی کمښت ډیریږي، ځکه نو ښايي چي د دغه سیمي اوسېدونکو غټو سترګو ته ترقي ورکړې ده.
دوی علاوه پر دې د شاوخوا د لیدني او اضافه کتني لپاره لوی دماغ لري .”


څېړونکو د اکسفورډ د طبیعي تاریخ د موزیم ( = Oxford Museum of Natural History) څخه ۵۵ ککرۍ سره پرتله کړي او پورتنۍ نتیجه یې ترلاسه کړې ده. دغه د ۱۲ بېلابیلو نفوسونو ککرۍ دي چي ۱۲۰۰ کاله مخکي د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي په رنګارنګ ځایونو کي اوسېدل لکه: انګلستان، میکرونزیا، اسټرالیا، چین، کېنیا او سکاندیناویا.



د دماغ دنننۍ برخه :
څېړني په اثبات رسولې ده چي د سکاندیناویا اوسېدونکو د دماغ دننه برخه تر ټولو نورو وګړو لویه وه، اوسط یې ۱۴۸۴ ميلي متره ښودل سوئ دئ .
د میکرونزیا او کېنیا وګړو هر کس تر ټولو وړوکی دماغ درلود چي د دنننۍ برخي اوسط یې ۱۲۰۰ ميلي متره څرګندسوئ دئ .


همدارنګه جوته سوې ده چي قطبونو ته د نژدې اوسېدونکو د سترګو کاسې د هغو وګړو څخه ۲۰ سلنه  غټي وې چي د استوا د کرښي په شاوخوا کي اوسېدل. 


څېړونکي د بېلابیلو نفوسونو ترمنځ د تغیراتو علت د جغرافیايي عرض په لوړو درجو کي د لمر د رڼا کمښت بولي. دغه راز د یادوني وړ ده چي انسانان ښايي اوس هم د ورته تغیراتو سره لاس او ګرېوان وي .
د ذکر سوي څېړني پایلي په (بیولوژي لیکونه = Biology Letters) نومې علمي مجله کي خپرې سوي دي .



ځيرکتيا :
څېړونکي ټینګار کوي چي د جغرافیايي عرض په لوړو او کښتو درجو کي د اوسېدونکو تر منځ اناتومیکي (۱) توپیرونه په ځیرکتیا پوري اړه نه لري، بلکي فقط او فقط د انسان د لید سره تړاو لري .
یاده څېړونکې “پیړس” زیاتوي  :
“ذکر سوئ حقیقت، چي قطبونو ته نژدې اوسېدونکي لوی دماغ لري، په دې معنی نه دئ چي دوی تر نورو لایق دي او ښه استعداد لري . دوی یوازي او یوازي ” لوی” دماغ ته ضرورت لري، تر څو وتوانیږي چي په خپله سیمه کي موجوده توکي په صحیح توګه وویني.”





(۱)  : اناتوميکي : د اناتومي د صفت بڼه او د بیولوژي یوه برخه ده چي د عضویت پر ساختمان او ترتیب بحث کوي. اناتومي په عربي کي”تشریح” بلل کیږي.