کور / تازه خبرونه / په سنګين يې تر۵۰ پوري طالبان او ځايې خلك وژل سوي

په سنګين يې تر۵۰ پوري طالبان او ځايې خلك وژل سوي

 د نړيوالو ځواكونو د هوايې بمباريو له امله  د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د مالمن په سيمه كي  تر پنځوسو  تنو پوري وسله وال طالبان او ولسي خلك مړه  او ټپيان سوي دي .


په ولسي جرګې كي د هلمند ولايت څخه يوه  استازي امير داد محمد  د سه شنبې په ورځ رسنيوته وويل چي په وژل سويو كي اتلس تنه وسله وال طالبان دي چي  پكي اته مهم  قوماندانان يې هم  شامل دي  .


نوموړي زياته كړه چي  ګڼ شمير ټپيان يې د لښكرګاه روغتونو ته لېږدولي چي پكي د ځينو روغتيايې حالت يې ناسم ښودل سوى دى .


د هلمند چارواكي ددغو تلفاتو په اړه نا خبري ښيې خو بهرني  ځواكونه  وايې چي د سنګين په ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو پر وړاندي ددوئ عمليات  او هوايې بمباري له وړاندي پيل سوي چي  وروسته به يې د تلفاتو په اړه بشپړ جزئيات  د خبري رسنيو په  واك كي وركړي .


وسله والو طالبانو د سنګين په ولسوالۍ كي ددوئ او بهرنيو ځواكونو تر منځ د جګړې پخلى كړى  او د خپلو ملګرو د وژل كېدو خبر يې رد كړى دى . طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا كوي چي  د بهرنيو ځواكونو په هوايې بريدونو كي تر شپېتو پوري ولسي وګړي   چي ښځي  او كوچنيان هم پكي شامل دي وژل سوي دي  .


ولسي خلكو او وسله والو طالبانو ته د بهرنيو ځواكونو په هوايې بريدونو كي دغه تلفات له هغه وروسته ورواوړي چي ددوشنبې په ورځ د ګرشك په ولسوالۍ كي  د بهرنيو ځواكونو پر پوځي كاروان د ځانمرګي بريد په پايله كي ددغو ځواكو نو تر لسو پوري سرتير ي مړه او ټپيان سول .


د ورته پېښي په اړه د لراوبر ويبپاڼي يو بل همکار ښاغلی عزيز احمد شفيع داسي راپور راکوي:


تيرماځيګردهلمندولايت دسنګين ولسوالۍ دمالمن په سيمه كى دځايي خلكوپه وينا چى بهرنيوځواكونودبمباريوپه ترځ كى دڅلويښتوپنځوسوكسانو په شاوخواكى خلك وژل سوى چى پكى وسلوال طالبان هم شامل دى .



كه څه هم په هلمندولايت كى حكومتى چارواكى اوايساف ځواكونووياند ځان ناخبره ښى .وياندوويل چى تيره ورځ هيڅ يوبمبار هم په يادسوى سيمه كى نه دى سوى .


خوپه ولسۍ جرګه كى دهلمندولايت استازى اميردادمحمدوويل چى په دغه بمباريوكى چى دمالمن په سيمه كى سوى دپنځوسوڅخه ترڅلويښتوپورى كسانوته مرګ ژوبله اوښتى ده چى په وژل سوكسانوكى اتلس تنه وسلوال طالبان شامل دى استازى زياته كړه چى اته تنه موهيم قوماندانان دوسلوالوطالبانوهم پكى شامل دى


خوپه سيمه كى ځايي خلك بياوايي چى په دغه وژل سوكسانوكى يوهم طالب نه وه نوموړى وويل چى دوژل سواوژوبل سوكسانوتعيدادترشپيتوكسانوډيردى نوموړى وويل چى ژوبل سوى كسان دااوس هم دلښكرګاه په روغتون كى دى نوموړى وويل چى بهرنيان دتيرى ورځى دځانوژنكى بريد كسات كاږى چى پكى دري تنه بهرنيان ووژل سول .


خودوسلوالوطالبانووياندقارى يوسف احمدى هم دوسلوالوطالبانووژنه ردوى اووايي چى په دغه بمباريوكى څلويښت تنه وژل سوى اوڅلويښت تنه ژوبل سوى كسان ټول ولسۍ وګړى وښودل اووويل چى لس دانى موټران هم تخريب سوى دى نوموړى زياته كړه داهم دبغنى ولسوالۍ په څيرپر يوه ميله ځاي باندى بمبارسوىدى .


ديادونى وړده چى تيره ورځ دګرشك په ولسوالۍ كى دايساف ځواكونودفرقى سره يوځان وژنكى بريد ترسره سوه چى دولسۍ وګړوترڅنګ  پكى درى تنه بهرنيان هم ووژل سول .