زابل : چاودني ٢٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
عطاالله محمدي
په زابل ولايت کي تېر ماښام چاودنه سوې چي په پايله کي يې يو تن وژل سوى او نوولس نور ژوبل سوي .
د زابل ولايت د والي وياند پېښه تاييدوي او وايي چي چاودنه د يوه بايسکل په وسيله د ولسي وګړو په منځ کي رامنځ ته سوې .
نوموړى وايي چي ژوبل کسان يې د درملني په موخه سيميز او د آيساف ځواکونو روغتونو ته لېږلي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .