کور / شعر / غزل

غزل

فريداحمدتسکين/ پکتيا
چې موترمنځه فاصلې شي خانه
په مادغم تيارې تيارې شي خانه
که به مې يوساعت له ياده وځې
زماد زړه مراندې دې پرې شي خانه
څوک چې مومينې ته په بده ګوري
دهغوی سترګې دې ړندې شي خانه
چې دې ولس ته خدمتګارجوړېږې
زما دعا دې درپسې شي خانه
تسکينه ستالورته به هله درشم
چې دپکتيا شولې پخې شي خانه