د ۲۰۰۹ راهیسی امریکایی حملې درې چنده سوي دي
ناټو راپور ورکوی چی له کله چی جنرال مک کریسټل د ۲۰۱۰ په پیل کی له دندی ګوښه سوی ، په افغانستان کی د امریکایی خاصو پوځیانو لخوا کوماندویی حملې هم درې چنده زیاتی سوي دي چی مبتکر یې جنرال ډیویډ پترس دی ( چی اوس د سي آی اې لوی ریًس سوی دی ) .
راپور وایی چی په ۲۰۰۹ کی دغسی چاپې ۶۷۵ ته رسېدلی وې خو په ۲۰۱۰ کی هغه ۱۷۸۰ ته ورسېدې حال دا چی په روان نیم کال کی دا شمیر ۱۸۷۹ ته رسېدلی دي چی درې چنده زیاتوالی ښیی .
د ناټو ویاند اعتراف وکړ چی په دغو حملو کی ۳۵٪ هدف ځپل سوی دی [ یعنی متباقی ټول ملکی وګړی دي ] . خو مبصرین وایی چی په نیمو شپو کی د دغو ناڅاپی حملو او چاپو د ډېرښت سره سره د بهرنیو ( خصوصأ امریکایی ) پوځیانو تلفات هم موازی ورسره ډیر سوي دي نو ځکه دا تاکتیک مطلقأ ناکام دی .