کندهار : حج ته د تلونکو کسانو تر منځ پچه اچونه وسوه

عطاالله محمدي | اگست 13th, 2011


په كندهار ولايت كښي دحج دمقدسي فرضي دادايني لپاره سعودي عربستان ته دتلونكو كسانو تر منځ پچه اچونه په رسمي ډول سره پيل اوپاى ته ورسېده چي په لومړي ورځ يې دكندهار ښار دشپږو ناحيو او په دوهمه ورځ يې ده دولسواليو دحج ته تلونكو كسانوپچه اچونه تر سره سوه.
سږني كال په كندهار ولايت كي ۱۱۸۶۷ كسانو دحج دمقدسي فرضي دادايني په موخه سره فورمي ډكي كړي چي ديادي جملي څخه به يوازي ۱۲۱۷ تنه دي ولايت ته د دولتي د وركړل سوي برخي له مخي دحج دسپيڅلي فرضي د ادايني چانس تر لاسه كړي.
د دي پروسي دروښانتيا او شفافيت په موخه دكندهار ولايت مقام څه موده وړاندي پلاوي ټاكلي تر څو د دې پروسې څخه په ښه توگه څارنه وكړي چي دپچي اچوني د پروسي څخه د دي پلاوي ترڅنگ دكندهار ولايتي شورا استازو او دكابل څخه راغلي پلاوي هم څارنه كول.
دكندهار دحج اوقافو او ارشاد سرپرست رئيس مولوي نورالعزير د دي پروسي په هكله وويل چي دى خپله ددې پروسې څارنه کوي او په وينا يې چي هيچاته به ددې موقع په لاس ورنکړي څو درغلي وکړي او د متحقو کسانو حق د درغلۍ له لاري خپل ځان ته واخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024