کور / تازه خبرونه / د چين هيواد په يوټيوب او ځينو نورو ويبپاڼو بنديز ولګاوه

د چين هيواد په يوټيوب او ځينو نورو ويبپاڼو بنديز ولګاوه


د چین هیواد په یوټیوپ او نورو  هغو ویب پاڼو بندیز لګولی دی چې د تیبت سیمې په تړاو یې خپرونې کولې تر څو خلک ونه توانیږی د احتجاج کوونکو تصویرونه وګوري.


د ورځپاڼې ډیلی ټیلګراف په حواله د هغو ویب پانو چې د تیبت په اړه معلومات خپرول بندې، دښار د انترنیت د مرکزونه دروازې تړلې دي.


یو تیبیتی خبریال چې د خپل هیواد  روانې چاری له نیپال څخه څاري او ځان لهوبون را پیژني وایي “فکر کوم اوس ډیره مشکله ده چې د تیبت په مرکز انترنیت وکارو”.
ورځپاڼې زیاتوي چې سی ان ان او بي بي سي چې د دالای لاما وینایې خپره کړې وه هم په دغه بندیز کې شامل دي.


د چارواکو لخوا د مبایل او نورو ټیلیفونونو سیستم هم له خنډ و ځنډ سره مخ شوی او په خلکو کې دا ویره هم خپره شوی د هغوي اړیکې به په ټپه ودریږي