کور / اسلامي / د روژې شپاړسم سوغات

د روژې شپاړسم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړۍ چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅېدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
نو دایې تاسو او دا یې هم د شپاړسمی روژې لپاره شپاړسم سوغات ، ( ن . صمد )

د قرآن سره مرکه ( شپاړسمه برخه ) :

پوښتنه : داسی ویل کیږی چی تا د یوې خاصی ورځی په هکله مکررأ او پرله پسې د بیری خبردارﺉ ورکړی دی ، که وي ، نو دا کومه ورځ ده ؟
ځواب : هو همداسی ده او دا د قیامت ورځ ده چی هلته به هیڅوک هم د چا په درد و نه خوری (۱) .

پوښتنه : آیا په هغه ورځ به څه خاصه پیښه وسی ؟ یعنی ولی باید د محشر له ورځی وبیریږو ؟
ځواب : د قیامت ورځ د اصلی امتحان ورځ ده ، یعنی په دغه ورځ به د هر انسان څخه د هغه د یو یو عمل پوښتنه کیږی (۲) . د هغه ښه او بد ټول اعمال به وتلل سی (۳) . وروسته چی د چا نیکۍ او ښه کړنی زیاتی وی هغه ته به جنت عطأ سی (۴) ، او د چا بدۍ چی زیاتي وی نو هغه به د دوږخ په اور کی اچول کیږی (۵) .

پوښتنه : آیا د دې معنا دا ده چی انسانی کړنی یا اعمال د هغه په ژوند کی ثبت او ریکارډ کیږی ؟
ځواب : هو ، الله تعالی د هر انسان د اعمالو د ساتنی او لرنی بشپړ انتظام کړی دی او د قیامت په ورځ به هغه ټول معلوم وی او حساب به ورسره کیږی (۶) .

پوښتنه : آیا د قیامت په ورځ به هر انسان یو یو د الله حضور ته وړاندی کیږی که ټول په ګډه ؟
ځواب : لکه څنګه چی هر انسان په یوازی او انفرادی توګه دې دنیا ته راځی ، نو هماغسی به د الله حضور ته هم یوازی او تنها ور وړاندی کیږی (۷) .

پوښتنه : دا چی هر انسان یوازی د الله سره مخامخ کیږی ، نو د ګنهکارانو ، مجرمانو او جنایت کارانو پر ضد به شاهدي څوک ورکوی ؟
ځواب : په قیامت به د هر مجرم خپل د بدن اعضاوی پر هغه شاهدي ورکوی ، یعنی د هغوی غوږونه ، سترګی ، پښې او پوستکی ( جلد ) به پر هغو اعمالو شاهدی ورکوی چی کړی یې وی (۸) .

پوښتنه : کله چی د قیامت په ورځ الله یو په یو د هر انسان سره د هغه د اعمالو محاسبه وکړی ، نو د کامیابۍ یا ناکامۍ خبر به مخامخ ورته ووایي ؟ مطلب دا چی اړونده شخص به څنګه پوه سی چی زه دوږخی یم که جنتی ؟
ځواب : الله به د اړونده نفر په مخکی د هغه د اعمالو کتاب ( اعمال نامه ) خلاصوی چی هر څه به واضح پکښی ثبت او درج وی (۹) ، او هغه کس ته چی یې په ښی ( راسته ) لاس کی ورکړی نو هغه به وپوهیږی چی زه جنتی یم او ډیر به خوشاله سی (۱۰) . خو که چا ته په کیڼ ( چپه ) لاس کی ورکول سی نو هغه به افسوس وکړی او پوه به سي چی زیانمن دی (۱۱) . خو هر چا ته که د شا لخوا وسپارل سی نو هغه به سخت بربادیږی او د دوږخ په لمبو کی به غورځول کیږی (۱۲) .

پوښتنه : د محشر پر میدان به د انسانانو څیرې څنګه وی ؟ یعنی انسانی څیرو به کوم حالت غوره کړی وی ؟
ځواب : په هغه ورځ به ځینی څیرې سپینی وی او ځینی به توری آن تکی توری وی چی هغوی به ګنهکاران وی (۱۳) .

پوښتنه : آیا د قیامت ورځ له مخکی څخه ټاکلې او معلومه وی که ناببره راځی ؟
ځواب : د قیامت ورځ ناڅاپه رارسیږی او هیڅوک به هم بېله خدایه له مخکی څخه خبر نه وی (۱۴) .

پوښتنه : آیا هغه ساعت به ژر وی که وروسته ؟ یعنی د هغه لپاره به ځانګري ترتیبات نیول کیږی که څنګه ؟
ځواب : یا ، هغه ساعت به ډیر ژر وی ، حتی د سترګو په رپ کی به راورسیږی (۱۵) .

پوښتنه : آیا د دې معنا دا ده چی د قیامت دغه ګړی به ډیر نږدې وی او هیڅ موقع یا فرصت به چا ته ورنکړه سی ؟
ځواب : هو ، باالکل همداسی ده . ځکه د هغه ګړی په هکله انسانانو ته همدا اوس خبر او فرصت ورکړه سوی دی (۱۶) .

پوښتنه : دا خو په رښتیا هم سخت امتحان دی . تا مخکی د جنت او دوږخ خبره وکړه . اوس به راسم دې ته چی جنت څه شي دی ؟
ځواب : جنت د آرام ځای یا مقام دی (۱۷) چی په آخرت به یې الله تعالی خپلو نیکو بندګانو ته د هغوی د ښه اعمالو په عوض کی عطأ کوی (۱۸) . په جنت کی به د هغوی د خپلو غوښتنو مطابق هر ډول آسانتیاوی او نعمتونه مهیا وی (۱۹) ، او دوی به د تل لپاره همالته و اوسیږی (۲۰) .

پوښتنه : ډیر ښه ، آیا دا راته ویلای سې چی دوږخ څه شي دی؟
ځواب : دوږخ د اور یوه کنده ده (۲۱) چی په آخرت کی به الله تعالی نافرمانان او کافران د سزاوار بللو په نتیجه کی هغه ته اچوی (۲۲) . هغوی به د تل لپاره په همدې دوږخ کی پاته وی (۲۳) . هغوی به همدا اور د خوراکی موادو په توګه خوری (۲۴) او هیڅکله به هم نه مړه کیږی (۲۵) .

پوښتنه : دغه سزا او جزا ولی دومره ضروری ده ؟
ځواب : دا ځکه چی په دې ډول هر انسان ته د خپل عمل بدله ورکړه سی (۲۶) .

پوښتنه : آیا د قیامت په ورځ به الله تعالی ولیدل سی ؟
ځواب : هو ، په آخرت کی به نیک او ښه انسانان د الله تعالی په لیدو مشرف سی (۲۷) ، خو بد او مجرم انسانان به د الله د لیدو څخه محروم وی (۲۸) .

(۱) : البقره : ۱۲۳ . (۲) : الاعراف : ۶ ؛ الانبیأ : ۴۷ ؛ الزلزال : ۷ ـ ۸ ؛ ابراهیم : ۴۱ ؛ البقره : ۲۸۴ . (۳) : الاعراف : ۸ ؛ الانبیأ : ۴۷ . (۴) : القارعه : ۶ ؛ المومنون : ۱۰۲ ؛ الاعراف : ۸ . (۵) : القارعه : ۸ ؛ المومنون : ۱۰۳ ؛ الاعراف : ۹ . (۶) : الانعام : ۹۵ . (۷) : الزلزال : ۷ ـ ۸ ؛ لقمان : ۶ ؛ ق : ۱۷ ـ ۱۸ ؛ الحاقه : ۱۸ . (۸) : حم سجده : ۱۹ ، ۲۰ ، ۲۱ ؛ یس : ۶۵ . (۹) : الاسرأ : ۱۳ . (۱۰) : الحاقه : ۱۹ ، ۲۰ ، ۲۱ ؛ الانشقاق : ۷ ، ۸ ، ۹ . (۱۱) : الحاقه : ۲۵ ، ۲۶ . (۱۲) : الانشقاق : ۱۰ ، ۱۱ ، ۱۲ . (۱۳) : آل عمران : ۱۰۶ ؛ الزمر : ۶۰ ؛ یونس : ۲۷ . (۱۴) : الانعام : ۳۱ ؛ یوسف : ۱۰۷ ؛ الحج : ۵۵ ؛ یس : ۵۰ ؛ الزخرف : ۶۶ ؛ محمد : ۱۸ . (۱۵) : النحل : ۷۷ ؛ القمر : ۵۰ . (۱۶) : الاحزاب : ۶۳ ؛ الشوری : ۱۷ ؛ القمر : ۱ . (۱۷) : الدخان : ۵۱ ـ ۵۲ ؛ الفرقان : ۱۵ ، ۲۴ ، ۷۵ ، ۷۶ . (۱۸) : الاحقاف : ۱۴ ؛ الفرقان : ۱۵ ؛ البینه : ۹۸ ؛ آل عمران : ۱۳۶ ؛ الدهر : ۱۲ . (۱۹) : حم سجده ۳۰ ، ۳۱ ، ۳۲ ؛ النحل : ۳۱ ؛ الفرقان :۱۶ ؛ الزمر : ۳۴ ؛ الشوری : ۲۲ . (۲۰) : البقره : ۲۵ ، ۸۲ ؛ آل عمران : ۱۵ ؛ الاعراف : ۴۲ ؛ یونس : ۲۶ ؛ هود : ۲۳ . (۲۱) : الفرقان : ۶۵ ـ ۶۶ ؛ آل عمران : ۱۹۷ ؛ النسأ : ۹۷ ؛ الرعد : ۱۸ ؛ العنکبوت : ۶۸ . (۲۲) : حم سجده : ۲۷ ؛ الاسرأ : ۹۷ ـ ۹۸ ؛ الکهف : ۱۰۵ ، ۱۰۶ ؛ فاطر : ۳۶ . (۲۳) : البقره : ۳۹ ، ۲۵۷ ؛ آل عمران : ۱۱۶ ؛ المومنون : ۱۰۳ ؛ الجن : ۲۳ ؛ البینه : ۶ . (۲۴) : الانفال : ۱۴ ؛ الحج : ۲۲ ؛ فاطر : ۷ ؛ الزخرف : ۷۴ ؛ الملک : ۶ . (۲۵) : الدخان : ۵۶ . (۲۶) : الجاثیه : ۲۲ ؛ البقره : ۲۸۱ ؛ آل عمران : ۲۵ ، ۱۹۵ ؛ القلم : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الزلزال : ۶ ، ۷ ، ۸ . (۲۷) : القیامه : ۲۲ ، ۲۳ . (۲۸) : المطففین : ۱۵ .