کور / سپورټي / افغانستان د آسيا د تک پنج پرس د لوبو دريم مقام وګاټه

افغانستان د آسيا د تک پنج پرس د لوبو دريم مقام وګاټه

دهيواد دپاور لفتنک ملي ټيم دسرو زرو دپنځو مډالونو او دسپينو زرو دپنځو مډالونو او د برونزو دوو مډالونو په ترلاسه کولوسره داسيا د تک بنچ پرس دلوبو دريم مقام ترلاسه کړ
دالمپيک دملي کميټې دخپرونو ددفتر دمعلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې دکندهار له ولايت څخه محمد تواب دراني د ځوانانو د ٩٣ کيلو ګرامو په وزن کې دسرو زرو مډال ، له پروان ولايت څخه محمد نسيم قادري دماسترانو د ٩٣کيلو ګرامو په وزن کې دسرو زرو مډال ، خواجه فريد احمد صديقي د لويانو د ٩٣ کيلوګرامو په وزن کې دسرو زرو مډال ، علي رضا رفيع زاده د ١٢٠ کيلو ګرامو په وزن کې دسروزرو مډال او سيد احمد حسيني د ١٢٠ کيلو ګرامو په وزن کې دسروزرو مډال ترلاسه کړل .
دغه راز خواجه وليد احمد صديقي ، عزيز احمد احمد ، قدرت الله حبيبي اونور احمد تاجک دسپينو زرو دمډالونو په ترلاسه کولو سره او د نيمروز له ولايت څخه فواد شيرين اومحمد نسيم عرب ددغو لوبو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل .
دغه سيالۍ داګست دمياشتې له يوولسمې نيټې څخه تراوولسمې نيټې پورې دتايوان په کاوشانک ښار کې ترسره سوې وې چې له افغانستان څخه څوارلس تنو ورزشکارانو او يوهئيت په دغو سياليو کې ګډون درلود .