تر لومړنيو بريدونو يو نيم ساعت وروسته هم جګړه روانه ده

د لراوبر اداره | اگست 19th, 2011


په کابل کي تر هغه وروسته چي نن سهار پنځه نيمی بجې دوه پرله پسې ځانمرګي بريدونه وسوه اوس شاوخوا يو نيم ساعت وروسته هم جګړه روانه ده ، په ډلو ډلو پوليس يوې او بلي خواته ګرځي ، په هوا کي هم هليکپټر ګرځي راګرځي ، زخميان د امبولانسونو او هليکپټر په مرسته له سيمي لېږدول کيږي .


د کابل د پوليسو يوه چارواکي لراوبر ته وويل چي یوه ډله ځانمرګي برید کوونکي په یاده سیمه کې د ملګرو ملتونو یوه میلمستون ته ننوتلي دي ، د نوموړي په وينا لومړنيو کسانو په دروازه کي ځانونه پټاو کړه او نور دفتر ته ننوتل ، خو یوې بلې سرچینې په وينا چې ځانمرګي برید کوونکي په سیمه کې د انګلستان قونسلګرۍ ننوتلي او له هغه ځايه د پوليسو سره په جګړه بوخت دي .


دا بريدونه په داسي حال کي وسوه چي نن په ټول افغانستان د خپلواکۍ د کاليزي په مناسبت يو لړ پروګرامونه په پام کي نيول سوي وه .


په سيمه کي د سپکو او درنو وسلو ږغونه اوريدل کيږی ، د پېښي مسوليت تر اوسه هم چا پر غاړه نه دی اخستی .

Copyright Larawbar 2007-2024