کابل: د برتانیا پر کونسلګرۍ په بريد کي ۸ کسه مړه ۱۲ ټپيان دي
په هغه بريد کي چي نن سهار پنځه نيمي بجې په کابل کي د برتانيا پر فرهنګي مرکز ( بريټش کونسل ) د ځانمرګو د يوې ډلي د خوا تر سره سو ، تر اوسه پوري د ۸ کسه پوليسو او شخصي امنيتي ساتونکو د وژل کيدو او ۱۲ نورو د ټپي کيدو خبر تاييد سوی دی ، د برتانيا سفارت منلې ده چي پر هغه مرکز يې بريد سوی دی چي ددوی يو شمېر اتباع هم پکښي حاضر ول ، مګر ځاني زيان په اړه يې جزيات نه دی ورکړي .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښي مسوليت منلی دی او وايي چي جنګيالي يې اوس سيمه ايز وخت ۸ بجې هم د پوليسو سره په جګړه بوخت دي .
د کابل د۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د تحقيقاتو رييس سمونوال محمد ظاهر په وينا څلور تنه ځانمرګي په يوه موټر کي د برتانيا فرهنګي مرکز سيمي ته راغلي وه ، يوه کس په دروازه کي موټر بم بريد وکړ ، درې نور يې د خپلو وسلو سره مرکز ته ننوتل ، خو د پوليسو يو بل چارواکی بيا د ځانمرګو شمېر شپږ ښيي .
ذبيح الله مجاهد تر اوسه د بريد کوونکو دقيق شمېر نه دی څرګند کړﺉ .
پوليس وايي چي ډېر ژر يې سيمي ته سرتيري استولي دي چي د مځکي او هوا له لاري بريد کوونکي تر خپل کنترول لاندي راولي ، د پېښي سيمه تراوسه دپوليسو لخوا کلابنده سوې ده .